لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول: د عمران خان پرضد د بې باورۍ د تحریک نه وړاندې د مارشل لا دړکه ورکړی شوې وه


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري تور لګولی، د تحریک انصاف تېر حکومت د عمران خان پرضد د بې باورۍ د پرېکړې/عدم اعتماد د تحریک نه وړاندې د يو وزیر د دوست د لارې دړکه ورکړی شوې وه چې سمدستي انتخابات دې وشي کنه مارشل لا به ولګي.

بلاول بټو زرداري نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (12 مې) په قومي اسمبلۍ کې وېنا کړې او ويلي يې دي، مخکني وزيراعظم عمران، صدر مملکت عارف علوي او مرستيال سپيکر قاسم سوري پرله پسې ايين مات کړی دی.

هغه ويلي، د يوې لوړې کچې پارليماني کمېشن دې جوړ کړی شي او پلټنې دې وکړی شي.

د بلاول په خبره، د جمهوريت د پياوړي کېدو دپاره اړينه ده چې د ايين ماتوونکو پرضد کارروايي وشي.

نوموړي زیاته کړې چې د بې باورۍ د پرېکړې د عمل په لار کې د خنډانو اچولو دپاره د قومي اسمبلۍ په ګډون نورې ادارې لانجمنه کړی شوي دي.

بلاول بټو زرداري چې د پيپلز ګوند مشر دی ويلي يې دي د ګوند پالیسي يې ده چې اول به انتخابي اصلاحات کيږي او د هغې وروسته انتخاباتو پله ځو.

هغه دا هم ويلي، که سياسي ګوندونه په انتخابي اصلاحاتو سلا نه شو نو راتلونکي انتخابات به خونړي وي.

نوموړي زیاته کړې دوی غېر جمهوري خلک نه دي چې د انتخاباتو نه تېښته کوي او ورسره يې ویلي دوی غواړي چې ازاد انتخابات وشي او په سياسي اينجينيرنګ يقين نه ساتي، کوم څه چې د هغه په وېنا د 2018 په انتخاباتو کې شوي وو.

بلاول دغه بيان په داسې وخت کې ورکړی چې تېره میاشت مخالفه ګوندونو عمران خان د بې باورۍ د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی وو.

عمران خان تور لګوي چې د امریکايي سازش لاندې هغه لرې کړی شوی خوامریکا او په پاکستان کې مخالفه ګوندونو او اوسني حکومت دغه تور رد کړی دی.

عمران خان د وزيراعظمۍ څخه لرې کېدو وروسته بيا بيا وايي، چې په ملک کې دې فوري انتخابات وشي، خو حکومت وايي انتخابات به په ټاکلي وخت کيږي.

بل لور ته د کورنيو چارو مخکني وزیر شېخ رشيد ویلي، بلاول دې هغه وزیر نوم ښکاره کړي چې د مارشل لا خبره يې کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG