لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایا دپاکستان دایین له مخې قامي اسمبلۍ کې داپوزیشن دمشر ټاکنه ضروري ده؟


Parliament of pakistan

پاکستان کې دایيني او قانوني چارو پوهان وايي د پاکستان د قامي اسمبلۍ د قانوني او دستوري حېثيت لپاره ضروري نه ده چې ګني په قامي اسمبلۍ کې دې ارومرو دمخالفو ډلو مشر هم وي.

د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ د اتحادي حکومت د جوړېدو باوجود لا هم په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو په څوکۍ د مشر په توګه څوک نه دي ټاکل شوي او په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو په څوکو ناست د ګرېنډ ډېموکرېټک الاېنس غړو د مخالفو ډلو د مشر تر ټاکل کيدو د اېوان د کاروایۍ څخه باېکاټ اعلان کړی.

په اسلام اباد کې د پارليمان په دستوري چارو نظر لرونکی ماهر احمد بلال محبوب وايي د مخالفو ډلو دمشر په نيشتوالی د قامي اسمبلۍ په قانوني او دستوري حېثيت کوم اثر نه غورځېږي خو دا اسمبلي او ددې پرېکړې به په سياسي توګه کمزورې بلل کېږي.

تېره ورځ د قامي اسمبلۍ د غونډې په مهال د مخالفو ګوندونو په څوکو ناست د ګرېنډ دېموکرېټک الاېنس سره تړاو لرونکو غړو د مخالفو ډلو دمشر په نه ټاکل کيدو احتجاج او د ایوان د کاروایۍ څخه یې بایکاټ یا پریکون هم کړی ؤ.

غونډې ته خپله وینا کې د جي ډي ای غړې او د قامي اسمبلۍ پخوانۍ سپيکرې فهميده مرزا وویل حکومت له به ارومرو اپوزيش ته غوږ اېښودل وي او که چیرې حکومت د مخالفو ډلو نه اوري نو وايي بيا به د حکومت دننه چې کوم اپوزیشن راوځي نو هغه به ونه زغملی شي.

په اسلام اباد کې د پارليمان په چارو دنظر لرونکي غېر دولتي تهنک ټهېنک مشر احمد بلال محبوب ډيوه ته وايي چې د مخالفو ډلو دمشر په نيشوالي د قامي اسمبلۍ په قانوني حېثيت کوم سوال نه شي راپورته کېداې.

هغه وايي د پاکستان تحریک انصاف په تېر حکومت کې هم په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو د هغه وخت مشر شهباز شريف ډېر وروسته وټاکل شو.

هغه وايي خو دا په سياسي توګه دحکومت پوزبشن ضررور کمزوری کوي چې په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر نه وي.

دهغه په وینا دې کې هېڅ شک نه شته چې داپوزیشن په غیر موجودیت کې د اسمبلۍ فېصلې او د قانون سازۍ عمل به هم کمزوری وي.

د تيرې نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه کې د مخالفو ډلو دمشر دنيشتوالي له کبله حکومت د اوسني صدر عارف علوى پرضد ټاکل شوي د غندنې قرار داد په وړاندې کولو کې ناکامه شو.

د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرویز اشرف اسمبلۍ ته وېلي چي د مخالفو ډلو مشر به ډېر زر وټاکل شي.

د نوموړي وېنا وه چې څوک هم په اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو څخه د زياتو غړو مرسته ترلاسه کړي نو هم د هغې ډلې نه به د مخالفو ګوندونو مشر جوړ کړي شي.

په پېښور پوهنتون کې د سياسياتو په څانګه کې پروفيسر عبدالروف ډيوه ته وویل که څه هم په قامي اسمبلۍ کې لا څوک د مخالفو ډلو د مشر په توګه نه دی ټاکل شوی خو دا اسمبلي او ددې فېصلې به قانوني او دستوري ګڼل کېږي.

دې بيا وايي په اخلاقي توګه پکار ده چې په قامي اسمبلۍ حکومت مخالفه ډله او د هغې مشر هم وي او د اسمبلې دننه د قانون د جوړښت په عمل پوره بحث کېږي.

هغه وايي د پارليماني جمهوري روایاتو مطابق خو نه ده پکار چې په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر نه وي.

"که مونږ وګورو نو د پاکستان تحریک انصاف په دې تېر حکومت کې خو مخالفې ډلې او د هغې مشر هم ؤ. خو حکومت په خپلو فېصلو لکه قانون جوړولو کې له ځانه سره نه وؤ شامل کړي"

ښاغلي وايي "که څه هم په قامي اسمبلۍ کې به د هغه وخت د مخالفو ډلو غړو تقريرونه کول خو مونږ ټولو ته دا مالومه ده چې زموږ په پارلیماني تاريخ کې دغه داسې دور پاتې شوی چې د مخالفو ډلو مشر او نورو غړو په قانون سازۍ او کمېټانو کې د حکومتي تګلارې له امله هغه شان کردار نه ؤ لوبولی کوم چې له دې مخکې د تېرو حکومتونو په دور کې یې ترسره کړی ؤ"

مطبوعاتي رپورټونه وايي د پاکستان تحریک انصاف او مسلم ليګ ق ډلې دوؤ باغي غړو نور عالم خان او راجه ریاض په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو د مشر د څوکۍ اميدواران دي او دوي د ملګرو غړو لاسلیک شوې خواستونه د قامي اسمبلۍ سپيکر ته ورکړي دي.

احمد بلال محبوب وايي پاکستان تحریک انصاف ګوند حق او جواز نه لري چې د مخالفو ډلو دمشر د نيشتوالي په پلمه د قامي اسمبلۍ د پرېکړو په قانوني حېثيت سوالونه پورته کړي ولې چې هغوي له مخکي څخه د اسمبلې نه استعفاګانې ورکړي دي.

نوموړی وایي د اسمبلۍ په قاعدو کې په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر د ټاکلو طريقه کار ليکل شوی. او د هغې ترمخه هغه تن به په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر جوړېږي چې چا سره د زياتو غړو مرسته وي.

ښکاره دې وي چې د پاکستان تحریک انصاف 123 غړو په اېړه د اپریل په 11 هغه مهال د قامي اسمبلۍ د څوکیو څخه استعفاګانې ورکړې وې چې لا هم د وزير اعظم په څوکۍ د چا انتخاب نه ؤ شوی.

د قامي اسمبلۍ اوسني سپيکر راجه پرویز اشرف تر اوسه پورې د پاکستان تحریک انصاف د غړو استعفاګانې نه دي منظورې کړې اؤ وایي دغه غړي به د سپيکر په وړاندې د خپلو استعفاګانو تصديق کوي.

پروفیسر عبدالروف وايي چې په قامي اسمبلۍ کې په قانوني توګه د مخالفو ډلو دمشر نه ټاکنه د قامي اسمبلۍ په فېصلو کوم بد اثر نه کوي.

هغه وايي د قانون ترمخه چې په قامي اسمبلۍ کې کوم بل یا قانون په اکثریت سره منظور شي نو هغه قانون جوړ شي، يعني دا به کوم قانوني قباحت ونه لري، ولې په اخلاقي او سياسي توګه پکار وي چې په اسمبلۍ کې دې اپوزپش هم وي.

په قامي اسمبلۍ کې د ګرېنډ ډېموکرېټک الاېنس غړو چې په تېر حکومت کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند اتحاديان هم وؤ اعلان کړی چې په قامي اسمبلۍ کې به د مخالفو ډلو د مشر تر ټاکنې بايکاټ کوي.

XS
SM
MD
LG