لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:د وسله والو برید کې دوه سکهان وروڼه وژل شوي


دپېښور دسربند تاڼې په حدودو بټه تل بازار کې داتوار په ورځ نامعلومو وسله والو دوه سکهان په یو وسله وال برید کې وژلي دي.

وژل شوي سکهان خپلو کې وروڼه دي اؤ سرچینې وایي دوئ دبټه تل بازار کې دمصالحو روزګار کولو چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې اؤ وئ وژل.

په سمدستي توګه ددې برید پړه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې داکتوبر میاشت کې په پېښور کې د ستنام سنګهـ په نوم یو سیکهـ وګړی په وسله وال برید کې وژل شوی ؤ نو دهغه پېښې ذمه واري وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې وه.

د سربند تاڼې پوليسو ډيوه ته وويل وژل شوي سکهان د پېښور دډبګرۍ سیمې اوسيدونکي وؤ اؤ د خېبر ضلعې دباړي سیمې سره په پوله پرته د سربند بټه خېل بازار کې یې دمصالحو دوکانونه وو،

دپولیسو له مخې د اتوار په ورځ د غرمې په وخت دوه نامعلومه موټر سائيکلو سرو يو بل ته نزدې بېلو بېلو دوکانونو کې په ناستو کنوال سنګهـ او رنجيت سنګهـ ډزې وکړې او دواړو په هغه ځايې ساه ورکړه۔

پوليسو ډيوه ته وويل پېښه کې دککړو تنانو نيولو د پاره په سيمه کې د لټونې عمليات روان دي۔

په سربند کې د دوؤ سکهانو وروڼو د وژنې داپېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې پرون دخالي په ورځ دپېښور دترهګرۍ محکمې پولیسو سي ټي‌ ډي دعوه کړې وه چې دمارچ میاشت کې دپېښور په کوچه رسالدار کې دشوي ځانمرګي برید دپلان جوړونکي په شمول یې د وسله والې ډلې داعش دوه ترهګر وژلي دي.

پېښور کې دترهګرۍ اؤ جرمونو په اړه رپورټنګ کوونکی تکړه خبریال خالد خان وایي هرکله چې هم قانون نافذونکو ادارو دداعش یا نورو وسله والو په ضد عملیات کړي نو دهغې نه سمدستي وروسته بیا په اقلیتونو یا دولتي کارمندانو دغسې بریدونه شوي اؤ هغې کې د زیاترو بریدونو پړه داعش قبوله کړې ده نو زیات احتمال شته چې ددې برید پړه هم داعش پغاړه واخلي.

دپېښور دپولیسو ویاند مطبوعاتو ته جاري کړي خپل یو بیان کې ویلي چې ډزې نامعلومو کسانو کړي اؤ دې پېښه کې ۴۲کلن سلجیت سنګهـ اؤ ۳۸کلن رنجیت سنګهـ وژل شوي دي.

په پېښور کې د اقلیتونو د حقونو مبارز صاحب سنګهـ مشال رېډیو ته ویلي چې د هغه د راټولو کړو شمېرو په اساس، په دې ښار کې د ۲۰۰۹م کال راهیسي شاوخوا ۲۱ سکهان وژل شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې د لږکیو د حقونو مبارز هارون سربديال وايي په صوبه کې نزدې پينځه لکه دعيسایي مذهب لرونکي، اوياؤ زرو پورې هندوان او نزدې پينځلس زره سکهان ژوند کوي،

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي تر ټولو زيات سکهان په پېښور کې اوسيږي، د خېبر،کرمې ، اورکزو او نورو قبائېلي ضلعو نه د ترهګرۍ ضد جګړې په وخت ګڼ شمېر سکهان پېښور ته راغلې وو، خو اوس په دې علاقو کې هم د دوي هدفي وژنې کيږي، چې ورسره ټول لږکي بيا ځان غېر محفوظ ګڼې۔

دخیبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان هم ددې تازه پېښې نوټس اخستی اؤ د صوبې دپولیسو مشر ته امر کړی چې په پېښه کې دککړو مجرمانو دنیولو لپاره باید قاطع ګامونه واخلي.

پخپل یو بیان کې وزیراعلا محمود خان ویلي دا پېښه دښار دامن ګډوډولو اؤ دمذهبونو ترمنځ دموجودې هم اهنګۍ خرابولو یو ناوړه کوشش دی اؤ دې کې ککړ کسان به دقانون له منګولو بچ پاتې نه شي.

خبریال خالد خان وایي خیبر پښتونخوا کې چې کله هم امنیتي ځواکونو د ترهګرو ډلو په ضد څه رقم عملیات کړي نو هغې پسې جوخت بیا عموماًً صوبه کې په لږکیو بریدونه شوي اؤ ددغسې بریدونو ذمه واري هم زیاتره داعش ډله پغاړه اخلي.

هغه وایي زیات پرون پولیسو دعوه کړې وه چې پېښور کې یې دداعش دوه وسله وال وژلي اؤ نن ورپسې پېښور کې دوه سکهان ووژلی شول نو زیات احتمال لري چې ددې پېښې پړه داعش قبوله کړي.

ددې برید نه یوه ورځ وړاندې په شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې هم په پوځ ځانمرګي برید شوی چې پکې د دریوؤ پوځیانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي اؤ څو پوځیان نور ژوبل شوي هم دي.

دا بریدونه په داسې حال کې کیږي چې تحریک طالبان حکومت سره وړومبی دلسو ورځو اوربند اعلان کړی ؤ اؤ‌اوس یې په دې اوربند کې پینځه ورځې نوره پراختیا هم اعلان کړې ده.

په خېبر پښتونخوا کې دې نه وړاندې په پېښور،شبقدر او چارسده کې هم د سکهـ مذهب لرونکي په نخښه شوي دي،

په پاکستان کې د لږکیو د حقونو د فورم چېرمېن او د سکهـ مذهب سره تعلق لرونکی راجېش سنګهـ ټوني وايي خپله یې هم پاکستان پريښی ځکه چې د وسله والو لخوا ورته دړکې ورکړل کيدې،

نوموړې ډيوه ته د وټس اېپ د لارې ويل د بدامنۍ دداسې پېښو له امله ګڼ شمېر سکهان يا د ملک نه بهر وځي او يا د خېبر پښتنونخوا نه خپل کاروبارونه او کډې د ملک نورو برخو ته وړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG