لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستاني طالبانو سره مذاکراتو لپاره دمسیدو جرګه افغانستان ته لېږل شوې


د پاکستان حکومتي سرچينې تاييدوي چې دجنوبي وزیرستان دمسیدو جرګه د لاقانونه ګرځول شوې تندروه ډلې تحریک طالبان پاکستان د مسیدو طالبانو سره خبرو د پاره نن د زیارت په ورځ د ټانک نه روانه شوې چې پکې د مسید قبیلې مخور مشران شامل دي،

د جنوبي وزیرستان انتظاميه وايي د ټي ټي پي مسیدو څانګې سره د خبرو دپاره د مشرانو دیرش کسيزه ډله د جنوبي وزیرستان انکور اډې د لارې د افغانستان پکتیکا ولایت ته لېږل شوې او دوی ته په حکومتي کچه د مسیدو وسله والو سره د مذاکراتو کولو باور ورکړی شوی دی.

د مسیدو دیرش کسیزه قامي جرګه تیره اوونۍ په ټانک کې وروسته له هغې جوړه شوې چې تیره میاشت د جنوبي وزیرستان مکین او شوال سیمې کې بیا ځایې خلکو ته د کورونو پریښولو ویل شوي وو
او د مسید قام مشرانو ویلي وؤ په دې اړوند به دوئ د دواړو خواؤ حکومت او طالبانو سره خبرې کوي.

د دیرش کسیزه جرګې ځینې مشرانو وي او ای ډیوه ته وویل تیره ورځ یې په علاقه کې د حکومتي او پوځي چارواکو سره لېدلي او نن د ټانک نه مسیدو طالبانو سره لیدو ته روان شوي.

هغوي وویل د دوئ هدف د علاقې دامنیت په خاطر دواړه فریقه خبرو ته کیښنول دي.

د جنوبي وزیرستان انتظامیه تایيدوي چې تحریک طالبان سره د مسید قبیلې مشرانو دیرش کسیزه جرګه دجنوبي وزیرستان انګور اډې د لارې پکتیکا ته لیږل شوې او بیا به هلته د افغان طالبانو سره لیدنې ته بوتلل کیږي.

ځینې سرچینې وایي دغې جرګې ته د پاکستان دامنیتي ادارو او پوځ ملاتړ هم تر لاسه دی خو پوځ په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سیمه کې یوه امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط ډیوه ته وویل دې نه وړاندې د طالبانو سره دوه ځله د خبرو کولو هڅه شوې او دا دریم ځل دی چې بیا کوشش کوي.

هغه وویل لومړۍ د پاکستان حکومت د افغان طالبانو حقاني شبکې د لارې او بیا یې د قبایلي سیمې مشرانو د لارې هڅه کړې خو څه نتیجې ته نه دي رسیدلي .

د هغه په وینا اوس د مسیدو جرګې لخوا دوئ ته د تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو کولو ویل شوي او دوی ته پوره باور ورکړل شوی دی.

هغه زیاته کړه که خبرې نه منل کیږي د ادارې دریځ واضح دی او چاته د امن خرابولو اجازه نه ورکوي.

اخواطالب سرچینې وایي دوی کله د مذاکراتو نه انکار نه دی کړی او سنجیده مذاکراتو ته تیار دي خو بې اختیاره خلکو سره مذاکرات نه کوي.

د مسیدو جرګې سره خبرو لپاره په لاندې کچه کمیټي جوړه کړی شوې ده او وړاندې چې کوم مذاکرات شوي په هغې کې څه پرمختګ نه دی شوی.

څيړونکي وايي په بیلا بیلو مرحلو کې د تحریک طالبان پاکستان او حکومت ترمینځه د مذاکرتو کوشش روان دی خو ښکاري دواړو خواؤ څخه د منځ کسانو ته پوره واک اختیار نه ورکړل کیږي ځکه یې څه ښې نتیجې مخې ته نه راځي.

له دې وړاندې د نومبر په مياشت کې هم د خبرو ويل شوي وؤ او يوه مياشت ډز بندي هم شوې وه خو هغه ډز بندي بيا ماته شوې او د پاکستان پوځ د ټي ټي پي پرضد د جګړې کولو ويلي وو.

د مسیدو جرګه د پاکستاني طالبانو سره خبرو کولو د پاره په داسې حال کې افغانستان ته لیږل شوې چې پاکستاني طالبانو روانه میاشت لومړی لس ورځې او بیا یې د مې 15 نیټې پورې پینځه ورځې ډز بندۍ کې نوره پراختیا کړې ده.

تیره اوونۍ د پاکستان د سینیټ غړي صالح شاه دمسیدو جرګې ته ویلي وؤ د دوئ په مینځګړتوب د دواړو خواؤ ترمینځه خبرې روانې دي او طالب وسله والو اؤ حکومت ته یې د ډز بندۍ ویلي دي.

هغه ویلي وو دې لپاره د قبایلي سیمو مشرانو شپږ کسیزه کمیټي جوړه شوې خو د کمیتۍ یو غړي د نوم نه اخستو په شرط وویل دا خبرې بې د څه نتیجې ځنډول شوي او د دواړو خواؤ غوښتې یو بل ته د منلو وړ نه وې.


هغه وویل دوئ ته ویل شوي چې امریکه تللې ده اؤ اوس جهاد ختم شوی او تحریک طالبان دې په رضاکارانه توګه وسله وغورځوي او د پاکستان ائین او قانون دې ومني ،د دوی پرخلاف به هیڅ کاروایي نه کیږي او دوئ ته د 50 نه د زیاتو مهمو کسانو د خوشي کېدو باور ورکړل شوی ؤ.

خو دطالبانو دریځ ؤ چې د دوئ مطالبې نورې دي او هغې کې یوه غوښتنه قبایلي ضلعو نه دپوځ ویستلو هم ده.

په 19 مارچ د پېښور کور کمانډر لفټننټ جنرل فېض حميد د جنوبي وزيرستان سفر کړی ؤ او ويلي يې وو، چې پاکستاني طالبان دې د جنګ نه لاس واخلي او بيرته دې خپلو علاقو ته ستانه شي،

هغه ویلي وؤ که پاکستاني طالبان د پاکستان ايين او قانون ومني نو پرضد به یې هیڅ ډول کارروايي نه کيږي خو که چرته کوم وسله وال د جګړې نه لاس نه اخلي نو د دوئ پرضد به د دښمن په څېر چلند کيږي.


نوموړي دغه خبرې د سپينکي رغزي په کېډټ کالج کې د يوې دستورې په مهال کړې وې.

دې نه وړاندې امنیتي سرچينې وي او اې ډيوه ته تاييد کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو پروسه په مخ په وړلو لپاره د هغوي په لسګونو شمېره کې بندیان خوشي کړی شوي دي.

د جنوبي وزیرستان د مسید قبیلې مشر د پي ټي ایم فعال او د مسیدو د روایتي جرګې غړی رحمت شاه مسید وایي د تیرو دو لسیزو نه د ناامنۍ سره مخ دي او د وسله والو پرضد د راه نجات عملیاتو کې بې کوره شوي .

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي د لس کاله کډوالۍ وروسته په علاقه کې دهغوئ کورونه ،بازارونه وران ویجاړ کړل شوي دي او تر اوسه د هغې مرستې نه ورکړل کیږي .

هغه وویل دوئ سیمې ته تر هغې وروسته ستانه کړی شوي چې ورته ویل شوي وو چې دا سیمې په بشپړه توګه پاکې کړی شوې دي.

د رحمت شاه په خبره دوئ ته لومړی د وسله والو پرضد د لښکړ جوړولو ویل شوي او بیا ورته د کورونو پریښولو ویل کیږي.

هغه تور پوری کړو چې دغلته د دوئ سیمو ته بیا ناامني راوړول کیږي او ددې مخنوي لپاره د مئ په لسمه مولی خان سرایې او بیا د مې په 15 په مکین سیمه کې د قام لویه جرګه کیږي.

هغه زیاته کړه د ځایي مشرانو د لارې دې نه وړاندې د حکومت او وسله والو ترمینځ معاهدې شوې خو ناکامه شوي دي. او که څوک دوئ ته بیا دکورونو پریښولو امر کوي دوی علاقه نه پریږدي.

په پیښور کې میشت د وزیرستان سیمې سره تړاؤ لرونکي خبریال ناصر داوړ وویل په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو پروسه روانه شوې د اعتماد جوړولو د پاره ټي ټي پي ډز بندي کړې او دحکومت له لوري د هغوي دځینېو مهمو کسانو دخوشي کولو راپور ټونه مخې ته راغلي دي.

هغه وویل که دا مزاکرات کامیاب هم شي دې نه وړاندې 2004م نه 2007م پورې وخت په وخت وزیرستان نه تر سواته د وسله والو سره د امن معاهدې شوي او ورسته هغه معاهدو خاتمه د عامو خلکو په تاوان شوې ده.

هغه وویل معاهدې وشي خو په دغه معاهدو د عمل کولو اؤ ودریدو واک چاسره نه وي نو ځکه عموماً بیا داسې معاهدې نه کامیابیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG