لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې د اوړو کموت اؤ لوړې بیعې،شهباز شریف وایي خپلې جامې به خرڅې کړي خو اوړه به ارزان کړي


په داسې حال کې چې خیبر پښتونخوا صوبه کې د اوړو دکموت اؤ په نرخونو کې یې د زیاتوالي رپورټونه مخې ته راروان دي،دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف وایي،هغه به خپلې جامې خرڅې کړي خو خیبرپښتونخوا کې به خلکو ته په ارزانو نرخونو اوړه ورکړي.

دخیبر پښتونخوا د اوړ کاروباریان وایي چې دشهباز شریف دحکومت جوړیدو نه وروسته پنجاب نه پښتونخوا ته د اوړو په را اړولو بندیز لګول شوی چې له دې امله مارکیټ کې اوړه په ختمیدو دي اؤ نرخونه یې هم ختلي دي.

خو دخیبر پښتونخوا دخوراک محکمه بیا وایي چې دپنجاب نه صوبې ته د اوړو په راوړلو هیڅ بندیز نشته اؤ په تیره یوه اوونۍ کې د اوړو ۵۶۲ټرکونه دپنجاب نه خیبر پښتونخوا صوبې ته راغلي دي.

دخیبر پښتونخوا د اوړو دکاروباریانو داتحادیې مشر حاجي رامبیل په وینا ده دنوي حکومت جوړیدو راپدیخوا د۱۸م اپریل نه پنجاب صوبې څخه خیبر پښتونخوا ته د اوړو په اړولو مکمل بندیز لګول شوی دی اؤ په دلته چې په مارکیټ کې کوم اوړه پراته وؤ هغه په ختمیدو دي.

وزیراعظم شهباز شریف تیره ورځ په شانګله کې یوې ولسي جلسې ته د وینا په مهال دخیبر پښتونخوا په وزیراعلا غږ کړی دی چې د اوړو نرخونه باید ښکته کړي.

هغه وویل که چرې وزیراعلا د اوړو نرخونه ونه غورځول نو دی خپلې جامې خرڅې کړي خو خیبر پښتونخوا کې به خلکو ته اوړه په ارزانو نرخونو ورکړي.

دشهباز شریف په دې وینا په ټولنیزو رسنیو سختې نیوکې روانې دي اؤ دهغه سیاسي مخالفینو په شهباز شریف غږ کړی دی چې په جامو خرڅولو څه نه کیږي ، باید لندن کې خپل فلیتوڼه خرڅ کړي اؤ دلته پرې د ولس ښېګړه وکړي.

دشهباز شریف دخبرې جواب کې دخیبرپښتونخوا دتعلیم وزیر شهرام خان ترکئ په ټویټر لیکلي "د کله نه چې امپورټډ حکومت راغلی دی د ورځني استعمال دتوکو بیعې څو چنده زیاتې شوي اؤ دلته ته د جامو خرڅولو خبرې کوې"

د رسنیو د رپورټونو له مخې دا مهال پېښور کې د اوړو دشلو کلو تروړه کې د ۱۰۰ نه نیولې تر دوؤ سوؤ روپو اضافه شوې ده اؤ یوه تروړه اوړه په بازار کې د۱۴۰۰ نه نیولې تر۱۵۰۰ روپو پلورل کیږي.

دپښتونخوا د اوړو دکاروباریانو داتحادیې مشر حاجي رامبیل دپېښور یوې ځایي رسنۍ سره خبرو کې د اوړو په نرخونو کې داضافې علت پنجاب نه خیبر پښتونخوا ته د اوړو په اړولو بندیز لګولی دی اؤ وایي که دا بندیز سمدستي لرې نه شو نو صوبه کې به د اوړو قات پیدا شي.

هغه ویلي مارکیټ کې چې وړاندې نه کوم اوړه پراته وؤ هغه په روژه اؤ بیا اختر کې خلکو خپلو کورونو ته اوړه وړي دي اؤ اوس دومره اوړه نشته چې دخلکو ضرورت پرې پوره شي.

د حکومتي شمېرو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې نزدې ۱۲ لکه مېټرک ټنه غنم پېدا کيږي او د صوبې ضرورت ۴۸ لکه مېټرک ټنه دی او صوبه بيا زیات انحصار په پنجاب کوي.

دخیبر پښتونخو ا دخوراک محکمې پخپل یو بیان کې ویلي دپنجاب نه صوبې ته د اوړو راوړلو لړۍ دوامداره ده اؤ د اوړو نرخونه نه دي ختلي.

دخوراک محکمې دبیان له مخې داختر د رخصتیو له امله د اوړو کاروباریانو صوبې ته اوړه نه دي راوړي خو دتیرې یوې اوونۍ په مهال دپنجاب نه صوبې د اوړو ۵۶۲ټرکونه راوړل شوي اؤ نور اوړه هم راوړل کیږي

خبریال لحاظ علي چې د اقتصاد په اړه راپورونه جوړوي وي او ای ډیوه ته ویلي خیبر پښتونخوا زياتره د پنجاب څخه په راتلونکو وړو انحصار کوي خو بيا هم صوبې له به د بهر هېوادونو څخه غنم راغوښتل يا اخستل وي ځکه چې صوبو ته دا واک ترلاسه دی چې د بهر څخه ځان غنم اخستلی شي.

پروسکال په پاکستان کې ۲۶ ملينه مېټرک ټنه غنم پېدا شوي او بيا حکومت دوه اعشاريه ۱۶ ملينه مېټرک ټنه غنم د بهر نه راغوښتي وو.

پروسکال دحکومت له لوري پاکستان کې د کال ۲۰۲۱ او ۲۲دپاره د غنمو ضرورت ۲۹ اعشاريه درې ملينه مېټرک ټنه ښودل شوی ؤ، او ویل شوي وؤ چې په دې کې به حکومت ته درې ملينه مېټرک ټنه غنم د بهر نه راغوښتل وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG