لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلاول د امریکا سفر:د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې به ورسره ښې شي؟


د پاکستان خارجه وزير بلاول بټو زرداري د نهې/ سه شنبې په ورځ (17 مې) د امريکا په سفر نيويارک ته رسېدلی دی چرته چې به هغه د خوراک د خونديتوب په اړه په نړيواله غونډه کې ګډون کوي.

د خارجه وزير د څوکۍ سمبالولو وروستو دا د بلاول بټو زرداري د امريکې لومړی سفر دی.

د پاکستان سرکاري ميډيا (رېډيو پاکستان) ويلي خارجه وزير بلاول بټو زرداري به د زيارت يا پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا لخوا د نړيوالې سولې، امنيت، شخړې او خوراک خونديتوب په موضوع پرانستي بحث کې هم ګډون کوي.

ويل شوي هغه به د ملګرو ملتونو د عمومي سېکتر انتونيو ګوتېرس او صدر عبدالله شاهد سره سره د خپلو ځينو سيالانو سره هم ویني.

د پاکستان د خارجه وزير بلاول بټو زرداري دا لومړۍ سرکاري دوره ده او د پاکستان د سرکاري رسنۍ ترمخه نوموړی به د امريکا د خارجه وزير انتوني بلنکن سره هم ليده کاته کوي.

په امريکا کې مېشت د سياسي چارو کارپوهه ډاکټر تقي وايي افغانستان کې د طالب چارواکو په واک کې د راتلو وروستو د پاکستان امريکا ترمنځه اړيکې ترينګلې شوې دي او بيا د پخواني وزيراعظم عمران خان لخوا په امريکا د هغه د حکومت ړنګولو تورونو سره دا اړيکې نورې هم خرابې شوي دي.

د نوموړي په خبره په داسې حال کې د نوي خارجه وزير دوره لوی اهميت لري خو پوښتنه بيا هم دا ده چې ايا د پاکستان خارجه وزير دومره واک لري چې د امريکا سره د اړيکو ښه کولو پرېکړې وکړي؟.

د ډاکټر تقي په وينا دا وخت هم د پاکستان يو جرنېل او د پېښور کورکمانډر جنرل فېض حميد د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره په کابل کې دی او داسې ښکاري چې د پاکستان خارجه وزارت په اعتماد کې نه دی اخستل شوی نو بيا دا پوښتنه به خامخا راولاړېږي چې ايا د پاکستان نوی حکومت او د دې خارجه وزير د امريکا سره د اړيکو ښو کولو لپاره د پرېکړو څومره واک لري.

د ښاغلي بلاول بټو زرداري د دورې په اړه په نيويارک کې د ډيوه څېړنکار جهانګيرخټک وايي د عمران خان لخوا د تورونو وروسته د پاکستان او امريکا اړيکې ښه پاتې نه دي او د بلاول بټو زرداري او انتوني بلنکن ترمنځه ملاقات کې به د دې سره سره په افغانستان، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت، ترهګرۍ او اوکراين جګړې ترڅنګ يو شمېر موضوعاتو خبرې کيږي خو د يو ملاقات نه د کمې غټې نتيجې تمه ساتل پکار نه دي.

بلاول بټو زرداري د امريکا سفر په داسې حال کې کوي چې د پاکستان پخوانی وزيراعظم عمران خان په امريکا تور لګوي چې حکومت يې د امريکا په سازش د پاکستان د مخالفه ګوندونو په مرسته لرې کړی شوی دی خو امریکا څو ځله او په پاکستان کې د عمران خان د وزیراعظمۍ په وخت مخالفه ډلو او اوسني حکومت د عمران خان دغه تور په کلکه رد کړی چې امريکا د هغه د لرې کولو سازش کړی او دلته د هغه په ضد د بې باورۍ تحريک راوړل شوی وو د کوم د کاميابۍ وروسته چې نوموړی د وزراعظمۍ د څوکۍ څخه لرې کړی شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو او د عمران خان د تورونه وروسته د امریکا او پاکستان سره اړيکې نورې ترينګلې شوي دي.

څيړونکي وايي، د پاکستان نوی حکومت هڅه کوي چې د امریکا سره خپلې اړیکې بېرته ښې او پراخه کړي د کوم لپاره چې د امريکا د خارجه وزير انتوني بلنکن او د پاکستان د خارجه وزير بلاول بټو زرداري ترمنځه ملاقات ته ډېر خلک په انتظار دي خو کتل به دا هم وي چې امريکا اوس د پاکستان سره په تعلقات کې هغه دلچسپي لري يا نه کومه چې يې پخوا لرله.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG