لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبلوچستان دوؤ ضلعو کې دهیضې وبا خوره شوې،څلور کسان مړه اؤ تر۱۵۰۰ زیات ناروغه شوي


بلوچستان هیضه
بلوچستان هیضه

دبلوچستان ایالت په دوؤ ضلعو ډیره بګټي اؤ هرنائي کې د هیضې په وبا څلور کسان مړه شوي اؤ تر۱۵۰۰ زیات نه دناروغۍ په حالت کې روغتونونو ته رسول شوي دي.

داتوار په ورځ د ډیره بکټي یو ځایي خبریال امام بګټي‌وي او ای ډیوه ته ویلي ددغه ضلعې په پیرکوه سیمه کې په هیضې داخته کیدو له تر اوسه څلور کسان مړه شوي اؤ تر۱۳سوؤ زیات نور ناروغه شوي چې دعلاج لپاره روغتونونو ته رسول شوي دي.

هم دا شان ګڼ‌ شمیر کسان په هرنایي سیمه کې هم دهیضې په وبا ناروغه شوي چې دواړو ضلعو کې د اغیزمنو کسانو شمیره تر۱۵۰۰ اوښتې ده

هرنایي اؤ ډیره بګټي دبلوچستان هغه سیمې ګڼل کیږي چې په قدرتي وسیلو پور معمور دي اؤ دقدرتي ګیس اؤ کویلې یا سکرو پریمانه ذخیرې لري خو ځايي خلک وایي چې په دغو سیمو کې دڅښلو اوبه پاکې نه دي اؤ دهغې په څښلو دیادو سیمو ګڼ شمیر خلک ناروغه شوي دي.

د ډيره بګټي ځایي خبریال امام بګټي وايي په هیضه اخته شوؤ ناروغانو کې زیاتره ماشومان دي اؤ هغوئ ته په روغتونو کې دصحت غوره اسانۍ هم نه دي ترلاسه .

دسیمې څخه دترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې په سیمه کې دانسانانو ترڅنګ دڅارویو مړینه هم روانه ده چې خلک یې سخت په ویره کې اچولي دي.

دبلوچستان دطبي مرستو دادارې پي پي‌ایچ ای یو تن مشر داود خان کاکړ وي او ای ډیوه سره خبرو کې په ډیره بګټي اؤ هرنایي ضلعو کې د هیضې د وبا خوریدو علت دسیمې دخلکو په خوراک څښاک کې بې احتیاطي بللې ده.

هغه وایي اغېزمنو سیمو ته یې په سمدستي توګه روغتیایي مرستې اؤ طبي مامورین لیږي دي .

نوموړي وویل وړومبۍ څیړنې ښایي چې په دغو سیمو کې په خلکو کې دهیضې ناروغي دخوراک څښاک په لړکې داحتیاط نه کولو له امله خوره شوې ده.

هغه وایي د هیضې له امله لا دچا دمړینې اطلاع مخې ته نه ده راغلې خو کوم خلک چې ناروغه شوي دهغوئ درملنه روانه ده.

خو خبریال امام بګټي بیا وایي په پیر کوه سیمه کې دڅښلو اوبه ناپاکې اؤ دصحت لپاره نقصاني دي چې دهغې په ځښلو دګڼو خلکو خیټې خرابې شوي دي اؤ هم پرې الټیانې لګیدلې دي.

دصحت صوبایي محکمې هم په یادو سیمو کې دهیضې د وبا خوریدو پخلی کړی خو دمړینو په هکله یې څه نه دي ویلي.

په قدرتي وسیلو پور معمور دبلوچستان د ډیره بګټي اؤ هرنائي سیمو استوګن زیاتره وخت خپلو سیمو کې د ژوند دبنیادي اسانیو د نیشتوالي فریاد کوي کوي اؤ وایي ددوئ دسیمو څخه هرکال دقدرتي وسیلو نه داستفادې په مد کې په اربونو روپۍ قامي خزانې ته ځي که بیا هم ددې سیمو خلک دهر رقم اسانیو نه محروم ساتل شوي دي.

داسې رپورټونه هم مخې ته راغلي چې ډیره بګټي کې دعلاج د غوره اسانیو دنشتوالي له امله دهیضه څخه اغېزمن ددغه سیمې زیاتره ناروغان دپنجاب ایالت د رحیم یار خان سیمې روغتونونو ته رسول شوي دي اؤ دهرنائي ضلعې ناروغان بیا دکوټې مرکز روغتون ته لیږل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دبلوچستان صوبایي حکومت دعوه کوي چې د کال ۲۰۲۱م اؤ ۲۰۲۲م په کلیزه بودیجه کې یې ۴۴.۶۹۴ بیلینه روپۍ یوازې د روغتیایي څانګې لپاره ځانګړې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG