لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارپوهان: پاکستان کې سخته ګرمي روانه ده خلک دې احتياط وکړي


A Pakistani man cools himself off under a water supply to beat the heat during the holy fasting month of Ramadan, in Islamabad, Pakistan, June 7, 2016.
A Pakistani man cools himself off under a water supply to beat the heat during the holy fasting month of Ramadan, in Islamabad, Pakistan, June 7, 2016.

په پاکستان کې د موسمياتو د محمکې چارواکي وايي، دا وخت په ملک کې سخته تودوخه/ګرمي روانه ده، د سيند او پنجاب صوبو مېداني ښاري علاقې او کراچۍ ښار د سختې ګرمۍ سره مخ دي، خلک دې احتياط وکړي.

په کراچۍ کې د موسمياتو د محکمې مشر ډاکټر سردار سرفراز وايي، تېرې دوه مياشتې اپرېل او مارچ د پاکستان په 60 يا 70 کاله موده کې تر ټولو ګرمې او وچې/ خشکې مياشتې تېرې شوي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، راتلونکې څو ورځې د 14 مې نه تر 18 مې پورې به په ملک کې او په ځانګړي ډول په داخلي سيند او جنوبي، مرکزي او شمالي پنجاب کې د تودوخې څپه (هيټ ويو) روانه وي او په کراچۍ کې هم د تودوخې کچه د 40 درجې سنټي ګرېډ نه بره تلی شي.

د نوموړي په وېنا په پاکستان کې د مې او جون میاشتې تودې/ ګرمي وي وچې تيريږي، موسم بدليږي رابدليږي، او بيا په سمندر کې هواګانې هم ودریږي نو ګرمي ورسره زیاتيږی.

هغه زیاته کړه د 17 يا 18 مې پورې به د ګرمۍ دا زور کم شي او د ملک په شمالي برخو خېبرپښتونخوا او برنو علاقو کې د باران امکان شته خو د ملک په جنوبي برخو کې به تودوخه وي.

د موسمياتو د محمکې د چارواکي په وېنا په تېرو 30 کلونو کې په روايتي توګه د مې په میاشت کې په پاکستان کې تر ټولو نه زياته ګرمي د سيند صوبې په نواب شاه کې د 40 درجه سنټي ګرېډه پورې ريکارډ شوې ده، خو دا وخت د سيند صوبې په جېک اباد، دادو او نواب شاه او خواو شا سيمو کې د 47 درجې سنټي ګرېډه پورې ګرمي ريکارډ شوې ده.

نوموړي وويل په کراچۍ کې د تودوخې کچه د 15 مې پورې د 40 درجه سنټي ګرېډه يا د هغې نه بره هم تلی شي، او که د هوا چلند ودريږي نو تودوخه بيا نوره زیاته سېوا کېدی شي.

سردار سرفراز وايي، وړاندې به ګرمي کله کله سېوا کېده لکه په 1947 کې په کراچۍ کې د مې په مياشت کې 47 سنټي ګرېډ ته ګرمي ختلې وه، خو اوس موسمي يا د هوا بدلون په ګرده نړۍ کې موسمي بدلون راوستی دی ځکه اوس هر دوه درې کاله وروسته په موسم کې ډېر بدلون ليدل کيږي.

هغه دا هم وويل د ګرم موسم له امله د مارچ او اپرېل په مياشتو کې د ملک په شمالي علاقو کې په غرونو د پرتو واورو ويلو سلسله سېوا شوې چې له امله سېلابي صورتحال هم جوړېدی شي.

پېښور پوهنتون د انوايرمنټل ساينس څانګې مشر ډاکټر پروفېسر محمد نفيس وايي، د نړيوالې تودوخې د رپورټ ترمخه پاکستان او اسيايي سيمه د موسمي بدلون سره ډېر مخ دي او اغېزې يې په پاکستان، هند او افغانستان کې سېوا دي، او پاکستان په پينځم نمبر دی، ځکه چې پاکستان کې ځنګلات کم دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، دوېمه خبره په ملک کې د اوبو استعمال هم ډېر ښه نه دی او هوا هم پاکه نه ده. او بیا په نړيواله کچه هم په موسمي بدلون کې د ښه والي په لړ کې د پاکستان کردار هم ډېر ښه نه دی.

ډاکټر نفيس وايي، په پاکستان کې د موسمي بدلون دپاره قوانين شته خو هغه په پوره توګه نه عملي کيږي او ځنګلات سېوا کول پکار دي.

هغه وويل لکه تېر حکومت چې د سونامي بلين ټري يا د ونو لګولو کومه لړۍ پېل کړې وه، په هغې کې هم دا نه شي ويل کېدی چې يو فيصد يا دوه فيصده ځنګلات به سېوا شوي وي.

د نوموړي په وېنا په ملک کې په سرکاري توګه د ځنګلاتو د شرحې دعوه کيږي چې د څلور فيصده نه سېوا ده خو غېر سرکاري رپوټونه وايي، چې درې فيصده ده او پکارده چې د ځنګلاتو شرح کم نه کمه 25 فيصده وي.

دا چې د موسمي بدلون يا تودوخې په مهال خلکو له څه کول پکار دي؟، نوموړی وايي يو خو پکار ده چې خلک خبر کړی شي چې په سخته ګرمۍ کې بهر نه ووځي يا د سيوري نه بهر کار ته لاړ نه شي، خلک دې په سيوري پاتې شي.

هغه زیاته کړه د دې تودوخې يو بد اثر به دا وي چې واورې به ويلې شي، او په راتلونکې کې د اوبو کمی جوړېدی شي، نو د دې دپاره هم تګلاره جوړول پکار دي چې اوبه خوندي کړی شي.

طبي پوهان وايي په سخته ګرمۍ په غرمو د غېر ضروري او زیاتو ګرځېدو نه ډډه پکار ده، اوبه دې ډېر وڅښل شي په ځانګړي ډول ماشومان او د پاخه عمر کسان، او په جامو کې دې خلک احتياط کوي چې ډېرې تنګې جامې نه اغوندي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG