لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د کنفوشيس انسټيټيوټ چينايي استازان واپس تللي


په کراچۍ کې د (اېن اي ډي) پوهنتون وايس چانسلر وايي، "تير ماښام د چين د کونسلګرۍ ګاډي پوهنتون ته راغلي او چينايي استازان تللي دي".

د اېن اي ډي پوهنتون وايس چانسلر ډاکټر سروش حشمت لودهي نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (16 مې) وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، "14 چينايي استازان وو، په دوی کې به اته يا لسو په اين اي ډي پوهنتون کې هم درسونه ورکول، او کله چې دا پېښه وشوه، نو دوی ټول اېن اي ډي پوهنتون ته راغلي او هلته به پاتې کېدل، او تېر ماښام مونږ ته مالومه شوه چې هغوی ځي، د کونسلېټ ګاډي راغلي او هغوی پکې تللي دي".

هغه وويل، د دوی سره 2500 زده کوونکو د چينايي استازانو نه زده کړې کولې.

په کراچۍ پوهنتون کې په 26 اپرېل د کنفوشيس انسټيټيوټ په ګاډي ځانمرګی بريد شوی چې پکې د درې چينايي استازانو په ګډون څلور تنه وژل شوي وو. په کنفوشيس انسټيټيوټ کې به ځايي زده کوونکو ته د چين ژبه او کلتور زده کول کېدو.

په کنفیوشس انسټېټیوټ د حملې ذمه واري د بلوچستان لېبرېشن ارمي نومې وسله والې ډلې منلې وه او ويلي یې وو چې حمله ښځې ځانمرګي کړې وه. امریکې بي اېل ای ترهګر تنظيم بللی دی.

په کراچۍ پوهنتون کې د کنفوشيس انسټيټيوټ چارواکو سره وي او اې ډيوه څو ځله رابطه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

خو د پاکستان (جيو نيوز) خبري ادارې په وېب پاڼه خپور شوي خبر کې ويل شوي، د کنفوشيس انسټيټوټ ډايريکټر ډاکټر ناصرالدين ورته ویلي چې "يواځې د کراچۍ پوهنتون څخه نه، بلکې د ملک د نورو پوهنتونونو نه هم چينايي استازان بيرته چين ته بلل شوي دي".

هغه ويلي په کراچۍ پوهنتون کې په کنفوشيس انسټيټيټوټ کې 500 زده کوونکي وو او دوی اوس غور کوي چې اين لاين کلاسونه او امتحانونه واخستل شي.

په پاکستان کې په حکومتي کچه چارواکو او نه بيا د چين کونسلګرۍ د چينايي استازانو بيرته چين ته ستنېدو په اړوند په رسمي ډول څه ويلي دي.

په پاکستان کې ټول پينځه د کنفيوشس په نامه چينايي انسټیټیوټس کار کوي په دې کې يوه اداره د اسلام اباد په نمل پوهنتون کې او نورې د لاهور، سرګودهې، فېصل اباد او کراچۍ په پوهنتونو کې ځایي محصلینو ته چينايي ژبه زده کوي او هغوي د چين د کلتور او دود دستور نه خبروي.

د پاکستاني تهنک ټهېنک پاکستان چاینا انسټيټيوټ ترمخه دا وخت په پاکستان کې نزدې د 26000 او 30000 ترمنځ پاکستاني محصلین په بېلابېلو درجو کې د چينايي ژبې زدکړې کوي.

په کراچۍ پوهنتون کې په چینايي استازانو ترسره شوي ځانمرګي بريد باندې چين سخته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې وو د چينايانو وينه به بايد بې ځايه توی نه شي او چا چې دغه کار کړی قيمت به يې ورکوي.

چین غوښتنه کړې وه چې په دغه پېښه کې د ککړ ترهګر تنظيم پرضد يې سخته کارروايي وکړی شي.

د چينايي استازانو بيرته چين ته د تلو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيربلاول بټو زرداري ويلي، حکومت به په کراچۍ پوهنتون کې په ځانمرګي بريد کې ککړو مجرمانو ته د مثالي سزا ورکولو پورې په قلاره نه کښېني.

هغه ويلي وو، "مونږ د دغه پېښې په کلکه غندنه کوو او د پاکستان او چين د ټول اړخیزه سټراټيجيکي همکارۍ دښمنان به ونه بخښو".

د بلاول بټو زرداري په خبره دغه بريد په چينايانو نه دی شوی د پاکستان او چین په په دوستۍ شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG