لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب: ګجرات کې د معذوره جينۍ د مړي سره د جنسي تيري پلټنې پېل کړی شوي


د پاکستان د پنجاب صوبې د ګجرات ضلعې پوليس وايي، د هغو کسانو مالومولو دپاره يې لټون پېل کړی چې د معذوره جينۍ مړی یې د قبر نه راويستی، او پلټني کوي چې د مړي يا جسد سره جنسي تيری شوی که نه دی شوی؟، د دې مالومولو دپاره طبي معاينه شوې ده.

د پېښې مقدمه چې د ګجرات ضلعې په ټانډه تاڼه کې درج شوې ده او د معذوره جينۍ ماما عبدالخالق ويلي، چې خورزه يې چې عمر يې د 20 کالو پورې وو، ذهني او بدني معذوره وه، په څلورمه مې مړه شوې، او ماښام خاورو سپارل شوې وه.

هغه ويلي، په بله ورځ پينځمه مې چې سهار اووه بجې د مړه شوې جينۍ پلار او نور کسان قبر ته تللي، نو قبر کښنستل شوی او د خورزې مړی/ جسد بهر پروت وو.

په مقدمه کې دعوه شوې چې د مړي سپکاوی او سخت زياتی ورسره شوی دی.

د يادې تاڼې يو چارواکي (اې اېس ايي) ظفر اقبال وي او اې ډیوه ته دغه پېښه تاييد کړه او وې ويل چې دوی د پېښې پلټنې پېل کړي دي.

هغه وويل، پېښه شوې ده، مړی راويستل شوی او د نامالومه کسانو پرضد مقدمه درج شوې ده.

نوموړي زياته کړه، د مړي طبي معاينه شوې چې مالومه کړی شي چې جنسي تيری ورسره شوی دی که نه دی شوی، او د طبي معاينې رپورټ لا مخې ته نه دی راغلی.

هغه وويل د پېښې په تړاو ځینې مشکوک کسان هم نيول شوي دي.

پاکستان کې وخت په وخت د جنسي تيريو د پېښو خبرونه مخې ته راځي.

په خېبرپښتونخوا کې د بشري حقونو د کمېشن مرستيال مشر اکبر خان وايي، دغه ډول پېښې رامنځته کېدل، د ټولنې د پسماندګۍ او بدحالۍ څرګندونه کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د داسې پېښو ځينې نفسياتي محرکات هم کېدی شي، پکار ده چې رياست په دغه اړوند قوانين په کار راولي، او د انساني قدرونو د ودې دپاره په خپل تعلیمي او معاشرتي نظام کې اود ژوند په نورو اړخونو کې د تعليم او تربيت اهتمام وکړي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل په خپل يو رپورټ کې ويلي چې د کال 2021 په لومړو شپږ مياشتو کې په ملک کې د ماشومانو پرضد د جنسي تيريو 1896 پېښې رپورټ شوي دي.

په دغه رپورټ کې ویل شوي چې په کال 2020 کې په پاکستان کې د ورځې په سر اته ماشومان د جنسي تيري ښکار کېدل خو په 2021 کې په دغو پېښو کې زیاتوالی مخې ته راغلی او د ورځې په سر د لسو پورې ماشومان د جنسي تيري ښکار شوي دي.
د پاکستان مخکني وزیراعظم عمران خان هم ويلي وو، په پاکستان کې د دوه مسلو سره مخ دي، چې يوه پکې د جنسي تيریو او بله د غبن ده.

هغه ويلي وو، د بده مرغه د جنسي تيريو په جرمونو کې يواځې يو فيصد/ په سلو کې يوه پېښه رپورټ کيږي، او د هغې مطلب دا شو چې قانون نافذوونکې ادارې يواځې د يو فيصد جرمونو مخنيوی کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG