لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په ډیرہ بګټي ضلع کې له هیضې یا کلورا څخه د مړو شمېر شپږو ته ورسېد


د ډيره بګټي ضلعې د صحت محکمې مشر يا ډي اېچ او محمد اعظم بګټي وايي، د کلورا یا هېضې وبا له کبله د مړو شمېر شپږ تنو ته رسېدلی.

"شپږ مړه دي، دوه ماشومان دي او د نورو مړو عمرونه له شپيتو کالو زيات دي"

بګټي وايي، نن د خالي یا شنبې په ورځ تر غرمې پورې يو سل څلوېښت نور اغیزمن په روغتونونو کې داخل شوي دي.

دی زیاتوي، له هېضې څخه د اغېزمنو نارغانو شمېر تر 2100 زيات شوی دی او لا هم دا ناروغۍ په خپرېدو ده.

خو د ډيره بګټي د پير کوه ځايي اوسېدونکي مدني فعال نورحسن رسنيو ته ويلي، چې له تيرې يوې مياشتې د هېضې وبا له امله نولس کسان مړه شوي دي.

"تر اوسه پورې د ابو د نشتوالي او د هېضې له ناروغۍ څخه د مړو شمېر نولس ته رسېدلی، زموږ ضلعي او د صحت محکمې چارواکي هغه مړي يادوي چې يوازې په روغتونونو کې يې ساه ورکړې، خو په مجموعي توګه له خرابو اوبو او هېضې وبا څخه زيات خلک مړه دي خو دوی یې ښکاره کول نه غواړي"۔

د بلوچستان د صحت محکمې سيکرټري صالح بلوڅ په خبره دوی د نولس تنو د مړه کېدو خبره کېږي خو وایي دوی به پوره پلټنې کوي چې نولس تنه که مړه هم دې نو د مرګ علت يې يوازې هېضه ناورغي ده که کوم بله وجه هم کېدای شي.

" دلته مير صاحب وويل، چې نولس کسان مړه شوي، د نولس مړو به بيا موږ معلومات راټولوچې له هېضې پرته هم هغوی ته کومه ناروغي وه او که نه؟"

د بلوچستان د صحت محکمې رپورټ دی چې د ضلع ډيره بګټي له مرکز څخه پينځويشت کیلو ميتره ليري پرته سيمه پير کوه سيمه کې د اپرېل د مياشتې پر اولسمه د هېضې وبا لګېدلې او لا هم مخ پر زياتېدو ده، دې ناروغۍ د هر عمر خلک اغېزمن کړي دي، خو ډاکټران وايي، چې سپېن ږيري او ماشومان ترې زيات اغېزمن شوي دي.

د ډي ايچ او محمد اعظم په خبره په ځايي درې روغتونونو کې د ناروغانو لپاره ځای کم شوی دی او اوس يې د روغتونونو په دالانونو (تالار)کې ټېنټونه لګولي او هلته د ناروغانو درملنه کوي۔

د مدني فعال نور حسن په خبره د پير کوه په سيمه کي له تېر يو کال د باران د نه کېدو له امله په سيمه کې اوبه زياتې کمې شوې دي او خلک د کوړمونو او تالابونو خرابو اوبو څښلو ته اړ دي.

د ډي ايچ او محمد اعظم بګټي په خبره د هم دې خرابو اوبو د څښلو له وجې خلک پدې ناروغۍ اخته کېږي.

د بلوچستان د صحت محکمې سيکرټري صالح ناصر په پير کوه سیمه کې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، په سېمه کې د ناروغي د کابو کولو لپاره تر دریو اونيو پوري وخت په کار دی.

ناصر زياتوي، چې ايمرجنسې فنډونه يې زيات کړي او د يوه ايمبولنس په ګډون د پنځوسو لکو کسانو لپاره درمل به هم په يوه ورځ کې ورورسيږي، او د يادې سيمې د اوبو تالاونه د صفايي او اغېزمنو ته د صفا اوبو ورکولو لړۍ يې پېل کړې او زیاتوي، چې

" د راروانو دریو اونيو پورې به دا وبا قابو کړو".

د ډاکټر بګټي په خبره چې ټولو خلکو ته د پاکو اوبو نه رسېدو له امله خلک لا هم د هغو خرابو اوبو څښلو ته اړ دي او له همدې کبله ناروغي مخ پر زياتېدو ده.

د ډاکټرانو په وينا هيضه ناروغي د ناپاکو اوبو یا وا يرس وهلو اوبو د څښلو له امله لګېږي، پدې ناروغۍ اخته کس د نس ناستي او کانګو له امله کمزوری کېږي او د بدن اوبه یې کمېږي.

ډاکټران وايي، که د دې ناروغانو پر وخت درملنه ونشي له مرګ سره مخ کېدی شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG