لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان ولې د خوښې خبریالانو او د خپل ګوند غړو سره مرکې کوي؟


د کله نه چې عمران خان د پاکستان د وزیراعظم د څوکۍ نه اخوا کړل شوی دی نو نوموړی پرله پسې مرکې کوي خو ورته مخامخ ناستمرکه کونکي فلمي ستوري، یا د هغه د ګوند د سوشل مېډیا کوم فعال يا داسې خبریال وي چې د ښاغلي خان ښکاره پلوي کوي.

په دغه ډول مرکو کې عمران خان، د کرکټ په اصطلاح، په دوستان میدان کې سیاسي لوبه کوي. او د هغه د تېر حکومت د ناکامیو په اړه پوښتنې نه کېږي.

په پاکستان کې سیاسي څيړونکي او په مېډیا کې د سیاسي بیانونو یا مفکورو ماهرین وايي دپخواني وزيراعظم عمران خان ژوند دتضاداتو نه ډک دی او هغه د يو امرانه سوچ خاوند دی نو ځکه د حکومت پرمهال او له واکه دلري کيدو وروسته د خپلي خوښې خبريالانواو ميډيايي اداره سره مرکي کوي.

د پيښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګي استاز او د انګريزي ورځپاڼې ډان لپاره مقاله لیوکنکې سېد عرفان اشرف وايي عمران خان د امرانه سوچ خاوند دی.

"څه ډول چې مېډيا د عرب دبادشاهانو کوريج نه شي کولی او چې څوک یې هم کوريج کوي نو بيا يې د جمال خاشقچي په څېر حال ويچې مرګ ته یې هم تيار وي لکه څنګه چې یې خاشقچي په ترکي کې ووژلو، دغه شان عمران خان هم دی، د يو پرنس پشان یې طبيعتدی، د بادشاهت پشان يې حکومت ؤ په هغي کې هغه ميډيا کوريج نه زغملو او نه اوس تيار دی او دا موږ ته د هغه د شخصېت روح ښايي".

څېړونکي وایي دخپلې خوښې خبریالانو سره دعمران خان دمرکو کولو مقصد دادی چې هغه په دغو مرکو کې دخپلي خوښي پوښتنو ته ځوابونه ووایي ترڅو د هغه تير ژوند ولس ته څرګند نه شي.

عمران خان تېره ورځ ویلي وو چې دهغه د کردار په هکله داسې مواد تیار کړل شوي چې غواړي هغه ته زیان ورسوي. د عمران خان د وینانه وړاندې دا رپوټونه او ګنګوسي زیات شوي چې ګوندې څوک داسې ويډيویي ثبوت لري چې وښايي عمران خان یو “بد کرداره” سړی دی.

څېړونکي وايي کېدای شي دا یو علت هم وي چې عمران خان دبې پلوه خبريالانو سره مخامخ کيدو نه ډډه کوي. څېړونکي وایي دخپلې خوښې خبریالانو سره دعمران خان د مرکو کولو مقصد دادی چې هغه په دغو مرکو کې دخپلي خوښي پوښتني پوښتنو ته ځوابونه ووایي ترڅو د هغه تير ژوند ولس ته څرګند نه شي.

ډاکټر عرفان اشرف وایي که په داسې حال کې يو خپلواک خبريال عمران خان ته د مرکې لپاره ورځي او د هغه په تضاداتو پوښتنې راولاړوي نو دغه پوښتنو ته هغه تيار نه دی نو ځکه د خپلي خوښې جرنلسټانو سره مرکي کوي او د مخالفينو سوالونه نه شي زغملی۔

دخبریالانو دحقونو لپاره په مبارزه بوخت سازمان فريډم نېټ ورک خپل يو تازه رپورټ کي ويلي دي چې د کال 2021 د مئ د میاشتې نه تر کال 2022م د اپرېل د مياشتې پورې په پاکستان کې په جرنلسټانو د بريدونو او د مطبوعاتو د سرغړونو لږ تر لږه 86 پېښې مخې ته راغلي دي.

پاکستان کې دخبریالانو تنظیمونه وايي په کال 2018م کې په واک کې له راتلو وروسته د ميډيا او عمران خان ترمينځه اړيکې ښې نه دي پاتې شوي .

هغه وايي عمران خان د ړومبۍ ورځې نه د ميډېا پرضد پاتې شوی دی او کله چې واک کې ؤ د لويو لويو ميډيايي ادارو پرضد یې مختلف ډول کاروايي کړې دي .

د خبريالانو تنظيمونه دا هم وايي چې د عمران خان په د واکمنۍ په دوره کې د امرانه پالسېو له کبله په زرګونو صحافيان بې روزګاره کړی شوي دي او بنديزونه پرې لګول شوي وؤ۔

خبريال ګوهر علي خان وايي عمران خان په روانو حالاتو کې ميډيا د فشار لاندې راوستل غواړي ځکه چې پرضد یې مالي او اخلاقي سکينډلونه را روان دي او د هغي مخه نيول غواړي۔

‘‘دی چې د ميډېا پرضد کوم کمپاين چلوي په بنيادي توګه ميډيا د فشار لاندې راوستل غواړي، اؤ دا ځکه کوي چې دده خلاف اوس کوم مالي او اخلاقي سکينډلونه راروان دي یا یې د پارټۍ د کسانو سکينډلې راروانې دي د هغې دباؤولو دپاره دی اوس نه مېډيا د فشار لاندي راولي او په مېډيا مختلف تورونه لګوي‘‘

په عمران خان اؤ دهغه په تیر حکومت تر دې وړاندې هم داسې ګڼ شمیر نیوکې شوي چې ګنې دمیډیا ازادي یې تروړلې وه اؤ دمیډیا دغږ غلي کولو لپاره یې سخت قوانین جوړؤل غوښتل .

وخت په وخت پاکستان کې دصحافیانو تنظیمونو دعمران خان دتیر حکومت ددغو ګامونو پرضد کوټلي احتجاجونه هم کړي وؤ خو پخپله عمران خان اؤ دهغه دتیر حکومت نورو چارواکو دا تورونه بیا په سختۍ سره ردول چې ګنې پاکستان کې یې په میډیا نااعلانه سینسر شپ پځائ کړی دی.

عمران خان دخپل حکومت په مهال دعوه کوله چې میډيا ته یې دومره زیاته ازادي ورکړې ده چې حتی په پرمختللو غربي هیوادونو کې هم میډیا ته دومره ازادي نه ده ترلاسه .

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG