لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتین:عارف وزیر دامن غوښتلو په جرم وژل شوی،قاتلان یې معلوم دي


دپي ټي ایم دفعال عارف وزیر دویم تلین د هغه په کلي قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان واڼه تحصیل په غوی خوا سیمه کې لمانځل شوی چې پکې ګڼ شمیر خلک دهغه په قبر راغونډ شوي وؤ او عارف وزیر ته عقیدت او درناوی وړاندې کړو .

عارف وزیر د 2020 کال دمئ دمیاشتې په وړومبۍ نېټه د جنوبي وزيرستان په غوی خوا سیمه کې دهغه دکور سره نزدې یو وسله وال بريد کې وژل شوی ؤ .

دعارف وزیر د وژنې مقدمه که هرڅو دنامعلومو کسانو په ضد درج ده خو د پي‌ ټي ایم زیاتره مشران اؤ فعالین تور لګوي چې هغه دهیواد دطاقتورو خفیه ایجنسیو په وینا وژل شوی دی .

غونډې ته د وینا پرمهال د پي ټي ایم مشر منظور پشتین ویلي عارف وزیر سیمې او قام ته په پرامنه طریقه امن غوښتو او د هغه دا د امن خبره به عملي کوي.

هغه ویلي عارف وزیر ټوپک نه ؤ راخستی او په پرامنه طریقه یې دناامنۍ د مخنیوي هڅه کوله او د احتجاجي غونډو پرمهال یې د امن خرابونکو نومونه اخستل.

هغه وویل دغلته بیا د جګړې راوړلو پریکړه شوې هغوئ د خپل تحفظ پوره انتظام کړی، پوځ ځان ته لویې قلعې جوړې کړې طالبانو هم خپل انتظام کړی او بیا به دا جنګ ځپلی ولس نورو جنګونو کې ځپل کیږي.

هغه ویلي عارف وزیر ددغه جنګي پالیسیو مخالف ؤ او نه یوازې په علاقه بلکې ټول لر او بر افغان وطن کې یې د امن دپاره په عملي توګه مبارزه کوله او دا د هغه جرم ؤ چې پښتون ولس ته یې امن غوښتو.

هغه ویلي د عارف وزیر قاتلان معلوم دي او هغه د امن په جرم وژل شوی خو وئ ویل دوئ به د عارف وزیر دغه دامن ارمان پوره کوي او دجنګ سالارانو په وړاندې به د امن د پاره لکه د غر ولاړ وي .

هغه وویل څوک چې ظلم کوي او دغلته ناامني راوړي دوئ به یې مخه نیسي او دا عارف وزیر مشن وو.

دپاکستان قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو منتخب استازی او د ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ وایي هغه د امن غوښتلو په وجه زیات وخت په زاندان کې تیر کړی .

هغه ویلي د عارف وزیر پرضد د بغاوت او د ریاست او ریاستي ادارو پرضد د سپکاوي د ژبې کارولو مقدمې جوړې شوې خو امن د هر چا بنیادي حق دی او دا څوک تروړلی نه شي هم دا وجه وه چې هره مقدمه کې عدالت د دوی ضمانت منظور کړی ؤ.

په عارف وزیر وروستۍ مقدمه د 2020م کال دمارچ په میاشت کې په افغانستان کې یوې غونډې ته د وینا کولو جوړه شوې وه او په هغه مقدمه کې د وژل کېدو نه یوه اوونۍ وړاندې عدالت هغه د زندان نه خوشی کړی ؤ.

هغه وویل د عارف وزیر وژنه سیاسي ده او دا یوازینۍ وژنه ده چې ریاست یې پخپله هم مني.

د عارف وزیر ورور سراج وزیر وایي دهغه په وژنه کې ککړخلک تر اوسه د قانون منګلو ته رانه وستل شول خو برعکس د کورنۍ دکسانو پر ضد یې مقدمې درج کیږی او زندانونو ته اچول کیږي.

دعارف وزیر دویم تلین هم په داسې حال کې نمانځل شوی چې دهغه بل دکاکا زوئ او دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړی علي وزیر له تیرو اتلسو میاشتو راهسې د ریاست په ضد دکرکژنې وینا کولو په تور د کراچۍ په زندان کې بندیوان دی.

په یوه مقدمه کې د پاکستان سپریم کورټ دهغه ضمانت منظور کړی دی.

دعارف وزير له وژنې وروسته هغه وخت دخېبرپښتونخوا دپوليسو د مشر (ايي جي پي) ثناالله عباسي ويلي وؤ ښايي د عارف وزير د وژنې سبب د هغه د افغانستان تګ او هلته د رياست پرضد خبرې کول وؤ.

وي او ای ډیوه ته دعارف وزیر ورور وویل عارف وزیر یې د پلار او دوؤ وروڼو وروسته څلورم او د کورنۍ اتلسم تن دی چې وژل شوی او بیا دا دویم تلین دی چې د دوی د کورنۍ مشر علي وزیر په زندان کې بندیوان دی.

هغه وویل دوی ته د امن غوښتلو سزا ورکړل کیږي.

وي او اي ډیوه د واڼه پولیسو سره د رابطې هڅه کړې خو په واڼه سیمه کې د ضلعې پولیسو دفتر چارواکو وویل پولیس په خپل مدعیت کې دعارف وزیر د وزنې مقدمه درج کړی او کورنۍ یې تر اوسه نه رابطه کوي او نه یې څوک په دې مقدمه کې نومولي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG