لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د"توجو ملا"په نوم مشهور مفتي سردارعلي حقاني دټریفک حادثه کې مړ شوی


په "توجو" ملا مشهور دخیبر پښتونخوا دنوښار سیمې وتلی دیني عالم مفتي سردار علي حقاني دټریفک په یوه حادثه کې خپل ژوند دلاسه ورکړی اؤ دهغه درې نور ملګري سخت ژوبل شوي دي.

دهغه جنازه نن داتوار په ماسپیښن دوه بجې دنوښار په خویشګي روډ ماناخیل میدان کې شوې ده اؤ خاورو ته سپارل شوی دی.

مفتي سردار علي حقاني دخالي اؤ اتوار په منځ شپه یوه دستوره کې له ګډون وروسته د دره ادم خیل نه خپل کلي نوښار ته روان ؤ چې د دره ادم خیل دشیني کلي ترڅنګ یې موټر دیو سرف ګاډي سره ټکر شو.

وي او ای ډیوه ته دترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې په دغه پېښه کې مفتي سردارعلي حقاني وړومبی سخت ټپي شو خو چې کله روغتون ته ورسول شو نو هلته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه.

پېښه کې دهغه ډرائیور ،یو ساتونکی اؤ یو بل تن هم سخت ژوبل شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر فعالینو دمفتي سردارعلي حقاني په مړینه خفګان ښکاره کړی اؤ د هغه مړینه یې یو ستر زیان بللی دی.

توجو ملا څوک ؟

۵۲کلن مفتي سردار علي حقاني په دې وروستیو کې دپښتنې ټولنې ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو هم زیات شهرت موندلی ؤ اؤ دهغه دشهرت لویه وجه دهغه تکیه کلام" توجو "وه

هغه به زیاتره دخپلو تقریرونو په منځ کې دخلکو دپام راګرځولو لپاره په زوره چغه وهله چې "توجو" اؤ دتوجو دغه ویناګانې یې په خلکو په ټولنیزو رسنیو هم په کثرت سره خپرولې.

مفتي سردار علي حقاني په تقریرونو کې زیات زړور بلل کیدو اؤ څو ځله قانون نافذ کوونکو ادارو دلانجمنو ویناګانو پسر نیولی اؤ زندان ته هم لیږلی ؤ.

هغه په کال ۱۹۷۰ کې دصوابۍ په مینۍ کلي کې زیږیدلی ؤ اؤ خپلې وړومبۍ دیني زده کړې یې دچارسدې شبقدر تحصیل په مټه مغل خیل کې د حق نواز حقاني په مدرسه دارالعلوم جامعه محمدیه کې کړې وې.

وروسته یې دنوښار دمشهورې دیني مدرسې دارالعلوم حقانیه نه خپلې دیني زده کړې سرته رسولې وې.

په کال ۲۰۱۸م کې د پاکستان راه حق ګوند اؤ اهلسنت والجماعت دګډ کاندید په توګه دصوبایي اسمبلۍ په ټاکنو کې برخه هم اخستې وه خو دغه ټاکنې یې بایللې وې.

دمفتي په لانجمنو ویناګانو دهغه نیونه

تیرکال په ۲۸م اپریل د ډاکټرانو اؤ نرسانو پرضد دیوې لانجمنې وینا نه وروسته پولیسو نیولی ؤ خو بیا یې په ټولنیزو رسنیو وویل چې هغه دښځو دتعلیم یا نرسانو مخالف نه دی.

په ۱۰جون کال ۲۰۲۱م یې دجینکو دتعلیم لپاره په نړیواله کچه دمبارزه کوونکې ملالې یوسفزئ په اړوند یوه لانجمنه وینا کړې وه چې په هغې هم پولیسو نیولی اؤ زندان ته لیږلی ؤ.

سږکال په دریمه فرورۍ صوابۍ کې یوې جلسې ته د وینا په مهال په مفتي سردار علي حقاني د موسا په نوم یو ځوان په چاقو برید کړی اؤ هغه یې زخمي کړی ؤ خو وروسته یې بیا دغه برید کوونکی بخښلی ؤ.

XS
SM
MD
LG