لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان دبهرني سازش په تورونو حکومت دپلټنو دکمیشن جوړولو اعلان کړی


دپاکستان مرکزي حکومت دپخواني وزیراعظم عمران خان په هغه تورونو دپلټنو دکمیشن جوړولو اعلان کړی چې وایي دنسکور شوي حکومت پرضد یې دبهر نه سازش شوی ؤ.

داطلاعاتو مرکزي وزیره مریم اورنګزیب وایي کمیشن به په بې پلوه ډول دعمران خان لخوا دلګول شوؤ تورونو پلټنې کوي اؤ چې هره پرېکړه یې وکړه که له هغې وروسته چا هیواد د دروغو دسیاست لپاره استعمال کړو نو دقانون منګولو ته به راوستی شي.

پخوانی وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دګوند نور مشران تورونه لګوي چې دحکومت پرضد یې دبهر څخه سازش شوی ؤ اؤ ددغه سازش ملګرتیا دهیواد دننه هم ځېنو کړیو کړې ده ،چې له امله یې دتحریک انصاف ګوند حکومت نسکور شوی دی.

عمران خان په دې لړ کې واضحه دامریکې نوم اخستی اؤ دهغه ګوند هم وایي چې دامریکې له لوري ورته یو دګواښونو ډک مکتوب ترلاسه شوی ؤ خو امریکې بیا پرله پسې دعمران خان دا تورونه رد کړي دي اؤ وایي پاکستان کې داییني اؤ قانوني عمل ملاتړ کوي.

دپاکستان دملي سلامتۍ کمیټې هم دا دعوې رد کړي چې ګنې دپخواني حکومت پرضد دبهر نه سازش شوی دی خو عمران خان دپاکستان دسترې محکمې نه غوښتنې کوي چې ددې سازش دپلټنو لپاره باید قضایي کمیشن جوړ کړل شي.

دچهارشنبې په ورځ مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال داطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب اعلان کړی چې دتورونو دحقیقت معلومولو لپاره به دپلټنو کمیشن ټاکل کیږي اؤ ددې کمیشن مشر به یو داسې تن ټاکل کیږي چې پرهغه به هیڅوک نیوکه نه شي لرلی.

خو مریم اورنګزیب واضحه کړې ده چې که دکمیشن هره فیصله مخې ته راغله اؤ له هغې وروسته هم چا هیواد دسیاست لپاره استعمال کړو نو هغه به بیا دقانون منګولو ته راکش کړل کیږي.

مریم اورنګزیب وایي دا په اصل کې د بهرني سازش ژړا نه بلکې د "ګوګي" د ژغورلو ویر دی.

فراح ګوګي نومې ښځه دعمران خان دمیرمنې بشرا بي بي نزدې ملګرې ګڼل کیږي اؤ په هغې په دې وروستیو کې د واکمن ګوند اؤ ایتلافیانو لخوا تورونه لګول شوي چې دعمران خان په واکمنۍ کې یې پنجاب صوبه کې په بډو رشوتونو کې بې دریغه پیسې ګټلې دي اؤ اوس له هیواده تښتېدلې ده خو عمران خان وایي فراح خان پیسې د زمکو کاروبار کې ګټلې دي.

دعمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف لا په سمدستي توګه نه ده واضحه کړې چې د بهرني سازش په تورونو دجوړیدونکي کمیشن نتیجو ته به غاړه ږدي که نه ؟ خو په سوشل میډیا ګڼو فعالینو ویلي چې د کمیشن رپورټ که هرڅه وي خو عمران خان دبهرني سازش په نوم خپل سیاست ته دوام ورکوي اؤ دکمیشن د رپورټ نه وروسته به هم د ولس دخواخوږۍ ترلاسه کولو لپاره پخپل دې دریځ ولاړ وي چې دحکومت پرضد یې دبهر نه سازش شوی ؤ

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG