لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه:روانه اوونۍ دګرمۍ زور ماشومان او سپین ږیري ناروغۍ سره مخ کولی شي،ډاکټران وايي


د پاکستان د نورو ايالتونو په څېر په بلوچستان کې هم د ګرمۍ شدت زيات شوی دی اؤ د بلوچستان د موسمياتو محکمه وايي، چې روانه اوونۍ په ايالت کې ترټولو زياته ګرمي په سيوۍ سيمه کې ريکارډ شوې ده چې شدت يې شپږڅلوېشت سينټې ګرېډ ته رسېدلی دی.

د ايالت په مرکز کوټه کې دري دېرش سينټي ګرېډ، ږوب کې پنځه دېرش، بارکهان کې شپږدرېش، دالبندين کې نهه دېرش، ګوادر کې څلور دېرش، قلات کې اته ويشت، خضدار کې پنځه دېرش، لسبېله، نوکنډي او تربت سيمو کې يوڅلوېشت سينټې ګرېډ ګرمي ريکارډ شوې ده.

د محکمه موسميات او فلکيات چارواکي محبوب مندوخېل وي او ای ډيوه ته وويل له نن څخه بيا تر يوې اوونۍ پورې به د ايالت په ځينو سيمو کې د تودوخې درجه تر معمول له اتوؤ ترڅوارلسو سينټي ګرېډ زياته وي.

"د ګرمۍ له امله به انسانان، ځناور او فصلونه زيات اغېزمن شي. په یادو سيمو کې د انسانو د ناروغۍ او د اوبو د سطحې د کمېدو زياته وېره ده. د بلوچستان ږوب، لسبېله، سيوۍ او دالبندين زياتې ګرمې سيمې دي"

ډاکټران وايي، چې خلک بايد له ګرمۍ د ځان خوندي ساتلو لپاره د دوئ پر لارښوونه عمل وکړي. او خپل ماشومان له ګرمۍ خوندي وساتي.

د ماشومانو ډاکټر عزيزالرحمن حريفال وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل خلک بايد خپلو ماشومانو ته يخ مشروبات ورکړي او هغه له لمر خوندي وساتي.

"د ګرمۍ د شدت له امله سپين ږيري او په خاصه توګه ماشومان ډېر اغېزمن کېدلای شي. په کار ده چې ماشومان له کوره بهر پرې نه ښودل شي. باغونو يا يخو ځايونه ته بوتلل شي. اسکولونو ته بايد په وين کې يوړل شي. د زياتې ګرمۍ له امله د ماشومانوپه بدن کې اوبه کمېدلای او نور ناروغان کېدلای شي. د سپين ږيرو د پختورګو د فېل کېدو هم خطر وي"

د بلوچستان د زراعت چارواکي وايي، چې په موسم کې د شدت وجه د بارانونو نشتوالی دی چې له امله یې د اوبو کچه هم ډېره ټيټه شوې او فصلونو ته هم د زيات زيان اوښتو خطر دی.

د بلوچستان د زياتره سيمو خلک پر زراعت خپل ژوند کوي، خو اوس چې د غنمو فصل تيار دی، کرونده ګر اندېښنه لري چې د زياتې ګرمۍ له وجې د غنمو د دانې وزن یا سايز کم شوی دی ځکه چې دتېرو څو اوونيو راهسې بارانونه نه دي شوي او د اوبو سطحه هم ټيټه شوې ده.

چارواکي محبوب مندوخېل له کروندګرو غوښتي چې د خپلو فصلونو د خړوبولو لپاره دې د اوبو مناسب بندوبست وکړي. او د سهار له لسو بجو بيا تر پنځوؤ بجو پوري خپلو باغونو ته دې نه ځي.

"خلک دې پر سر لمده کپړه ږدي او له هر پنځلس يا شل منټ وروسته دې اوبو څښي. که خلک احتياطي تدابير خپل کړي، د ګرمۍ له سخت اغېز به خوندي پاتې شي"

په بلوچستان کې د ګرمۍ له شدت سره سم د کوټې په شمول په نورو لويو ښارونو کې د بجلۍ لوډشېډنګ هم زيات شوی دی.

په بلوچستان کې د محکمه موسميات چارواکي وايي، چې سږکال به په ايالت کې د ګرمۍ شدت دومره زيات وي چې په تېرو څو کلونو کې نه دی ليدل شوی, چې لامل يې د بارانونو نشتوالی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG