لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب: اوکاړه کې يو احمدي وژل شوی


پاکستان کې د احمدي ټولنې وياند ويلي، د پنجاب صوبې په اوکاړه سيمه کې د احمدي ټولنې سره تعلق لرونکی يو تن د مذهب په بنیاد د خنجر په ګوازونو وژل شوی دی.

د احمدي ټولنې وياند سليم الدين ويلي، پرون د نهې/ سه شنبې په ماښام (17 مې) په اوکاړه ضلع کې يو احمدي عبدالسلام چې عمر يې 35 کاله وو، بل تن په خنجر وهلی او وژلی دی.

احمدي وياند تور لګولی چې حمله کوونکی ملازم حسېن نوميږي او هغه د نزدې یوې دینې مدرسې زده کوونکی دی، او د پېښې وروسته تښتېدلی دی.

احمدي ټولنه وخت په وخت شکايت کوي چې پاکستان کې په هره کچه د احمديانو د حقونو سرغړونې کيږي او تر دې چې د دوى څخه د ژوند حق هم تروړل کېږي.

د ټولنې ترمخه د کال 1984 نه تر اوسه پورې په پاکستان کې 278 احمديان د عقيدې په اساس وژل شوي دي.

په پاکستان د ډېرې مودې راهسې نیوکې کیږي چې اقیلتونو یا لږکیو ته په تحفط ورکولو کې ناکام دی خو حکومت وایي چې په یو هیواد کې ټولو وګړو ته یو برابر حقونه ورکوي او د هرچا د ځان ومال د تحفظ هڅه کوي.

د روان کال د مارچ د مياشتې په وروستيو کې د اېمنسټي انټرنيشنل سويلي ايشيا څانګې د بشري حقونو په اړه د کال 2021/22 په خپل رپورټ کې ويلي وو په سيمه او خاصه توګه پاکستان او افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونه کيږي او هيڅ تپوس پوښتنه يې نشته.

په ياد رپورټ کې ويل شوي وو چې په پاکستان کې د لږکيو ډلو او مسلمانانو خلاف د مذهب د سپکاوي مقدمې جوړيږي چې نه يواځې د هغوی ژوند په خطر کې اچوي بلکې عدالتونه ورته د مرګ سزاګانې هم اوروي.

د رپورټ ترمخه د احمدي ټولنې د کم نه کم لس داسې مذهبي ځايونو سپکاوی شوی چې لا خو پوليس کړی او لا د پوليس په ملاتړ نورو کړی دی.

هم د مارچ په وروستيو کې د پاکستان سپريم کورټ د احمديانو په اړوند د يوې قضيې په فېصله کې ويلي وو، د اقليتونو پر وړاندې د تعصب ډک چلند پاکستانی قام بدنام کړی دی.

سپريم کورټ په دغه قضيه کې اورولې فېصله کې ويلي وو چې د هېواد اقليت د خپل مذهب مطابق د عقيدې لرلو څخه محروم ساتل او د هغوی په خپل مذهب د عمل کولو په لاره کې خنډان جوړول د پاکستان د دستور او اسلام د اصولو پرضد دي.

عدالت ویلي وو که څه هم د پاکستان د دستور په 260-3ماده کې احمديان غېر مسلم ګرځول شوي دي خو دستور نه خو دوي د شهريت نه محروم کړي او نه یې هغوي د بنيادي بشري حقونو نه بې برخې کړي دي.

پاکستان کې د لږکيو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسټس په خپل يو وروستي رپورټ کې ویلي، چې په پاکستان کې د کال 2021 په مهال د مذهب د سپکاوى د قانون لاندې د شيعه او احمدى ټولنې د غړو خلاف 84 مقدمې درج کړی شوي دي، او رپورټ وايي په دغه مهال درې کسان هم د مذهب د سپکاوى د تورونو په اساس د پارېدلو خلکو لخوا وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG