لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ښځو بندیزونه:که طالبان دنړۍ غوښتنه ونه مني په رسمیت پېژندنه به یې نوره هم ګرانه شي،څېړونکي


د ملګرو ملتونو امنيت شورا د روانې مياشتې په 12مه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا په ښځو دلګول شوؤ وروستيو بندیزونو په هکله د بندو دروازو ترشا یوه ځانګړې غونډه کړې او په دغو بندیزونو يې ژوره انديښنه ښودلې ده.

دغه غونډه چې ناوری په غوښتنه رابلل شوې وه، ناروی له غونډې وروسته په خپره کړې اعلاميه کې ويلي دوی به په دې اړه خپلې اندېښنې طالبانو سره شریکې کړي او هم به د امنیت شورا له غړو هیوادونو سره پر افغان مېرمنو د محدودیتونو لري کېدو په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکړي۔

څېړونکي وايي که چرې طالبان د امنيت شورا غوښتنې ونه مني او په مېرمنو لګول شوي محدوديتونه هم دغه شان دوام ولري نو دا به د طالبانو په رسميت پېژندنه نوره هم ګرانه کړي۔

د غونډې وروسته له ناروی لخوا جاري شوې اعلاميه کي ويل شوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبانو واک ترلاسه کړی د مېرمنو او د جينکو هغه حقونه چې د دوئ په ژوند کې زيات اهميت لري له منځه تللي دي۔

د اعلاميي ترمخه په دغه حقونو کې د جينکو تعليم، ازاد تګ راتګ او روغتيايي اسانتياؤ ته لاس رسی شامل دي چې له محدودیدو سره یې مېرمنې د ورځني ژوند څخه ويستل کېږي۔

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وايي که چرې طالبان د نړيوالې ټولنې د غوښتنو باوجود هم د مېرمنو حقونه محدوده ساتي نو دې سره به يې په رسميت پېژندل نور هم ګران شي۔

نوموړي زياته کړه که طالبان د نړيوالې ټولنې خبرې ونه مني او حالات نور خراب شي نو په دوي سفري بنديزونه لګیدلی شي، ممکنه ده چې په قطر کې کوم دفتر دی هغه هم وتړل شي او دوی به نه بيا چين، روس او پاکستان ته داسې ازاد سفر کولې شي۔

هغه وايي چې اوس کوم سفر طالبان کوي هرڅو که هغه سياسي نه وي بلکې د بشري حقونو حوالې سره زياتره کېږي خو که دغه هم بند شي نو په رسمي ډول پېژندل به يې نوره هم ګرانه شي۔

په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې دغه بنديزونه به د اقتصادي او بشري ناروين سره د مبارزې لپاره د افغانستان صلاحيت نور هم محدوده کړي کوم چې يو ځل بيا د تاوتريخوالي او افراطيت لامل کېداې شي۔

د اعلاميي ترمخه ناروی به په دې هکله خپلې ژورې اندېښنې په مستقيم ډول د طالبانو استازو ته ورسوي۔

د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او څېړونکی ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايې بايد طالبان د افغانستان مسلو حل کولو لپاره د خپلو هېواد والو ترڅنګ ګاونډيو هېوادونو سره ناسته وکړي او د افغان ولس د مسلو حل کولو دپاره يوه لار ولټوي۔

نوموړي زياته کړه پاکستان، ايران او نور چې کوم ملکونه دي پکار ده چې طالبان د هغوئ سره کېښني او د افغانستان د مسلي حل ولټوي او دا چې د افغانستان د مسلې حل په خپل کور کې پروت دی نه چې په امريکا او يورپ کې۔

دښاغلي عرفان اشرف په وینا " د خپلو خلکو خوشالولو لپاره طالبانو سياسي ګامونه پېل کړي نه چې د يو وسله وال ګوند په صورت کې په افغانستان قابض وي او داسې ګامونه اخلي چې د هغې نه بشري يا خوراکي بحران يا نورې مسلې جوړېږي"

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مئ په اوومه اعلان وکړو چې د مسلمانو اصیلو، بالغو ښځو لپاره شرعي حجاب رعایت کول فرض دي، او په هره جامه چې بدن پټ کړی شي هغه حجاب دی۔

د ښځو دحجاب لازمي کېدو په هکله د طالبانو دامر بالمعروف وزارت تازه حکم پراخه غبرګونونه راپارولي او د ځينو هیوادونو په ګډون امريکې، ملګرو ملتونو، يورپي ټولنې، د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار ادارې په دې اړه اندېښنې ښودلې دي۔

د ناروی د اعلاميي په هکله مو د طالبانو مرستيال ترجمان بلال کريمي سره د خبرو کولو کوشش وکړو خو بريالي نه شو، خو له دې نه وړاندې د طالبانو ترجمان ذبيح الله مجاهد ډيوه ته ويلي وؤ چې د تېر حکومت په پرتله د دوئ په حکومت کې د خلکو حقونه زيات خوندي دي۔'

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG