لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې د لاقانونه ګرځول شوو بېلتون خوښو ډلو بریدونه خطره جوړيږي؟


په کراچۍ کې تيره شپه (د 12م مې ) په شپه يوه چاودنه شوې چې پکې يو تن وژل شوی او څو نور ژوبل شوي دي، د دغه چاودنې زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې سندهو دېش ریولوشنري ارمي (اېس ار اې) منلې ده.

دا بريد په داسې حال کې شوی چې په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو د څانګې (کنفوشيس انسټيټيوټ) د استازانو په ګاډي ځانمرګی بريد شوی، د دوه ښځينه او يو سړي چينايي استاز په ګډون پکې څلور تنه وژل شوي وو.

بلوچ لبرېشن ارمي (بي اېل اې) نومې ډلې د دغه بريد زمه واري منلې وه چې د دغه ډلې د مجيد بريګيډ لومړۍ ښځينه فدايي دغه بريد کړی وو.

چين په دغه پېښه سخته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې وو د چينايانو وينه به بايد بې ځايه توی نه شي او چا چې دغه کار کړی قيمت به يې ورکوي.

د پاکستان د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه نن په 13 مې په کراچۍ کې يوې دستورې ته په وېنا کې وویل، "تېره شپه چې د ترهګرۍ کومه پېښه شوې او يوه وړاندې شوې وه، کله يې بلوڅ تنظيم او کله يې سندهي تنظيم زمه وارۍ مني، خو د ترهګرو نه مذهب او نه ژبه شته، دا پاکستاني نه دي او دا انسانان نه دي".

مراد علي شاه وويل، "زه د خپل طرفه او ټول پاکستان د طرفه خبرداری ورکوم، چې مونږ په کراچۍ کې ډېرې بدې ورځې ليدلي دي، هغه وخت به بيرته راتلو نه پرېږدي".

هغه زياته کړه، " دوی به دغه ترهګر هر ځای ولټوي او ختم به یې کړي".

اېس ار اې نومې تنظیم چې د بېګانۍ چاودنې زمه واري منلې، ويلي يې دي، "دغه چاودنه يې په پاکستانۍ ايجنسۍ کوسټ ګارډ/ساحلي ځواک په ګاډي کړې او تاوان يې ورته اړولی دی، او دغه تنظيم دعوه کړې چې د سيند د ازادۍ پورې د مزاحمتي جګړې جاري ساتلو ژمنه کوي".

ايا په کراچۍ کې دا تازه چاودنه او په کراچۍ پوهنتون کې بريد تړاو لري؟ ،

په کراچۍ کې مېشت خبريال نعمت خان وايي، "په کراچۍ کې دا تازه بريدونه څرګندوي چې بېلتون خوښو تنظميونو خپل عمليات ګړندي کړي دي، او دا د هغې وروسته ګړندي شوي چې د کال 2020 د جولايۍ په میاشت کې کله بي اېل اې او د بي اېل اېف تنظميونو اتحاد د اېس ار اې سره متحده محاذ جوړ کړو او ويلي يې وو چې دې اتحاد له به نوم هم ورکوي، خو نوم يې بيا مخې ته نه وو راغلی".

خو نوموړی وايي، "اېس ار اې له دې وړاندې د وړو بريدونو زمه وارۍ منلي، خو بيا داسې ويل شوي وو چې که د سندهي او بلوڅو تنظميونو اتحاد کيږي نو دوی دواړه به د یو بل نه تربيتي مرستې ترلاسه کوي او د دې اتحاد نه وروسته بيا د کراچۍ په لياقت اباد غوندې علاقه کې (د ښار مرکزي علاقه) اېس ار اې په رېنجرز ځواک حمله کړې وه، نو يقينا دا د يوې خطرې نشاندهي کوي".

د نوموړي په وېنا، "بي اېل اې چې دلته ځايي ملاتړ ورته نه دی ترلاسه، اېس ار اې بيا دوی ته مالوماتي مرستې ورکولی شي او بي اېل اې بيا د دوی تکنيکي او ملټري مرستې ورکولی شي نو دا اتحاد او چاودنې د خطرې نشاندهي کوي".

تېره شپه چې په کراچۍ کې کومه چاودنه شوې په اړه يې پوليس چارواکو ویلي، "دا ويل به د وخت نه وړاندې وي چې د کراچۍ پوهنتون او دې چاودنې د يو بل سره تړاو شته که نشته".

د پاکستان حکومت چې د کال 2020 د مې په مياشت کې سندهو دېش ريولوشنري ارمي (اېس ار اې) لاقانونه ډله ګرځولې ده، دې ډلې د کال 2016 د مې په مياشت کې د کراچۍ په ګلشن حديد سيمه کې په يو چينايي اينجينير د چاودنې زمه واري منلې وه.

هغه وخت د دغه چاددنې د ځاې نه يو پمفلټ (پرچي) ترلاسه شوې چې پرې په سندهۍ ژبه کې ليکل شوي وو، "د سيند په وسايلو پردۍ قبضه نه منو".

تېر کال د اپرېل په میاشت کې د کراچۍ د سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې وه چې په کراچۍ کې د چينايي وګړي د رېسټورنټ په ګاډي د مقناطيسي بم چاودنې په تور کې نيول شوي تن ممتاز سومور په مالوماتو يې د اېس ار اې مهم کمانډر جاوېد منګريو نيولی دی.

جرنلسټ روحان احمد په ټويټر ويلي، "اېس ار اې چې په کال 2010 کې جوړ شوی تنظيم دی، دا تنظیم د کال 2020 وروسته ډېر فعاله شوی، په رېنجرز ځواک يې په کراچۍ، سکهر، ګوټکي، لاړکانه او د صوبې په نورو برخو کې د لاسي بمونو بريدونه کړي او په 2016م کې يې په کراچۍ او سکهر کې دوه ځله په چينايي اينجينيرانو د بريدونو زمه وارۍ منلي دي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG