لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان تجارتي خساره او درامدات رېکارډ کچې ته رسېدلي دي


دپاکستان د شمارياتو محکمې لخوا جارى کړل شوؤ تازه شمېرو کې ويل شوي چې د روان مالي کال د وړومبیو نهو میاشتو په مهال د پاکستان تجارتي خساره او درامدات رېکارډ کچې ته رسېدلي دي.

شمیرې ښایي تجارتي خساره 39 اربو، 26 کروړو او 40 لکو ډالرو او درامدات 65 اربو، 49 کروړو او 20 لکو ډالرو ته رسېدلي دي.

د شمېرو ترمخه روان مالي کال کې د جولایي نه تر اپریل میاشتې په مهال د درامداتو او برامداتو ترمنځ فرق 39 اربو اؤ 30 کروړو ډالرو ته زيات شوی دی.

اقتصاد پوهان دا د اندېښنې وړ پرمختګ بولي او وايي د پاکستان برامدات 20 فيصدي سېوا شوي خو بلخوا د درامداتو کچه 50 فيصدي ته ختلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بجټ خساره 13 بېلنه ډالرو نه اوښتې ده او د هېواد د غېر ملکي. ذرمبادلې ذخيرې هم 16.66 ارب ډالره ته ښکته شوې دي

ورځپاڼه ډان او اېکسپرېس ټريبيون د هېواد د شمارياتو دمحکمې لخوا د جمعې په ورځ د جارى کړې شوو شميرو په بنياد وايي چې د روان مالي کال د لومړو لسو میاشتو مينځومانه موده کې دا تجارتي خساره د تېر کال ددې مودې په پرتله 11 اربه ډالره زياته ده.

د مسلم لیګ نواز ګوند د تېر حکومت وروستي کال کې تجارتي خساره 37 ارب ډالره پاتې شوې وه او د تحريک انصاف ګوند دتېر حکومت د وروستي کال لپاره درامدي هدف 55 ارب، 20 لکه ډالره ټاکل شوی ؤ چې د مطبوعاتي رپورټونه ترمخه دا هدف په لومړو نهو میاشتو کې مکمل شوی دی.

څېړونکي وايي په نړيوال مارکیټ کې د مخ په زیاتیدونکي ګرانۍ له کبله د پاکستان په درامدي بل کې بې کچه اضافه په نظر راځي چې د اندېښنې وړ پرمختګ دی.

د شمارياتو محکمې د شمېرو ترمخه د روان مالي کال د لمړو لسو مياشتو په برامداتو کې هم اضافه شوې ده او دا 26 اربو او 20 کروړو ډالرو ته رسېدلې دي.

له دې مخکې کال کې هم دومره موده کې د 21 اربو ډالرو برامدات شوي و، شمېرې د روان مالي کال په لمړو لسو میاشتو کې په برامداتو کې 5 اربه اؤ 20 کروړه اضافه ښايي.

اسلام اباد کې د اقتصادي او مالي چارو خبریال طاهر امين ډيوه ته وویل چې په د تجارتي خساره او درامداتو کې تاریخي اضافه د اندېښنې وړ پرمختګ دی.

هغه وایي د پاکستان درامداتو کې په چټکتیا سره اضافه کېږي او ددې کچه 65 اربو ډالرو ته رسېدلې ده.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي ویلي "تجارتي خساره د روان مالي کال په لمړو لسو میاشتو کې جولایي نه تر اپریل پورې دې کې 65 فيصدى اضافه راغلې ده. دا اوس 39.264 بېلينه ډالرو ته رسېدلې ده،دا تېر کال دومره موده کې 23.826 بېلينه ډالره وؤ. دا د هېواد د تاريخ تر ټولو لوړه کچه ده"

هغه وايي د هېواد په برامداتو کې هم 25 فيصدي اضافه راغلې ده. دې کال لسو میاشتو کې برامدات د 26 بېلینه ډالرو نه اوښتي دي، تېر کال دې موده کې دا کچه 20.9 بېلېنه ډالرو وو.

"خو خبره دا ده چې برامداتو کې 25 فيصدي او درامداتو کې 46اضافه شوې ده. دا د اندېښنې وړ خبره په دې ده چې له مخکې د پاکستان دبجټ خساره زياته شوې ده او نزدې 13 بېلينه ډالرو ته رسېدلې ده يعني بجټ کې او تجارتي خساره کې برغه اضافه روانه ده "

دنوموړي‌ په ونیا اي ایم ایف سره خبرې لا روانې دي ولې چې پاکستان ته دا وخت د ډالرو ضرورت دی او چې څومره ډالرې دي هغه په درامداتو باندې لګول کیږي دا خطرناک رجحان دی.

اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه د تجارت د وزارت له قوله اټکل کوي چې د روان کال تر پایه به د برامداتو کچه 31 کروړ ډالره ته ورسېږي.

د تجارت وزارت تر مخه که په مياشتني بنياد د شمېرو جاج واخستل شي نو د تېر اپریل میاشت پورې د 6 اربو، 60 کروړو ډالرو برامدات شوي دي يعني په دې کې هم د تېر کال د اپریل میاشتې په مقابل کې 1 ارب، 40 کروړه ډالره یا 26 فيصدى اضافه شوې ده.

پاکستان دا وخت د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی د ډالر په مقابله کې روپۍ ورځ تربلې خپل ارزښت غورځوي او دې سره د ګرانې کچه هم خېژي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې په پاکستان کې د ګرانۍ کچه د تېرو شپږو میاشتو راهیسې په برغو هندسو کې روانه ده اؤ دې سره د اپریل په میاشت کې دا دووؤ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

دا مهال پاکستاني کې ګراني په 13.37 فيصدى ولاړه ده چې په تېرو دوو کلونو کې لوړه کچه ده.

هم داسې د هېواد د غېر ملکي ذر مبادلې ذخیرو کې هم په تېزې سره کمی روان دی او دا اوس 16.66 اربه ډالره پاتې دي چې څو مياشتې مخکې ددې کچه 27 اربه ډالره وه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره هم د پور لپاره خبرې روانې دي او د ايي ایم ایف يو پلاوی به په روانه مياشت کې د پاکستان سفر کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG