لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان وايي د افغانستان سېلاب ځپلو ته یې مرستې لېږلي
تازه خبر

پاکستان وايي د افغانستان سېلاب ځپلو ته یې مرستې لېږلي


پاکستان ويلي، په افغانستان کې د سېلاب ځپلو دپاره يې مرستې ورکړي او د مرستو لومړۍ الوتکه افغانستان ته رسېدلې ده.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په ټويټر ويلي، پاکستان د افغانستان د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره ټول ممکنه کوششونه کوي.

"د سېلاب متاثرینو لپاره د پاکستان لومړۍ مرستہ افغانستان ته رسېدلې ده چې له دې وروسته به د نورھم واستول شي. پاکستان به د افغان وروڼو او خویندو تر څنګ ولاړ وي. نور ھیوادونہ دی ھم په دې وخت کې افغانان هیر نکړي".

پاکستان افغانستان ته د سېلاب ځپلو دپاره مرستې په داسې حال کې لېږلي چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو پرون په خېراتي او نړيوالو مرستندويه ادارو او هيوادونو د مرستو غږ کړی وو.

په افغانستان کې د پاکستان سفير منصور احمد خان د پاکستان د مرستو په اړه په ټویټر ويلي،

"په افغانستان کې د پاکستان ناظم الامور سېف الله خان د مزار شريف په هوايي اډه د سېلاب ځپلو دپاره مرستې د افغانستان د بېړنيو حالاتو ادارې ته وسپارلې، چې پکې ټېنټونه/ خېمې، خوراکي توکي او دوايانې شامل دي".

هغه ويلي، د افغانستان په لسو/ دولسو صوبو/ ولایتونو کې چې سخت سېلابونه راغلي، ځاني او مالي تاوان يې اړولی، پاکستان د خپلو افغان وړونو، خوېندو دپاره د (سي ون تهرټي) الوتکې مرستې ليږي.

هغه دا هم ويلي، پاکستان به افغانستان ته نورې مرستې ليږي.

د طالبانو د حکومتي شمېرو او رسنيوترمخه د سېلابونو له امله د 29 نه زیات تنه په سېلابونو کې مړه شوي او سلګونه کورونه نړېدلي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون په ټويټر ويلي،

"د ورستیو سیلابونو له امله د اوښتو درنو ځاني او مالي زیانونو په اړه د تسلیت ترڅنګ له ټولو خیریه بنسټونو، نړیوالو موسساتو او هیوادونو څخه د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کوو ترڅو په دې خاصو شرایطو کي د سیلاب ځپلو هیواد والو د سرپنا، خوراک، صحت او زراعت په برخو کي لاس نیوی وشي".

د طالبانو په حکومت کې قدرتي آفتونو ته د رسېدو وزارت ويلي، د مې میاشتې له دویمې نېټې تر ګڼو بارانونو وروسته په پیل شویو سېلابونو کې تر اوسه د افغانستان په دوولسو ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې سېلابونه په لوېدیځو ولایتونو بادغیس او فاریاب او په شمالي ولایت بغلان کې ډېر زورور وو او زیات خلک یې زیانمن کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG