په کراچۍ کې چې د نن نه 15 کاله وړاندې د هغه وخت د سپريم کورټ د معزول کړی شوي چيف جسټس دپاره د سياسي ګوندونو فعال، وکيلان او نور ګڼ خلک په سړکونو راوتی او خونړۍ پېښې رامنځته شوې وې، سياسي ګوندونه او وکيلان وايي، په دغه ورځ وژل شوو خلکو ته تر ننه پورې انصاف ترلاسه نه شو.
د عوامي نيشنل ګوند د سيند صوبې جنرل سيکرټري يونس بونيری وايي، په 12 مې 2007 په کراچۍ رامنځته شوو پېښو د دې ملک سياست بدل کړی دی.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "په دغه ورځ په کراچۍ کې سياسي خلک د هغه وخت د معزوله چیف جسټس افتخار چودري او عدليې د ازادۍ دپاره راوتلي، خو د ډکټېټر پروېز مشرف په واکمنۍ کې چې په سيند صوبه کې د متحده قومي مومنټ (اېم کيو اېم) ګوند اتحادي حکومت وو، او دلته په دغه ورځ کوم فاشزم او بربريت وشو، او 48 کسان ووژل شو چې پکې 22 د عوامي نيشنل ګوند وو، دې خلکو د عدليې دپاره قرباني ورکړه خو هغه عدليې بيا دې خلکو ته انصاف ور نه کړو".
په 2007 م کال کې د پخواني پوځي امر جنرل پرويز مشرف په حکومت کې د پاکستان د سپريم کورټ د هغه وخت معزول کړی شوي چيف جسټس افتخار محمد چودري د خپلې څوکۍ څخه لرې کړی شوی، او د دې پريکړې پر ضد په ټول ملک کې سياسي ګوندونو او وکيلانو احتجاجي لړی پېل کړی وو، په هم دې لړ کې افتخار محمد چودري په 12 مې کراچۍ ته ورغلی وو، د پښتنو سياسي ګوندونو په شمول د پاکستان بېلا بۍلو سياسي ګوندونو د هغه په حق کې راوتلي وو، په دغو جلوسونو کې په سړکونو دپاسه ډزې شوې وې.
په دغو پېښو کې د 50 پورې کسانو وژلو دعوه کيږي.
سياسي ګوندونه او وکيلان د 12 مې 2007 د پېښو زمه وار پروېز مشرف او په سيند صوبه کې د هغه د هاغه وخت اتحادي اېم کيو اېم ګوند ګرځوي.
خو اېم کيو اېم ګوند په خپله هم دعوه کوي چې په دغه ورځ يې کارکنان وژل شوي وو.
خو د ياد ګوند روان کال په دغه پېښه معافي غوښتې ده.
د روان کال مارچ په میاشت کې د اېم کيو اېم پاکستان ګوند کنوينر خالد مقبول صديقي په کوټه کې د بلوچستان هايکورټ بار وکيلانو ته په وېنا کې وویل، "چې د 12 مې 2007م د کراچۍ په خونړۍ پېښه کې اېم کيو اېم ګوند استعمال کړل شو، ځکه دوی اوس په هغه پېښه معافي غواړي".
هغه ويلي وو چې "د دې پېښې سره په اېم کيو اېم باندې تور داغ ولګېدو، د هغه په خبره معافي پر دې خبره غواړو چې دوی غلطه اندازه لګولې وه".
يونس بونیری وايي، عوامي نيشنل په خپله په دغه پېښه عدالت ته تللی، خو تراوسه پورې عدالت دغه قضيه ونه چلوله، د 12 مې 2007 د پېښو قربانيانو ته ا نصاف ور نه کړی شو.
هغه زياته کړه، "که نن هم عدالتونه فېصلې وکړي انصاف ورکولی شي، او دا د عدالت دپاره ګران کار نه دی که عدالت د 12 مې 2007 د پېښې مقدمه وچلوي فریقېن را وغواړي، نو دا قضيه فېصله کېدی شي"، او نوموړی زياتوي "دا قضيه نن هم د عدالتونو دپاره ټېسټ کېس دی، چې نن دغه قضيه فېصله کړي، او ولس ته ځان پاک کړي".
په کراچۍ کې د وکيلانو اتحاديې کراچۍ بار اېسوسي اېشن نن کاربنديز اعلان کړی، د عدالتي کارروايۍ نه يې بايکاټ کړی او جنرل باډي غونډه کوي.
د کراچۍ بار اېسوسي اېشن مشر اشفاق علي ګېلال وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، "په 12 مې 2007 چې دوی د کوم مقصد دپاره راوتي وو چې عدليه ازاده او قانون سرلوړی وي، خو وايي د بده مرغه د عدليې د ازادۍ او ادارو د پياوړتيا دپاره په سړکونو راوتو وژل شوو خلکو ته انصاف ور نه کړی شو".
نوموړي وویل، "د بدقسمتۍ نه په دې ملک کې ادارې هغه شان ازادې نه دي، که ازادې وې او ادارې خپلواکه وی، د 12 مې 2007 په پېښه کې به انصاف شوی وو".
پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم نن د 12 مې 2007 د پېښې په ياد کې او په دغه پېښه کې وژل شوو ته د انصاف ورکولو دپاره په کراچۍ پرېس کلب احتجاجي مظاهره اعلان کړې ده.
پاکستان پيپلز ګوند د 12 مې 2007 د کراچۍ د پېښې په تړاو جاري بيان کې ویلي، "د دغه پېښې نه زده کړه شوې او نور به د پاکستان ولس په نسلي، لساني يا مذهبي بنيادونو د دښمنۍ د تخم کرلو چاته هم اجازه ور نه کړي".