لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: اپرېل کې زيات وسله وال بريدونه په قبايلي ضلعو کې شوي، په پنجاب کې يو نه دی شوی، رپورټ


اسلام اباد کې د شخړې او امنيت د مطالعاتو انسټيټيوټ په نوم څېړنيزې غېر دولتي ادارې (پاکستان انسټیټیوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز) په خپل یو تازه رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د مارچ د میاشتې په پرتله د اپرېل په مياشت کې وسله وال بريدونه 24 سلنه/ فيصده سېوا شوي دي.

د ادارې د رپورټ ترمخه تيره مياشت زيات وسله وال بريدونه په قبایلي ضلعو او خېبرپښتونخوا کې ترسره شوي او په پنجاب صوبه کې يو بريد هم نه دی شوی.

پي ايي سي اېس اېس چې دغه رپورټ د وي او اې ډیوه سره شريک کړی پکې ويل شوي، د اپرېل په مياشت کې په پاکستان کې په 34 وسله والو بريدونو کې د 34 امنيتي سرتيرو، 13 ملکي وګړو او اته وسله والو په ګډون 55 کسان وژل شوي وو.

د رپورټ ترمخه په دغو بريدونو کې د 11 امنيتي سرتيرو او 14 ملکي وګړو په ګډون 25 کسان ژوبل شوي هم وو.

د ادارې ترمخه د مارچ په مياشت کې 26 وسله وال بريدونه شوي خو مرګ ژوبلې پکې زیاتې اوښتې وې، او په دغو بريدونو کې 115 کسان وژل شوي او 288 ژوبل شوي وو.

د مارچ په څلورمه نېټه په پېښور کې په يوه امام بارګاه ځانمرګی بريد شوی چې پکې د 60 پورې کسان وژل شوي او د 200 پورې نزدې نور ژوبل شوي وو، د جمعې په ورځ ترسره شوي دغه بريد زمه واري داعش منلې وه.

پي ايي سي اېس اېس په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې تيره میاشت زيات وسله وال بريدونه په قبايلي ضلعو، خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي وو.

د ادارې ترمخه په قبايلي ضلعو کې 16 وسله وال بریدونه شوي، چې پکې د 21 امنيتي سرتيرو او درې ملکي وګړو او اووه وسله والو په ګډون 31 کسان وژل شوي، د شپږو امنيتي سرتيرو او څلورو ملکي وګړو په ګډون لس تنه ژوبل شوي وو.

دغه رنګ ويل شوي وسله والو د خېبرپښتونخوا په نورو برخو کې لس وسله وال بريدونه کړي، چې پکې د 12 امنيتي سرتيرو او پينځه ملکي وګړو په ګډون 17 تنه وژل شوي وو.

لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان مطبوعاتو سره په شريک کړي بيان کې دعوه کړې چې د اپرېل په مياشت کې يې 54 حملې کړي، چې 14 پکې په شمالي او 13 په جنوبي وزيرستان کې ترسره شوې وې.

د څيړنيزې ادارې ترمخه تيره مياشت په بلوچستان صوبه کې څلور وسله وال بريدونه شوي، يو امنيتي سرتيری او يو ملکي وګړی پکې وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي وو.

دغه ډول ويل شوي په سيند صوبه کې څلور وسله وال بريدونه شوي، څلور ملکي وګړي او يو امنيتي سرتيری پکې وژل شوي وو.

په دغو بريدونو کې په کراچۍ پوهنتون کې په چينايي استازانو ځانمرګی بريد هم شامل دی.

په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د کنفوشيس انسټيټيوټ په ګاډي ترسره شوي ځانمرګي بريد کې د دوه ښځينه استازانو په ګډون درې چينايان استازان او يو پاکستانی وژل شوي وو.

بلوڅ بېلتون خوښې بلوچ لبرېش ارمي مجيد بريګېډ ډلې د دغه بريد زمه واري منلې وه چې لومړۍ ښځينه فدايي دغه بريد کړی وو.

د ادارې په رپورټ کې ویل شوي د اپرېل په مياشت کې په پنجاب صوبه کې يو وسله وال بريد هم نه دی شوی.

خو د امنيتي ادارو د عملياتو په اړه پکې ويل شوی چې تېره میاشت امنيتي ادارو 22 عملیات کړي، د 27 ترهګرو د وژلو او 11 مشکوک وسله والو د نيولو يې ويلي دي. ويل شوي زياتې ګرفتارۍ په پنجاب صوبه کې شوې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG