لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په لکي مروت کې دوه پوليس او شمالي وزیرستان کې دوه ترهګر وژل شوي


د پاکستان پوځ نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (17 مې) ویلي، د شمالي وزیرستان په بويه علاقه کې يې د تحریک طالبان پاکستان انتهايي مطلوب ترهګر دوه وژلي دي.

بل لور ته نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (17 مې) د شمالي او جنوبي وزيرستان سره په پوله پرته لکي مروت ضلع کې دوه پوليس نامالومه کسانو په ډزو وژلي دي.

د لکي مروت پوليسو وياند شاهد وي او اې ډيوه ته وویل، د پوليس سرتيرو د وژلو پېښه د غزني خېل تاڼې په علاقه کې رامنځته شوې او دغه پوليس اهلکار د امتحاني هال د ډیوټۍ نه بيرته روان وو او په هدف شوي دي.

په سمدستي توګه د دغه بريد زمه واري چا نه ده منلې.

د پوځ په وېب پاڼه د ورکړی شوي خبر ترمخه د 16 او 17 مې په مینځنۍ شپه کې د شمالي وزيرستان په بويه علاقه کې د پوځ او ترهګرو ترمنځ ډزې شوي دي.

ويل شوي په ډزو کې دوه ترهګر وژل شوي، او د ترهګرو پېژندګلو د رشيد عرف جابر او عبدالسلام عرف چمتو په نومونو شوې ده، او د دوی د قبضې نه وسله هم ترلاسه شوې ده.

په خبر کې دعوه شوې چې وژل شوي ترهګر په علاقه کې په ترهګرو عملياتو کې ککړ وو.

د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرو د وژلو دعوه په داسې حال کې کړې چې د خالي/ شنبې په ورځ (14 مې) د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې د پاکستان په پوځ يو ځانمرګی بريد شوی وو.

پوځ په دغه پېښه کې د درې پوځيانو او درې ماشومانو د وژل کېدو ويلي وو.

د دغه ځانمرګي بريد زمه واري چا نه وه منلې.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف دغه ځانمرګی بريد غندلی او ويلي يې وو د پوځيانو د وژلو غچ/ بدل به اخلو.

خو هم په دغه ورځ ماسخوتن د شمالي وزيرستان د میرانشا په ډنډي درپه په خېل سيمه کې په يو دوکان نامالومه کسانو ډزې کړې وې چې پکې پينځه کسان وژل شوي وو.

پوليسو دغه پېښه تاييد کړې او ویلي يې وو، چې دا هدفي بريد وو.

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي د دوه ترهګرو وژلو دعوه په داسې حال کې کړې چې د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د مسيدو د جرګې د لارې خبرې روانې دي، او جرګې ويلي دي چې دواړو خواو دوی ته د خبرو باور ورکړی دی.

د جرګې يو غړي د نوم نه ښکاره په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، چې دوی د دواړو خواو ترمنځ خبرې جوړې کړي، او طالبانو ورته ویلي چې دوی په مذاکراتو کې سنجيده دي، او د ټي ټي پي مشرتابه ورته دا هم ویلي چې که حکومت په خبرو کې سنجيده وي نو يواځې د مسيدو طالبانو سره نه بلکې د ټولو طالبانو سره دې خبرې وکړي.

د جرګې غړي وويل، دغه خبره يې د حکومت سره شريکه کړې او حکومت ورته باور ورکړی چې د ټول ټي ټي پي سره خبرو ته تيار دی.

د حکومت او ټي ټي پي دا خبرې په داسې حال کې شوي چې طالبانو د وړوکي اختر په ورځو کې د لسو ورځو ډز بندي کړې او بيا دغه ډز بندي د 15 مې پورې غځول شوې او ټي ټي پي ويلي وو په 16 مې به د دوي ډز بندي ختمه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG