لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: چاودنه کې يوه ښځه وژل شوې 11 ژوبل

د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې تېر د ګل/ دوشنبې (16 مې) په ماسخوتن ناوخته يوه چاودنه شوې چې پکې چارواکو د يوې ښځې د وژنې او نورو 11 کسانو د ژوبلېدو ويلي دي.

په کراچۍ کې تيره شپه دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې د 12م مې په شپه هم په کراچۍ کې يوه چاودنه شوې چې پکې يو تن وژل شوی او څو نور ژوبل شوي وو.د دغه چاودنې زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې سندهو دېش ریولوشنري ارمي (اېس ار اې) منلې وه.

او له دې وړاندې په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو د څانګې (کنفوشيس انسټيټيوټ) د استازانو په ګاډي ځانمرګی بريد شوی، د دوه ښځينه او يو سړي چينايي استاز په ګډون پکې څلور تنه وژل شوي وو.

په کراچۍ کې تېره شپه چاودنه په کهارادر علاقه کې شوې ده. او په چاودنه کې اوښتې مرګ ژوبلې د سيند صوبې د وزیراعلا سلاکار او د کراچۍ اېډمنسټرېټر مرتضا وهاب صديقي تاييد کړي دي.

د چاودنې زمه واري په سمدستي توګه چا نه ده منلې.

د کراچۍ ښار د جنوبي زون د پوليسو مشر شرجيل کهرل ويلي، ښايي د چاودنې هدف پوليس وو، ځکه په دغه ځای کې په ګزمه بوخت د پوليس ګاډي کې يو چارواکی هم ژوبل شوی دی.

مرتضا وهاب بيا ویلي، په کراچۍ کې د زياتېدونکو چادونو د مخنیوي او امنيت دپاره د وزیراعلا په مشرۍ د پوليس چارواکو سره يوه ناسته شوې ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG