لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دبینکونو 80 فیصده وړې قرضې یوازې پنجاب صوبه کې ورکړل شوي


د پاکستان مرکزي بینک وایي د روان مالي کال په وړومبیو 10 میاشتو کې دتیرو دوؤ کالو په پرتله تر ټولو زیاتې قرضې ورکړی شوي دي.

یاد بینک وایي د جولایې نه تر اپریل پورې شخصي څانګه کې 1کهرب او23 اربه روپۍ د قرضو په مد کې ویشل شوي خو په خیبرپښتونخوا کې واړه کاروباریان وایي 80 فیصده وړې قرضې په پنجاب صوبه کې ورکړی شوي دي.

دپښتونخوا د وړو کاروباریانو په وینا صوبه کې کاروباري بینکونو کې اربونه روپۍ جمع کیږي خو د کاروبارونو د نشتوالي ، دسختو شرطونو، کاغذي کارروایۍ او مذهبې رجحاناتو له امله هم په خیبر پښتونخوا صوبه کې د قرضو ورکولو شرحه ډیره کمه ده.

د خیبر پښتونخوا د سرمایه کارۍ بورډ وایي په صوبه کې د وړو کارخانو او کاروبارونو دپاره پورونه ترلاسه کول اسان کړی شوي او په صوبه کې د کاروباري بینکونو له خوا اسلامی بینکاري هم شروع شوې ده.

د پاکستان مرکزي بینک وایي د روان مالي کال د جولایي میاشتې نه تر اپریل پورې په 10 میاشتو کې 1.23 کهربه روپۍ په شخصي پورونو کې ورکړل شوي چې په تیرو دوه کالو کې دا تر ټولو زیات رقم دی.

د بینک وینا ده تر دې وړاندې په کال 2021م کې هم په دومره موده کې 415 اربه روپۍ قرضې ورکړې شوې وې.

په خیبر پښتونخوا کې د وړو کاروبار کوونکو داتحادیې مشر سجاد خان وایي وړو کارخانه دارو ته د ورکړل کیدونکو قرضو په سکیم کی 80فیصدي قرضې پنجاب اخستي او د خیبر پښتونخوا کاروبار کوونکي د هغې نه خبر هم نه دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل په صوبه کې د مذهبې رجحاناتو ، دبینکونو دپیچلې کاغذي کارروایۍ دعمل او سختو شرطونو له وجې اکثره کاروبار کوونکي قرضې هم نه اخلي.

سجاد احمد وایي په خیبرپښتونخوا کې یوازې وړې کارخانې دي او نزدې 70فیصدي روزګارونه ددې نه ترلاسه کیږي.

هغه وایي دپنجاب او سند صوبو په څير د خیبرپښتونخوا کاروباریان هم ټیکسونه ورکوي نو باید چې حکومت دوئ ته هم پام وکړي.

"ددی 80فیصده برخه په پنجاب کې لګولی شوې او هلته دا قرضې اخستل شوي، د بینکونو عمل دومره پيچلی دی چې کاروباري تن د بینکونو نه واپس لاړ شي، مونږ خلکو ته روزګارونه ورکړي نو باید چې حکومت مونږ ته هم مراعات راکړي "

خو بل لوري ته د خیبر پښتونخوا د سرمایه کارۍ د بورډ غړی اصغر خان اتمانخیل وي او ای ډیوه ته وایي په خیبر پښتونخوا کې صوبایي حکومت وړو کارخانه دارو او کاروبار کوونکو ته اسانتیاوې برابرې کړې دي.

هغه وایي مرکزي بینک په 6فیصدي سود قرضې اعلان کړې وې خو صوبایي حکومت دا شرحه 2فیصدي ته راکمه کړه او بل دا چې په صوبه کې اسلامي بینکاري هم دوام لري.

"د خیبر پښتونخوا حکومت وړو کاروبار کوونکو ته د سود شرحه د 6فیصدي نه 2فیصدي ته راوسته او اسلامي بینکاري هم په کاروباري بینکونو کې شروع شوې ده، کامیاب جوان او نورې نرمې قرضې هم په دې کې شامل دي،وړاندې به یوازې غټو کاروبار کوونکو قرضې ترلاسه کولې خو صوبایي حکومت داځل وړو کاروبارونو ته هم اسانتیاوې ورکړې"

مرکزی بینک دعوه لري چې روان مالي کال کې د زیاتو شخصې قرضو څخه داسې څرګندیږي چې سږکال د حکومت له خوا ټاکل شوی د پرمختیا د 4 نه تر 5فیصدي پورې هدف ترلاسه کړی شي.

څېړونکي وایي د کرونا وبا وروسته پاکستان کې کاروبارونه خراب شوي وؤ او په کاروبارونو د خرڅونو او ګرانۍ له وجې هم زیاتې قرضې اخستل شوي .

دمرکزی بینک د شمیرو تر مخه په پاکستان کې په مجموعي توګه وړو کاروبار کوونکی ته د قرضو شرحه 15فیدي ده او کاروباریان وایي په ملکی کچه د قرضو په ویش کې انصاف نه کیږي.

مرکزی بنک وایې تیر کال 2021 کې په سند صوبه کې 53فیصدي قرضې ورکړی شوي، په پنجاب صوبه کې دا شرحه د 40 فیصدي نه زیاته وه ،په خیبر پښتونخوا کی د 1نه تر 2فیصدي پورې او په بلوچستان صوبه کې 0.18فیضدي شخصي قرضې ورکړی شوي دي.

اقتصادي پوهان وایې بیا په دې قرضو ترلاسه کولو کې د ښځو کچه د نشت برابر ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG