لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مفتاح اسماعیل:ایي ایم ایف سره دمنل شوؤ سختو شرطونو بوج په اوسني حکومت راغلی


دپاکستان دخزانې وزیر مفتاح اسماعیل په هیواد کې د اقتصادي بحران ذمه وار پخوانی حکومت ګرځولی او ویلي یې دي چې پخواني حکومت ایم ایف سره لوظنامو کې سخت شرطونه منلي او ددغه لوظنامو بار اوسنی حکومت زغمي-

هغه وایي پر پیټرولو او ډیزلو د اسانتیاؤ په صورت کې حکومت تیره میاشت ۱۰۲ اربه روپۍ له جیبه ورکړې وې-

دخزاني وزیر وایي د پیټرولو د نرخونو پر ځائ دساتلو هځه به کوي او سیلز ټیکس به هم نه زیاتوي- هر څومره چې ممکنه وه حکومت به ولس ته اسانتیاوې ورکوي-

په کراچې کې مطبوعاتو سره خبرو کې د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل وویل عمران خان هیواد په قرضو کې ښکیل کړی،ګیس، بجلۍ اؤ په هر څانګه کې یې پر حکومت قرضې اچول شوې دي اؤ ایي ایم ایف سره یې د پټرول دنرخونو زیاتولو ژمنې کړې وې چې ترمخه د پټرول نرخونه باید ۲۴۵ روپې لیټر وای-

بل پلو ته د تحریک انصاف ګوند یو مشر اؤ پخواني وزیر حماد اظهر د مفتاح اسماعیل د بیان په عکس العمل کې ویلي حکومت خپلې ناکامۍ پټولو لپاره پلمې لټوي-

هغه وایي اقتصاد یوازې په بیانونو نه چلیږي، که چرې حکومت پر معاملو قابو نه شي موندلی نو د واکمنۍ کولو پر ځائ دې سمدستي ټاکنې وکړي-

د تحریک انصاف ګوهد یو بل مشر فواد چوهدري هم خپل ټویټ کې پر حکومت سختې نیوکې کړي او ویلې یې دي چې هیواد کې د ګرانې شرحه د درېوؤ کالو لوړې کچې ته رسیدلې ده اؤ حکومت یوزاې خپلې ورځې تیروي-

اقتصاد پوهه حفیظ پاشا وایي پاکستان دا وخت سختو اقتصادي حالاتو سره مخ دی، اصل مسله د تجارتي خسارې ده چې د مالې کال په لومړیو نهو میاشتو کې تر دیارلسو اربو پورې رسیدلې او ویره ده چې په راتلونکي وخت کې شپاړسو یا اوولسو بیلیونو ډالرو ته رسیدای شي.

دحفیظ پاشا په وینا ددې ترڅنګ دشاوخوا دولسو اربو ډالرو پور ستنول هم پاکستان ته ورپغاړه دي اؤ دا راز حکومت شاوخوا دیرشو اربو ډالرو ته اړتیا لري-

دخزانې پخوانی وزیر وایي د تیر کال اګست کې د پاکستان د زرمبادلې زخیرې د ایي ایم ایف د ۲.۸ بیلینو ډالرو ورکولو سره شل بیلینو ډالرو ته رسیدلې وې-

هغه وایي سعودې عرب یو وارې د دریوؤ بیلینو ډالرو او بیا د دوه نیم بیلینو ډالرو اسانتیاوې ورکړې خو دهیواد تجارتې خساره دومره زیاته ده چې اوسني حکومت ته به ډیر څه کول وي-

"یو دې بجټ ژر ترژر راوستل شي،د اصلاحاتو یو پیکچ دې راوړل شي، پیسو درلودونکو خلکو ته ورکول شوې ګڼ شمیر اسانتیاوې دې بېرته واخستل شي- غیر ضروري واردات باندې باید بندیزونه ولګول شي نو ددې سره حالات ښه کیدای شي"

کال ۲۰۱۸ کې د تحریک انصاف ګوند له اړخه د واک تر لاسه کولو وروسته کال ۲۰۱۹ کې د پاکستان حکومت او دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف تر منځ دشپږو اربو ډالرو د قرضې لوظنامه لاسلیک شوې وه چې په تیرو ورځو کې د اوسني حکومت د خزانې د وزیر مفتاح اسماعیل سره خبرو کې دغه لوظنامه اتوؤ بیلینو ډالرو ته پراخه کړې شوې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG