لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښځو سره توپیري چلند،نړۍ په افغان طالبانو نیوکې کوي خو شاهد اپریدی یې پلوی دی


په داسې حال کې چې دملګري ملتونو سازمان اؤ دنړۍ نور هیوادونه افغانستان کې دطالبانو لخوا دجینکو دښوونځیو په تړلو اؤ دمیرمنو لپاره دبرقعو پسرولو په امر سختې اندېښنې ښایي،دپاکستان دکرکټ دملي لوبډلې پخوانی کپتان شاهد اپریدی وایي داځل افغان طالبان دیو مثبت سوچ سره په واک کې راغلي دي.

په ټولنیزو رسنیو دشاهد اپریدي خپره شوې یوه ویډیو کې هغه خبریالانو ته وایي اوس دطالبانو واکمنۍ کې ډیر ښه شیان په نظر راځي لکه دا چې میرمنو ته یې دکار کولو اؤ په سیاست کې دبرخې ورکولو اجازه ورکړې ده.

دشاهد اپریدي په وینا ددې ترڅنګ طالبان دکرکټ لوبه پرمخ وړي ځکه چې هغوئ کرکټ خوروي اؤ دا شیان مخکې مونږ (په طالبانو کې )نه لیدل.

شاهد اپریدي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د طالبانو د امر بالمعروف ونهی عن المنکر وزارت د شنبې- خالي په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د ښځو د حجاب امر صادر کړی دی.

د طالبانو په امر کې ویل شوي اول دې د بې حجابه مېرمنې کور په نخښه شي او د هغې ولي یا سرپرست ته دې وویل شي چې دا ښځه ججاب واغوندي، په دویم ځل دې یې ولي اړوند ادارې ته ور وبلل شي، په دریم ځل دې یې ولي درې ورځې بندي کړل شي او په څلورم ځل دې یې ولي عدالت ته وسپارل شي چې سزا یې کړي.

دطالبانو دې پریکړې افغانستان او نړۍ کې زیات غبرګونونه را پارولي او د دوی دغه پرېکړه یې د ښځې د ازادۍ خلاف او د بنیادي بشري حق سرغړونه بللې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د طالبانو پر دې پرېکړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او وایي کېدای شي د طالبانو دا کار له نړیوالې ټولنې سره د دوی اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.

تر دې وړاندې طالبانو دجینکو ښوونځي هم تړلي چې په هغې هم دنړۍ دبیلابیلو هیوادونو څخه کلکې نیوکې شوي اؤ طالبان یې دمیرمنو دحقونو په چقولو تورن کړي دي.

امریکا، برتانیې او يورپي هيوادونو هم د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او په طالبانو یې غږ کړی چې په سمدستي ډول د جينکو دپاره د سکولونو تړلو پرېکړه بیرته واخلي او سکولونه پرانيزي.

د افغانستان د تعليم د وزارت وياند عزيز احمد ريان امریکا غږ ته ويلي، راتلونکو څو اوونيو کې به د جينکو د تعليم په اړه د علماو يوه غونډه کېږي چې هيله ده پکې د شپږم ټولګي نه پورته جينکو ته هم خپلو سکولونو ته بېرته د تګ اجازه ورکړی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG