لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان سره دې دناوا پاس اؤ ګورسل لارې پرانستل شي،دباجوړ قامي جرګه


دباجوړ ضلعې يوې قامي جرګې د حکومت نه غوښتنه کړې چې د افغانستان سره دې د ناواپاس او ګورسل لارې د تجارت د پاره پرانستل شي۔

دغه جرګه د عوامي نېشل ګوند د سيوري لاندې دجمعې په ورځ ناوګۍ کې رابلل شوې وه چې په هکله یې د سيمو منتخبو غړو ډيوه ته وويل د تجارت د پاره دناوا پاس اؤ ګورسل دلاروپرانستلو خبره به د صوبې وزير اعلا مخې ته ږدي .

هغوئ وویل دوي هم غواړي چې د افغانستان سره دې د تجارت د پاره دغه لاري پرانستل شي

په دې جرګه کې ځايي مشران، کاروباريان او د بېلا بېلو ګوندونو سره تړاؤ لرونکو سياسي فعالینو برخه درلوده.

دجرګې دبرخه والو وېنا وه چې د تېرو نزدې پينځلسو کالو راهسې د افغانستان سره د تجارت د پاره د ناواپاس او د ګورسل لارې په هغه وخت کې دموجودې بدامنۍ له امله تړل شوې وې .

د دوي په وېنا وه اوس د افغانستان سره په پوله ازغن تار لګېدلی او حکومت وايي چې امن هم پرځائ شوی دی نو بايد چې دا لارې هم پرانستل شي۔

د جرګې يو منتظم شيخ خانزاده ډيوه ته وويل افغانستان سره د تورخم، خرلاچي،انګور اډې او چمن لارې د تجارت د پاره پرانستې دي او ددې ترڅنګ د هند په څېر هېواد سره د واهګه په لار او چين سره په تجارتي لارو کاروبار روان دی .

هغه وایي دجرګې ګډونوالو دا پوښتنه راپورته کړه چې که لارې پرانستل د بدامنۍ سوب ګرځي نو بيا ولې دغه نورې لارې پرانستل شوي دي۔

شيخ خانزاده وويل د ناواپاس او ګورسل لارې په تاريخي توګه د افغانستان او د مينځنۍ ايشيا سره د تجارت د پاره کارول شوي دي خو اوس د دې سيمي خلک خپل معدني وسايل او نور پيداواري سامانونه د کراچۍ او لاهور ښارونو ته وړي خو د کابل او مينځۍ ايشيا هېوادونوته د فاصلې د کموالي باوجود هم خپل تجارتي سامانونه نه شي وړلی.

"اوس حقيقت دا دی چې د باجوړ نه کراچۍ ۱۷۰۰کلوميټره لري ده، لاهور۸۰۰ کلوميټره لرې دی، خو کابل ۳۰۰کلوميټره لرې دی، مينځنئ ايشيا نزدې ۷۰۰کلوميټره لرې ده نو دا لارې په تجارتي توګه ډير ارزښت لري"

د جرګې دګډونوالو وېنا وه چې د باجوړ، مومندو او ملاکنډ سيمو خلک ترهګرۍ ځپلي دي، روزګارونه يې خراب شوي دي او د روزګار په غرض کراچۍ او د پنجاب صوبې نورو ښارونو ته مزدورۍ د پاره ځي۔

د باجوړ چېمبر اف کامرس پخواني مشر لالي شاه ډيوه ته وويل که دا لارې پرانستل شي نو د باجوړ،مومندو او د ملاګنډ په زرګونو خلک به په روزګار شي

"دا لارې چې پرانستل شي نو دلته به د روزګار ډيرې موقعې خلکو ته په لاس ورشي، خلک به دلته د ټرانسپورټ، هوټلو او نور روزګارونه پيل کړي او چې کوم خلک اوس بهر مزدورۍ کوي هغوي ته به په خپلو علاقو کې روزګارونه ترلاسه شي"

ځايې امنيتي چارواکو وخت په وخت ويلي چې په پوله د افغانستان سره دخرابې امنيتي وضعې له امله دغه لارې تړل شوي دي،

دځايې ضلعي انتظامي چارواکي وايي دغه مسله د وفاقي حکومت او د دفاعي چارو د اهکارو په لاس کې ده خو د ناواګۍ تحصيل نه صوبه کې د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف منتخب تحصيل کونسل مشر ډاکټر خليل الرحمان ډيوه ته وويل د ځايي اولس د استازو په توګه دوي هم غواړي چې دغه لاري پرانستل شي او خلکو ته د روزګار مواقعې په لاس ورشي .

نوموړي ويل د خلکو دا غوښتنې به اعلا حکومتي چارواکو ته وړاندې کوي.

"که چرته قبائېلي ضلعې د بحران نه ويستل وي نو هغې د پاره د حل لاره دا ده چې دا لارې پرانستل شي او دا مسله به زه وزيراعلا محمود خان ته رسوم او هغوي سره به په دې باندې خبره کوم"

دجرګې دګډونوالو وېنا وه که دا لارې زر خلاصې نه کړل شوې نو دوي به د جرګو دا لړۍ دوام داره و ساتي، په بېلا بېلو سيمو کې به جرګې راجوړوي او خلکو کې به د خپلو وسيلو او د هغې نه د ګټو پورته کولو په اړه بېدارې خپروي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG