د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير ته د سيند هايکورټ په بله مقدمه کې ضمانت ورکړو. له دې وړاندې د پاکستان سپريم کورټ هغه ته په يوه مقدمه کې ضمانت ورکړی خو د هغه پرضد بله مقدمه روانه ده او د ضمانت په خواست يې سبا اورېدنه ټاکل شوې ده.
د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (11 مې) وي او اې ډیوه ته وویل، چې سيند هايکورټ د پينځه لکه روپو مچلکو په عوض د علي وزیر ضمانت منظور کړو.
د علي وزیر په ضمانت منظورېدو د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ویلي، سبا د ترهګرۍ ضد بل عدالت کې د هغه پېشي ده، دوی په هغې کې هم د انصاف تمه لري.
د 2018 مقدمه
علي وزیر ته چې نن په کومه مقدمه کې ضمانت ورکړی شو، دا مقدمه په کال 2018 کې د علي وزير او هغه سره د نورو کسانو پرضد د کراچۍ په شاه لطيف ټاون تاڼه کې هغه وخت جوړه شوې چې دوی د پي ټي اېم د جلسې دپاره کمپاين کولو.
په دې مقدمه کې په علي وزير فرد جرم لګول شوی، او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت پکې په 15 فرورۍ د هغه د ضمانت خواست رد کړی وو.
د 2020 مقدمه
علي وزیر د 2020 د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی په کومه مقدمه کې چې سپريم کورټ د تير کال د نومبر په 30 د هغه ضمانت منظور کړی وو.
دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې تور لګولی شوی چې جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړې وه.
د علي وزیر پرضد چې د کال 2020 مقدمه په عدالت کې روانه وه، د دغه مقدمې د اورېدنې په مهال د کال 2018 په مقدمه کې د هغه ګرفتاري تېر کال د جون په مياشت کې ښودل شوې او د کراچۍ د ترهګرۍ په لسم نمبر عدالت کې پرې بيا دغه مقدمه روانه وه.
د 2019 مقدمه
او د کال 2018 د مقدمې د اورېدنې په مهال د هغه په بله مقدمه کې ګرفتاري ښکاره کړی شوې وه، دغه مقدمه د پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2019 کې د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه.
د روان کال د فرورۍ په میاشت کې په ياده مقدمه کې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت د هغه د ګرفتارولو حکم کړی وو.
په ياده مقدمه کې د پي ټي اېم يو فعال عالمزېب مسيد نيول شوی او بيا د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د عالمزېب مسيد د ضمانت خواست رد کړی او په 16 ستمبر 2019 سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی وو.
دغه اورېدنه چې اوس هم د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت کې روانه ده، قادر خان اېډوکېټ وايي، په دغه مقدمه کې هم د ضمانت خواست ورکړی شوی او سبا د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (12 مې) پکې اورېدنه ټاکل شوې ده.
د علي وزیر دپاره د پي ټي اېم پرلت
د علي وزير د خوشي کولو دپاره پي ټي اېم د روان کال د فرورۍ د 13 نه تر اتم مارچ پورې د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت کړی وو، دغه پرلت وروسته له هغې د يوې مياشتې دپاره ځنډول شوی چې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ویلي سيند حکومت ورسره مذاکرات کړي او د دوی د غوښتنو منلو باور يې ورکړی دی.