لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپنجاب دګورنر په ګوښه کولو پاکستان کې روان سیاسي کړکیچ نور هم زیات شوی


دپنجاب صوبې دګورنر عمرسرفراز چیمه دخپل منصب څخه دګوښه کولو پسر پاکستان کې د وړاندې نه روان سیاسي کړکیچ نور هم زیات شوی اؤ دحکومت مخالف ګوند مشر عمران خان وایي عدلیې ته په غیراییني ګام له خپله انده نوټس اخستل پکار دي.

ښاغلي چیمه هم خپله برطرفي مسترد کړې ده خو دپنجاب صوبې حکومت بیا دګورنر نه دهغه امنیت نیوکي عسکر بېرته اخستي اؤ دګورنر ماڼۍ ته یې دهغه په ننوتلو بندیز لګولی دی.

دتحریک انصاف ګوند سره تړاؤ لرونکی ګورنر عمر سرفراز چیمه تیره شپه وروسته له هغې د وزیراعظم شهباز شریف په امر له خپلې دندې ګوښه کړل شو چې دهیواد صدر ډاکټرعارف علوي د ګورنر دګوښه کولو په اړه د وزیراعظم لخوا هغه ته لیږل شوې دوهمه سپارښتنه هم رد کړه.

دګل په شپه کیبینټ ډویژن د ګورنر چیمه دګوښه کولو اعلامیه خپره کړې ده چې ددغه اعلامیې له مخې دنوي ګورنر ترټاکنې به دګورنر ذمه وارۍ دپنجاب اسمبلۍ اسپیکر ترسره کوي.

دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان دګورنر په ګوښه کیدو سخت غبرګون ښودلی اؤ ویلي یې دي اړینه ده چې سپریم کورټ دمعاملې نزاکت ته په کتلو په دې اړه ټولو چارو ته له خپله انده کتنه وکړي.

پخپل یو بیان کې عمران خان ویلي حکومت پنجاب کې اییني انتشار اؤ فساد ته هوا ورکوي اؤ دټولو دستوري تقاضو نه په مخ ګرځولو یې دصدر دمنصب سپکاوی کړی دی.

پاکستان کې ځینې قانون پوهان په دې نظر دي چې دهیواد دایین له مخې ترکومې چې دصدر خوښه وي ګورنر دهغه په منصب ساتلی شي خو یوه ډله قانون پوهان بیا وایي چې صدر د وزیراعظم دمشورې پابند دی اؤ وزیراعظم ته ایین واک ورکړی دی چې یو ګورنر له خپل منصبه ګوښه کړي.

پخواني ګورنر عمر سرفراز چیمه دهغه دګوښه کیدو په اړه خپره شوې اعلامیه رد کړې ده اؤ دخپلو قانوني ماهرینو سره یې د راتلونکې تګلارې لپاره سلا مشورې پیل کړې دي.

په عین حال کې دپنجاب حکومت دعمرسرفراز چیمه نه امنیت ساتونکي بیرته اخستي اؤ دګورنر ماڼۍ ته دهغه په ورتګ یې بندیز لګولی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي دګورنر دماڼۍ مخې ته کلک امنیت نیول شوی اؤ امنیتي مامورینو ته وینا شوې ده چې ګورنر ترې باید په هیڅ توګه ماڼۍ ته دننه نه شي.

دخپلې څوکۍ نه لرې کړی شوی ګورنر عمر سرفراز چیمه دعمران خان دګوند سره کلکې اړیکې لري اؤ هغه پنجاب صوبه کې د مسلم لیګ نواز ګوند دحکومت جوړیدو تر دې حده مخالفت کړی ؤ چې دپنجاب وزیراعلا حمزه شهباز شریف ته یې دلاهور هایکورټ دامر باوجود دسوګند ورکولو نه انکار کړی ؤ.

ښاغلی چیمه دریځ لري چې پنجاب کې دحمزه شهباز حکومت دټکۍ دلارې جوړ شوی اؤ هغه ته دسوګند ورکولو په بابله دعدلیې امر هم دپاکستان دایین پرضد دی.

وزیراعظم شهباز شریف دوه کرته د ګورنر دمنصب نه دښاغلي چیمه دګوښه کولو سپارښتنه دهیواد صدر ته کړې وه خو صدر هم ددغې سپارښتنې منلو نه انکار کړی ؤ اؤ تیره شپه یې پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې ګورنر هیڅ غیراییني کار نه دی کړی ځکه نو هغه دخپل منصب نه ،نه ګوښه کوي.

دهیواد دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وایي په جمهوریت کې دصدر منصب علامتي وي اؤ هغه هیڅ واک نه لري چې د وزیراعظم سپارښتنه رد کړي.

پخپل یو بیان کې رانا ثناء الله دپنجاب لرې کړل شوي ګورنر ته خبردار ورکړی چې په شرافت سره باید کور ته ولاړ شي اؤ نوی جنجال دې نه جوړوي ګنې دایین اؤ قانون ماتوونکي دې په بل صورت کې د دعدالت اؤ ولس سزا ته ځان تیار وساتي.

XS
SM
MD
LG