لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نور عالم خان وایي عمران خان یې په کور د برید لپاره بدمعاشان ورلېږلي وؤ خو کلیوالو یې زغلولي دي


دپاکستان تحریک انصاف نه مرور دقامي اسمبلۍ غړی نورعالم خان تور لکولی چې عمران خان تیره شپه دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ د مرستیال اسپیکر محمود جان په مشرۍ دده په کور د برید لپاره خپل یو شمېر بدمعاشان ورلیږلي خو وایي د کلیوالو په مقاومت یې دغه بدمعاشان په شا تګ مجبوره شوي دي.

دخالي اؤ‌ اتوار په منځ شپه نورعالم خان یوه ویډیو په ټویټر خپره کړې ده چې پکې لیدل کیږي ګڼ خلک دشپې تیاره کې وسلې اؤ کوتکونه په لاس په سړک ولاړ دي اؤ چغې وهي چې "وتښتېدل"

نور عالم خان وایي کله چې بدمعاشان (چې هغه ورته غنډه ګان لیکلي) دده په کور دبرید لپاره ورغلل نو دده کلیوال، همسایه ګان اؤ ګوندي پلویان ورپسې له کورونو ور ووتل اؤ هغوئ پشاتګ کولو ته اړ شول.

نور عالم خان زیاته کړې ده چې ددې "غنډه ګردۍ" شاهدان پولیس هم دي خو دا یې نه ده واضحه کړې چې هغه پولیسو سره دبرید کوونکو پرضد مقدمه درج کړې ده که نا؟

وایس اف امریکه ډيوه په دې لړ کې دسیمې د پولیسو دمشر یا ډي ایس پي سره دتماس نیولو هڅه وکړه خو دهغه موبایل فون څه ځواب نه ویلو.

دپېښور سره تړاؤ لرونکی دقامي اسمبلۍ غړی نورعالم دتحریک انصاف نه مرور شوی اؤ تیره میاشت چې دپخواني وزیراعظم عمران خان پرضد اپوزیشن ډلو دبې باورۍ تحریک مخې ته راوړلو نو نورعالم خان ډاګیز اعلان کړی ؤ چې هغه به دخپل باور رایه عمران خان ته نه ورکوي.

عمران خان اؤ دهغه دګوند پلویان دنور عالم پرضد سخت پاریدلي اؤ په زیاتره جلسو کې نورعالم خان په بدو نومونو یادوي.

تر دې وړاندې هم پېښور کې دتحریک انصاف ګوند پلویانو دهغه د کور اؤ پېښور پریس کلب مخې ته دنور عالم خان پرضد احتجاجي مظاهرې کړې وې اؤ ددې ترڅنګ داسلام اباد په یو هوټل کې دتحریک انصاف دپلویانو اؤ دهغه ترمنځ دنښتې یوه ویډیو هم په دې وروستیو کې مخې ته راغلې وه.

پېښور کې د واکمن ګوند یو مشر علي خان یوسفزي دنور عالم خان په کور د برید اوسنۍ هڅه غندلې ده اؤ په ټویټر یې لیکلي دي چې دا دافسوس مقام دی چې مرستیال اسپیکر دخلکو په راپارولو برید کوي.

هغه ویلي "پښتنه ټولنه کې دچا په کور برید نه کیږي ،زمونږ څه روایات اؤ اقدار دي،دا عمل به ډیرې خطرناکې نتیجې ورکړي"

بلاګر اؤ دټولنیزو رسنیو فعال ریاض علي طوري هم داپېښه غندلې اؤ په ټویټر یې لیکلي چې عمران خان په هیواد کې کډوډۍ اؤ ولسي فساد ته لمن وي.

څېړونکي دپېښور پوهنتون استاد ښاغلي نواز مشال دې پېښې ته خپل غبرګون کې په ټویټر لیکلي دا فاشیسټانو مایوسي اؤ اؤ ډیر زر به پائ ته ورسیږي .

هغه په نورعالم خان دغښتلي اوسیږو غږ هم کړی دی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند لا دنور عالم خان د دعوې په هکله خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې په کراتو کراتو ددې ګوند مشر عمران خان ویلي چې دهغه نه مرور کسان به خلک په خپلو سیمو کې نه پریږدي اؤ چې هر لوري ته ځي دمقاومت اؤ سپکاوي سره به مخ کیږي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG