لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین دخپلو وګړو اؤ پروژو تحفظ لپاره دپاکستان په امنیت خپل باور بایللی دی،مشاهد حسین


د پاکستان د سینیټ ددفاعي چارو د کمېټې مشر مشاهد حسېن سيد وېلي چې چين د خپلو وګړو او منصوبو د تحفظ لپاره د پاکستان په امنیتي نظام باور بېللی دی.

په عین حال کې دپاکستان د پلاننګ او منصوبه بندۍ وزیر احسن اقبال وېلي چې پاکستان به د چين پاکستان ترمنځ د سي پېک اقتصادي راهدارۍ منصوبې ته ممکل تحفظ ورکوي.

تېره میاشت د کراچۍ په پوهنتون کي په يو ځانمرګي بريد کې درې چينايي وګړي وژل شوي وو او ددغه برید پړه بلوچ بېلتون خوښې ډلې بلوچ لبریشن ارمي په غاړه اخیستې وه.

له دغه برید وروسته په کراچۍ کې په ټولنيزو رسنيو داسې وېډيوز هم خپاره شوي وو چې ګواکې چينايي وکړي پاکستان پرېږدي خو دغه وېډیوګانې دپاکستان دپلټڼو مرکزي ادارې ايف ايي اس بې بنياده ګرځولې وې.

د 46 ارب ډالرو په لګښت جوړیدونکې د سي پېک منصوبه په نړيواله کچه دچین د روانې پروژې بېلټ لېنډ روډ برخه ده او ددې مقصد د چين دمغربي صوبې سنکيانګ د زمکې دلارې د بلوچستان ګوادر بندرګاه سره پېوست کول او بحيره عرب ته لاسرسی ترلاسه کول دي.

هند هم ددې منصوبې مخالفت کوي او امریکا هم د سي پېک دا منصوبه د پاکستان لپاره د قرضو يو لټ ګرځوي.

ورځپاڼه ډان ليکي که څه هم تېره میاشت په کراچۍ پوهنتون کې د بريد وروسته پاکستان کې کار کوونکي چينايي ملازمین خپل هېواد ته بېرته نه دي بلل شوي خو د خپلو ځانونو د حفاظت په اړه د هغوي د پاکستان په توان باور کم شوی دی.

د ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه د سنېټ د دفاعي چارو د کمېټې مشر مشاهد حسېن سيد د جمعې په ورځ وېلي چې د چين د خپلو وګړو او منصوبو د ساتنې لپاره د پاکستان په امنیتي نظام باور ته نقصان رسېدلی دی.

مشاهد حسېن سيد تېره اوونۍ د سنېټ د دفاعي چارو د کمېټې د پلاوي په مشرۍ په اسلام اباد کې د چين سفارت ته ورغلی ؤ او تېره میاشت یې په کراچۍ پوهنتون کې په ځانمرګي برید کې د دریوؤ چينايي وګړو په وژنه خواخوږي کړې وه.

مشاهد حسېن سيد د چين سفارت ته د تګ وروسته د چين د تاثر په اړه ډان ورځپاڼې سره دخپلې رايې څرګندونه کړې ده.

په کراچۍ پوهنتون کې په چينايي وګړو دا حمله په روان کال کې په چينايي وګړو پرله پسې دريمه حمله ده.

اخوا د پاکستان د پلاننګ او منصوبه بندۍ مرکزي وزير احسن اقبال چې د سي پېک چارې هم څاري .وېلي پاکستان به د سي پېک منصوبې ته پوره تحفظ ورکوي.

د جيو نيوز جرګه پروګرام کې د خبرو په مهال نوموړي وېلي چې د سي پېک منصوبه د پاکستان دښمنان نه شي زغملی.

هغه وايي په پاکستان د چينايي وګړو د ساتنې لپاره به دوى که يو خوا د چين سره خپله همکاري ښه کوي نو بلخوا به د خپلو داخلي امنیتي ادارو ترمنځ هم ربط او تړون راولي.

نوموړی وايي باور لري چې د شته انساني وسيلو په کارولو سره به د حفاظت په اړه د چين اندېښنې لېرې کړی شي.

د 46 اربو ډالرو د سي پېک منصوبه د چين د روانې بېلټ اېنډ روډ د پروژې برخه ده او د چین مقصد په زمکنۍ لاره مغربي صوبه سنکيانګ د بلوچستان د ګوادر بندر ګاه سره پېوست کول او داسې د بحيره عرب اوبو ته لاس رسی ترلاسه کول دي.

هند هم د سى پېک منصوبې مخالفت کوي او ددې ترڅنګ امریکا دا منصوبه د پاکستان لپاره د چينايي قرضو يو لټ ګرځوي.

په بلوچستان کې هم بلوچ بېلتون خوښې وسله وال ډلې او بلوڅ قامپرستان په سي پېک پروژه اندېښنې لري او تور لګوي چې چين او پاکستان د بلوڅانو په شتمنیو او وسيلو قبضه کول غواړي.

مشاهد حسېن سيد ویلي چې تېره میاشت په کراچۍ پوهنتون کې په چينايي وګړو د ځانمرګي برید د پېښې نه وروسته په چين کې سختې اندېښنې او دپام وړ غصه پېدا شوې ده او ویلي یې دي دا د حملو يو تسلسل دی او دا خبره په ډاګه شوې ده چې د پاکستان له لوري چينايي وګړو ته د مکمل تحفظ ورکولو لوظونه تشې خبرې پاتې شوې دي.

په پاکستان کې د چينايي وګړو په حفاظتي ګامونو د نیوکو په ترڅ کې ښاغلي مشاهد حسېن وېلي داسې ښکاري چې امنیتي اېجنسۍ اوده دي.

وايي که داسې حملې دوامداره وي نو نه يوازې چينايي وګړي بلکې نور غېر ملکي سرمایه کار به هم په پاکستان کې خپل کردار ته بيا کتنه کوي.

په کراچۍ پوهنتون کې په چينايي وګړو دشوي دې ځانمرګي برید نه وړاندې هم په پاکستان کې په چينايي وګړو داسې حملې شوې دي چې پړه یې یا خو بلوچ بېلتون خوښې وسله وال ډلې بلوچ لبریشن ارمي منلې او یا لا قانونه تحریک طالبان پاکستان.

تېر کال 2021 جولایي کې هم د خېبرپښتونخوا په برنۍ ضلعه کوهستان کې په داسو ډيم کې په کار کوونکو چينايي انجنئیرانو برید شوی ؤ چې پکې نهه چينايي وګړي او درې پاکستانيان وژل شوي وو.

د امنیتي چارو کارپوهه او د پاکستان د پوځ پخوانی افسر برېګېډییر رېټاېرډ سعيد نذیر ډيوه ته وویل ترهګري يو ګڼ اړخيزه جنګ دی او د ځانمرګي بريدونو مخنیوی کول مشکل وي.

هغه وايي پاکستان په سى پېک منصوبه د کار کوونکو چينايي وګړو د حفاظت لپاره ځانله يو ډوېژن پوځ جوړ کړې او ګمارلی یې دی خو وايي باید چې د چينایي وګړو د تګ راتګ لارې خوندي کړی شى او داسې ګاډي هم ورکول پکار دي چې بم پرې اغیز نه کوي.

هغه وایي داهم ضروري ده چې دچينايي وګړو د استوګنې لپاره په پاکستان کې ځانله کالونۍ جوړې کړل شى چې هغوي پکې ځانونه خوندي محسوس کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG