لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشهباز شریف حکومت ولې د هیواد صدر له خپلې څوکۍ نه شي لرې کولی؟


د پاکستان وزير اعظم ميا شهباز شريف وایي دهېواد صدر ډاکټر عارف علوي د ايين پر ضد کارونه کړي او د هغه خلاف اييني پيټيشن داير کېداې شي خو په دې معامله کې يې د صبر او زغم تګلاره خپله کړې ده۔

دقانوني چارو پوهان وايي چې ترکومې صدر په خپله څوکۍ موجود وي نو د هغه په ضد څه قسم مقدمه نه شي کېدای او دا چې د صدر دمواخذې وروسته حکومت بيا کولی شي چې د صدر خلاف عدالت ته رجوع وکړي۔

پوهان په دې نظر دي چې موجوده اتحادي حکومت سره د صدر لرې کولو لپاره د پارليمان د غړو شمېره نه ده پوره ځکه د صدر لري کول ممکن نه دي۔

د جيونيوز د يو خبر ترمخه د پاکستان وزير اعظم ميا شهباز شريف پخپل په يوبيان کې ويلي چې د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي د پاکستان تحريک انصاف ګوند اله کار جوړشوی او د ايين خلاف ورزي کوي۔

په دې هکله د پېښور هايي کورټ وکیل ميا عزيز الدين کاکاخيل وي او ای ډيوه ته وايي چې د نورو اييني عهدو په څېر د پاکستان صدر به هم د سياست پرته بې پلوه کردار لوبوي۔

نوموړي زياته کړه چې د صدر پاکستان، دقامي اسمبلۍ دسپيکر، د سینیټ دچېرمېن، د صوبو دګورنرانو او د صوبايي اسمبلو دسپيکرانو عهدې بې پلوه دي او دې سره سره د وزيراعظم عهده به هم غېر جانبداره وي او دوی به بې پلوه خپل رول لوبوي۔

هغه وايي چې موجوده حالاتو کې چې کوم د پاکستان صدر دی نو د ايين د غېر جانبدارۍ د اصولو ترمخه هغه سره دا واک نشته چې د يوې پارټۍ طرفداري وکړي۔

د پېښور هايي کورټ اېډوکېټ ملک اجمل خان وي او ای ډيوه ته وايي چې د قامي اسمبلۍ او سېنيټ غړو ته دا واک ترلاسه دی چې په ايين کې دليکل شويو علتونو په اساس د قامي اسبملۍ سپيکر او سنیټیران د سېنټ چېرمېن ته د صدر د مواخذې لپاره درخواست ورکړي۔

نوموړي زياته کړه چې د صدر لرې کولو لپاره د دستور په 47 ماده کې ورکړل شوې لاره خپلېدلې شي۔

هغه وايي صدر په هغه صورت کې لرې کېدای شي چې کله دی په ذهني يا جسماني توګه ناروغه وي او صحت اجازت نه ورکوي، بل دا چې ايين خلاف ورزي وکړي يا کوم غټ ناوړه چلند وکړي۔

د خبر ترمخه وزير اعظم ميا شهباز شريف دا هم ويلي چې د صدر پاکستان ډاکټر عارف علوي پرضد اييني پيټيشن داير کېداې شي خو په دې معامله کې يې د صبر او تحمل لاره خپله کړې ده۔

د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د سياسیاتو د څانګې استاد ډاکټر شاه نواز خان وايي د ايين 248 ماده ښايي چې ترکومه صدر په خپله څوکۍ موجود وي نو د هغه خلاف څه قسم مقدمه نه شي جوړېدلې،

هغه وايي صدر د خپلې څوکۍ نه لرې کولو لپاره موجوده اتحادي حکومت سره د پارلېمان د غړو اړینه شمېره نه ده پوره۔

نوموړي دا هم وويل چې د ايين ترمخه د صدر مواخذې لپاره سینیټ اؤ قامي اسمبلۍ کې په دریو کې دوه برخې اکثریت پکار دی او په دې کې هم بيا يو شرط دا هم دی چې دوی سره به 297 ممبران وي کوم چې دا وخت د موجوده حکومت سره نشته ګنې تر اوسه به دوی صدر لرې کړی ؤ۔

د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي د وزير اعظم ميا شهبار شريف هغه وړانديز مسترد کړی و چې پکې د پنجاب صوبې د ګورنر لرې کولو غوښتنه شوې وه۔

خو وفاقي حکومت د صدر د مزاحمت باجود د پنجاب ګونر عمر سرفراز چيمه د خپلې څوکۍ څخه لرې کړی دی۔

د هېواد تېر وزير اعظم او د پاکستان تحريک انصاف ګوند چېرمېن عمران خان د پنجاب ګورنر لرې کولو په غبرګون کې ويلي چې بايد د پاکستان سپريم کورټ د موجوده حالاتو په تناظر کې د دې معاملې په اړه له خپله انده نوټس واخلي

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG