لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين په پاکستان غږ کړی چې د وګړو پر ضد یې د ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي


د چين خارجه وزير وانګ ژي او د پاکستان خارجه چارو وزير بلاول بوټو زرداري تر منځه د زيارت په ورځ تر سره شوې ورچول غونډه کې چين په پاکستان کې دچينايي وګړو پرضد په ترسره شوؤ وروستیو ترهه ګریزو بريدونو اندېښنه ښودلې او د پاکستان څخه يې غوښتنه کړې ده چې دترهه ګریزو بريدونه مخنيوي دپاره پياوړي او غوڅ ګامونه پورته کړي۔

چين او پاکستان چې نزدې اړيکې لري او په پاکستان کې د پاک چين راهدارۍ پروژې په شمول يو شمېر نورو برخو کې هم دچين لخوا پانګونې روانې دي ، څيړونکي وايي دغه پروژې د چين اقتصادي ګټو دپاره ډېرې مهمې دي ځکه چين نه غواړي چې ددوي دغه پروژې د ترهګریزو بريدونو له امله وځنډیږي ۔

ددفاعي چارو څيړونکی او د پاکستان د پوځ پخوانی افسر بريګډير(ر) سېد نذير وايي ، په دې کې هيڅ شک نشته چې په دغو ترهګریزو بريدونو کې دچینایي وکړو په نخښه کیدو سره اندېښنې زیاتې شوې دي اؤ ويره او ترهه يې هم سېوا کړې ده۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې بريګډير (ر) سېد نذير وويل دا بريدونه نه يوازې د پاکستان دپاره بلکې چين دپاره هم د فکرمندۍ وړ دي او ددې سره په سيمه کې د چين په روانو پروژو منفي اغېز کیدای شي.

هغه وایي د چين له خوا دسي پیک پروژې ترڅنګ ددوي تر ګوادر بندر رسد هم ډېر مهم دی.

دبريګډير سېد نذير په وینا ، پاکستان د چين سره د نزدې اړيکو په اساس ددغو پروژو او دچينايي وګړو د حفاظت ذمه واري پغاړه اخستې او بيا يې ددې دپاره دځانګړو ځواکونو یوه برخه هم ساتلې چې نه يوازې ددغو پروژو څارنه او حفاظت کوي بلکي د سمندري حدونو څارنه هم ترسره کوي ،

خو دهغه په خبره پاکستان په جغرافيايي توګه او د شل کلنې افغان جګړې له امله بيا ددغه ترهه ګرۍ سره مخ دی چه پکې نه يوازې چينايي وګړي بلکې د پاکستان عادي وګړي او پوځ هم په نخښه کيږي ۔

بريګډيير سيد نذير وايي دا اوس يو چېلنج دی چې څنګه ددې ترهګریزو بریدونو مخنيوې کېدای شي ۔

دتیرې میاشتې په وروستیو کې د کراچۍ پوهنتون دننه د چينايي ژبې د زده کړې د مرکز په مامورینو ځانمرګي بريد کې درې چينايان وژل شوي وؤ چې د بريد پړه بلوڅ وسلوالې ډلې بي ایل ای پغاړه اخستې وه .

تېر کال 2021 جولایي کې هم د خېبرپښتونخوا په برنۍ ضلعه کوهستان کې په داسو ډيم کې په کار کوونکو چينايي انجنئیرانو برید شوی ؤ چې پکې نهه چينايي وګړي او درې پاکستانيان وژل شوي وو.

تیره اوونۍ د پاکستان د سینیټ ددفاعي چارو د کمېټې مشر مشاهد حسېن سيد وېلي وؤ چې چين د خپلو وګړو او منصوبو د تحفظ لپاره د پاکستان په امنیتي نظام باور بېللی دی.

د 46 ارب ډالرو په لګښت جوړیدونکې د سي پېک منصوبه په نړيواله کچه دچین د روانې پروژې بېلټ لېنډ روډ برخه ده او ددې مقصد د چين دمغربي صوبې سنکيانګ د زمکې دلارې د بلوچستان ګوادر بندرګاه سره پېوست کول او بحيره عرب ته لاسرسی ترلاسه کول دي.

د ورځپاڼې ډان د یو رپورټ له مخې که څه هم تېره میاشت په کراچۍ پوهنتون کې د بريد وروسته پاکستان کې کار کوونکي چينايي ملازمین خپل هېواد ته بېرته نه دي بلل شوي خو د خپلو ځانونو د حفاظت په اړه د هغوي د پاکستان په توان باور کم شوی دی.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG