لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به نور په تیلو د رعایتونو ورکولو توان ونه لري ،څیړونکي وایي


په نړیوال مارکیټ کې د تیلو بیعې نورې هم زیاتې شوي او د یو بیرل خامو تیلو بيعه 110ډالرو ته رسېدلې ده،اقتصاد پوهان وایي په داسې حالاتو کې پاکستان نه شي زغملی چې په تیلو رعایتونه ورکړي.

اقتصادی پوهان وایي که دپاکستان موجوده حکومت د تیر حکومت له خوا په تیلو ورکړل شوي رعایتونه پځائ ساتي نو د پاکستان په خزانه به بوج زیاتیږي او په ملکي کچه پرمختیایي کارونه به هم اغېزمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې مالیاتي ادارې د پاکستان څخه غوښتي چې په بجلۍ او تیلو ورکړی شوي رعایتونه ختم کړي او پاکستان هم ددغه مالیاتي ادارې څخه د پور پروګرام د جاری ساتلو دپاره په رعایتونو ختمولو سلاح شوی دی.

د پټرولیم مصنوعاتو د برامداتو د هیوادونو تنظیم او پیک وایي نړیوال مارکیټ کې د خامو تیلو د یو بیرل بیعې 109 ډالرو نه زیاتې دي .

د تنطیم وینا ده یوه ورځ وړاندې دابیعې 110ډالرو نه هم زیاتې شوي .

اقتصادي پوهان وایي په نړیوال مارکیټ کې دغه زیات نرخونه پاکستان نه شې زغملی او ضرور به په تیلو ورکړی شوي رعایتونه ختموي ځکه چې په دې حالاتو کې ارزان تیل ورکول به د حکومت په اقتصادي مشکلاتو کې اضافه وکړي.

داقتصادي چارو کارپوهه سجاد احمد وي او اي ډیوه ته وایي د پاکستان مالي خساره په ریکارډ کچه زیاته شوې او نه شي کولی چې حکومتي لګښتونه پوره کړي نو بیا په تیلو رعایتونه ورکول خو ډیر ګران دي او د روانې مياشتې څخه امکان لري چې دغه رعایتونه ختم کړي.

"مونږه ملکي خرڅونه نه شو پوره کولی نو رعایتونه به څنګه ورکړو او هغې دپاره به مونږ اول قرضې اخلو اخر به هم د تیلو قیمتونه زیاتول وی او لږ ترلږه 25 روپۍ دیو لیټر بیعې سیوا کولو ته اړتیا ده او دا فیصله به په 15مئ کول وي"

د زیارت په ورځ د یورپین یونین له خوا په روس دخامو تیلو په شمول د نوؤ بندیزونو د پلان وروسته دا وخت په نړیوال مارکیټ کې د برنو کروډ ایل بيعه 110 ډالره او 50 سینټس ته زیاته شوې ده او د ډبلیو ټي ایي بيعه 107 ډالره او 92 سینټونه مخې ته راځي.

د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د تیلو د نرخونو د ادارې اوګرا په حواله ویلي مرکزي حکومت پلان لري چې د بې نظیر انکم سپورټ یا احساس پروګرام لاندې په تیلو هدفي رعایتونو ورکړي او عمومي رعایتونه ختم کړي او د تیلو مختلفو کمپنیو او د‌مارکیټ تر منځه د تیلو د قیمتونو فرق ختم کړي.

روانه میاشت د مئ په وړومبۍ نیټه د پاکستان وزیر اعظم دتیلو دنرخونو لوړولو په اړه د اوګرا سپارښتنه رد کړې وه او د 15 ورځو دپاره یې په تیلو ورکړل کیدونکي رعایتونه برقرار ساتلي وؤ چې له امله یې د پاکستان په خزانه 40 اربه روپۍ بوج سېوا شوی ؤ.

اوګرا وایي حکومت که روانه میاشت رعایتونه ختم نه کړي نو د مئ په میاشت کې دتیلو په مد کې 90 اربه روپۍ به حکومت د جیب نه د تیلو کمپنو ته ورکوي او د مارچ نه تر اوسه مجموعي بوج به 200 اربو روپو ته زیات شي.

دا وخت حکومت په پټرولو 30 روپې لیټر او په ډیزلو 72 روپۍ لیټر سبسډې یا رعایت ورکوي.

د اقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي وي او ای ډیوه ته وایي په نړیوال مارکیټ د تیلو بیعې سېوا کیدل د پاکستان تجارتي خساره زیاتیدل دي او حکومت به خزانې نه زیاتې پیسې په سبسډي ورکوي.


"تجارتي او مالیاتي خساره به زیاته شي او دې سره به پرمختیایي کارونه هم متاثره کیږي او ددې له وجې به راتلونکي بجټ جوړولو کې هم حکومت ته مشکلات پیدا شي"

څیړنې وایي د پاکستان حکومت روان کال په مارچ کې په تیلو 31 روپۍ رعایتونه ورکړي وؤ په اپریل کې 76 اربه روپۍ او په مئ کې به 90 اربه روپۍ رعایتونه ورکړي خو ددې نه وړاندې د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د نړیوالې مالیاتي ادارې د مامورینو سره د ملاقات وروسته ویلي وؤ پاکستان په دې سلا دی چې د تیر حکومت له خوا ورکړی شوي رعایتونه بیرته واخلي او د ایي ایم ایف هم دا وړومبی شرط دی چې د 6 اربو ډالرو د پور د پروګرام د بیا بحالۍ دپاره حکومت دغه شرطونه بیرته واخلي او دتیلو بیعې دمارکیټ مطابق کړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG