لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیاسي اؤ ټولنیز فعالان وایي پاکستان کې دمذهب دسپکاوي دمخنیوي قانون د وسلې په توګه کارول کیږي


په پاکستان کې سياسي او مدني فعالان وايي، پکار نه ده چې د مذهب د سپکاوي قانون په سياسي بنيادونو وکارول شي.

پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي خبرونه مخې ته راځي او داسې نيوکې کيږي چې دغه قانون اکثره خلک په شخصي دښمنو کې کاروي،

په دې وروستیو کې چې د سعودي عرب د مدينې ښار په مسجد نبوي کې د پاکستاني وزيرانو پرضد کومې سپکې نعرې وهل شوي د هغې مقدمې په پاکستان کې دپخواني وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دګوند دنورو مشرانو اؤ فعالینو پرضد درج شوي دي، ځکه په دغه عمل هم نيوکې کيږي چې د مذهب د سپکاوي دقانون نه باید سياسي ګټې پورته نه کړی شي.

دمسجد نبوي (ص) دپيښې په تور د پخواني وزير اعظم عمران خان او د هغه دتحريک انصاف ګوند دنورو مشرانو په ضد دمذهب د سپکاوي دمقدمو درج کیدو پسر په سوشل ميډيا تاوده بحثونه دوام لري،

د پاکستان پيپلز پارټي مرکزي مشر او پخواني سنيټر فرحت الله په ټويټر لیکلي دي چې د خپلو مخالو پې ټې ايي دمشرانو پرضد د مذهب دسپکاوي دقانون لاندي د مقدماتو اراده ډيره دخفګان خبره ده، دا کار د غندني وړ دی.

هغه زیاته کړې "په تير وخت کې مي هم د مذهب دسپکاوي دقانون د وسلي په توګه دکارولو مخالفت کړی، اوس یې هم کوم او په راتلونکي کې به یې هم مخالفت کوم، د مذهب د سپکاوي دقانون د غلط استعمال دمخنیوي ضرورت دی نه چې دا د وسلې په توګه وکارول شي"

د سپريم کورټ بار پخوانی مشر او قانون پوهه عبدالطيف اپريدی وايي هرڅو که په مسجد نبوي (ص) کې رامخي ته شوې پيښه ډيره د غندني وړ ده او په هيڅ صورت کې په دغه معتبر ځائ کې د سياسي نعرو او د يو بل د سپکاوي اجازت نشته دي، خو دغه پيښه د سعودي عرب په خاوره رامخي ته شوې ده او ددي پسر د مذهب سپکاوي دقانون لاندي مقدمه پاکستان کې جوړول قانوني جواز نه لري۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "زمونږ پشمول د ډېرو خلکو په دي اعتراض دی چې واقعه په سعودي عرب کې شوې ده نو پکار ده چې سعودي عرب واله ددې پرضد کارروايي وکړي زمونږ په دي وطن کې په دي کاروايي کول زما خيال دی مناسب نه دي"

په مسجد نبوي کې د حکومتي وزيرانو پرضد د سپکاوي د نعرو خلاف د پنجاب په فېصل اباد ښار کې مقدمه درج شوې چې پکې مخکینی وزيراعظم عمران خان، دهغه دتیر حکومت پخواني وزیران او ورسره د 150 پورې کسان نومول شوي دي.

د ځینو روښان فکره سياسي ګوندونو لخوا هم د پي ټي ايي دمشرانو پرضد د مذهب دسپکاوي د قانون لاندې پاکستان کې دمقدمې درج کیدو غندنه شوې ده،

د پاکستان پيپلز پارټۍ سره تړاو لرونکي وفاقي وزير خورشيد شاه ميډېا ته ويلي دي چې د مدينې د پيښې په سر پاکستان کې مقدمه نه دي جوړول پکار اؤ داخله وزير رانا ثنا الله دې په دې معامله ډېر په پراحه زړه سره غور وکړي۔

رسنیو سره خبرو کې خورشيد شاه ويلې دي چې مونږ په سياسي انتقام باور نه لرو وايي که چا د يو مقدس ځائ سپکاوی کړی وي نو سزا به یې الله ورکوي۔

د عوامې نيشنل پارټي دخیبر پښتونخوا دکلتوري څانګې مشر ډاکټر خادم حسین وايي دلته د مذهب استعمال د خپلو ذاتي او سياسې ګټو دپاره د پخوا راهسې روان دی.

ډيوه سره خبرو کې هغه وايي پې ټي ايي هم دغه کار کړی دی اؤ پوځي امرانو اؤ نورو سياسي ګوندونو هم دغسې کړنې کړې دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې دهغه وینا وه چې کله هم دمذهب دنوم نه دغه رقم ناوړه استفاده شوې ده نو نتجه يې د ترهه ګرۍ او تندلاریتوب په شکل کې رامخې ته شوې ده۔

"په ايين او قانون کې نور شقونه موجود دي ،د بدعنواني په اړه شقونه موجود دي د انتشار جوړولو په اړه شقونه موجود دي، د کرکي په اړه شقونه موجود دي، نو د هغه شقونو په بنياد مقدمي په اسانه جوړيدلی شي زموږ دا خيال دی چې د حرمت رسول ص يا د مذهب د سپکاوي قانون د سياسي ګوندونو او کارکنانو پرضد ددې قانون لاندي مقدمي جوړول دا به ګټه نه کوي نور زيان به کوي، دا عمل خو پي ټي ايي هم کولو که اوس یې موجوده حکومت کوي نو هم هغه شان نتیجې به راوړي"

دا په داسې حال کې ده چې دمسجد نبوي دپيښې په تور د پخواني وزير اعظم عمران خان او د هغه دتحريک انصاف ګوند دنورو مشرانو په ضد دمذهب د سپکاوي دمقدمې درج کیدو پسر د سينيټ د بشري حقونو دکميټې دغونډې رابللو پريکړه شوې ده.

مطبوعاتي رپوټونه وايي د تحريک سينيټر اؤ دکمیټې مشر وليد اقبال د غونډى رابللو پريکړه کړې ده چې پکې به جاج اخستل کیږي چې پاکستان کې د مذهب دسپکاوي دقانون لاندې مقدمات څنګه درج کيږي؟

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG