لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې خبریالانو دمطبوعاتو ازادۍ لپاره حکومت ته دشلو نکتو غوښتنلیک سپارلی


پاکستان کې د صحافيانو تر ټولو لويې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس نوي حکومت ته د هېواد دننه د مطبوعاتو او رایې د اظهار د ازادۍ په اړه شل نکته ییز غوښتنلیک وړاندې کوي.

دې غوښتنلیک کې هغه ټولو جابرانه قوانینو ته د بېا کتنې او یا پکې د بدلون راوستو غوښتنې شوي کوم چې د مطبوعاتو د ازادۍ په لاره کې ځنډ جوړېږي.

دصحافيانو د غوښتنو دا فهرست د نهې په ورځ اسلام اباد پرېس کلب کې د نوي حکومت په مرکزي کابينه کې شامل کړي شوي وزیر جاوېد لطيف ته سپارلی دی.

د صحافيانو لخوا د غوښتنو په دغه شل نکاتي غوښتنلیک کې د هېواد دننه د مطبوعاتو د ازادۍ او مالوماتو ته د لاس رسي حق د لا نور مضبوطولو لپاره د حکومت څخه د دستور نولسمې او نولسم الف مادو ته د پارليمان د لارې د بيا کتنې غوښتنه شوې ده.

دپاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس لخوا حکومتي وزیر جاوید لطيف ته ورکړل شوي د غوښتنو په فهرست کې دا غوښتنه هم شوې چې د مطبوعاتو د ازادۍ په لاره کې ځنډ جوړېدونکې ټول جابرانه قوانین دې ختم او یا دې پکې بدلون راوستل شي.

په دغو غوښتو کې ويل شوي چې صحافيان به دپاکستان تحریک انصاف په تېر حکومت کې د مېډیا او د اختلافي غږونو د غلي کولو لپاره معرفي کړل شوي د پاکستان مېډيا ډوېلپمنټ اتهارټۍ او د کال 2022م د پيکا لنډ مهاله قانون یا ارډيننس ونه مني.

دخبریالانو په غوښتنو کې په اوسني حکومت غږ شوی چې د پاکستان تحریک انصاف د تېر حکومت په څېر د مطبوعاتو او اختلافي غږونو د غلي کولو دپاره باید د الېکټرانيکي مېډيا د انتظام ادارې پيمرا د کارولو او سنسرشپ لګولو نه ډډه وکړي.

دپي ایف یو جی عمومي سکتر ناصر زیدي ډيوه سره په دې اړه خبرو کې وېلي چې نوي وزیر جاويد لطيف د صحافيانو غوښتنې واورېدې او باور یې ورکړو چې دا اوسنی حکومت به د هېواد دننه د مطبوعاتو د ازادۍ په موخه کې د صحافيانو څنګ ته ولاړ وي او غوښتنو ته به یې هم مثبت غبرګون ووایي.

هغه وايي، مونږ حکومت ته د صحافيانو د تحفظ بل یا قانون کې د خبریال د کوټلي یا جامع تعریف کولو او په دې کې د وېډيو او مطبوعاتي کېمره مېن د صحافي په توګه د شاملولو اوددې د قانون شپږمې مادې ته د بيا کتنې کولو غوښتنه کړې ده.

دښاغلي زیدي په وینا که څه هم جرنلسټس پروټېکشن بل تېر حکومت د صحافيانو د خېر ښېګړې په نامه جوړ کړی ؤ خو په شپږمه مادې کې ورسره د خبرېال دپاره سزاګانې هم ايښودل شوي.

موجوده حکومت د راتلو سره په هېواد کې د مطبوعاتو د ازادۍ ژمنه کړې هم کړې وه.

د پاکستان د صحافيانو لخوا حکومت ته د صحافيانو د روزګار د تحفظ او دمطبوعاتو د ازادۍ په اړه د غوښتنو دا فهرست په داسې حال کې سپارلی دی چې د رسنيو د ازادۍ په نړيواله درجه بندۍ کې د تېر يو کال په مهال د پاکستان دننه د مېډيا ازادي 12 درجې نوره هم ښکته تللې ده او اوس دا هېواد د رسنيو په ازادۍ کې د افغانستان سيال هم نه دی پاتې شوی چرته چې د طالبانو حکومت دی.

دصحافيانو تنظيمونه وايي چې پاکستان کې تېر کال 2021 کې د صحافيانو او رایې د اظهار ازادۍ لپاره دې هېواد کې عدم برداشت نور هم کم شوی.

دصحافت د نړيوالې ورځې په مناسبت وړاندې ورځو کې د غېر دولتي تنظيم فريډم نېټ ورک له خوا جاري شوي کلني راپور کې ويل شوي چې د هېواد دننه د کال 2021م او کال 2022م اپریل میاشتې پورې په خبریالانو د بريدونو ،ځورولو او د مطبوعاتي سرغړونو 86 پېښې رامنځته شوي او په دغه مهال څلور خبريالان وژلي شوي هم دي.

رپورټ کې ويل شوي چې په پاکستان کې د ډېجټل ميډيا لپاره کارکوونکي صحافيان په دوامداره توګه په نخښه کېږي او په دغه هېواد کې غېر رياستي عناصر د صحافيانو دپاره تر ټولو غټ ګواښ دی.

د اپریل په لسمه ړنګ کړی شوى د پاکستان تحریک انصاف حکومت به دعوې کولې چې هېواد کي مطبوعاتو ته د غربي هېوادونو نه هم زياته ازادي ترلاسه ده.

ډيوه سره خبرو کې د پاکستان لپاره د بې پولې خبریالانو د نړیوال تنظیم استازي او د فريډم نېټ ورک مشر اقبال خټک وايي په تېرو دريوو کلونو کې د پاکستان دننه د مطبوعاتو د ازادۍ دستوري حق ته سخت زیان رسېدلی دی.

هغه وايي د تيرو دريوؤ کلونو په څېر اوس هم په پاکستان کې د خبریالانو لپاره حالات ډېر ښه نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د صحافت د نړیوالې ورځې په مناسبت جارى کړي خپل پېغام کې وېلي چې امریکا په پاکستاني رسنیو او مدني ټولنه د ايښودل شوو قدغنونو څخه خبر ده او ویلي دي چې د رایې د څرګندونو په ازادۍ داسې قدغنونه ددغه هېواد انځور او د پرمختيا توان ته ضربه ورکوي.

د تحريک انصاف په پخواني حکومت کې که يو خوا د مطبوعاتو ضد يوشمير لانجمن قوانین معرفي کړی شوي وو نو بلخوا په ځنې صحافيانو مرګوني بریدونه او ورسره وهل ټکول هم شوي وو چې هغوي به یې تورونه د هغه وخت په حکومت او پوځي ادارو پورې کول.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG