لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبانو سره دشوي تړون نه پارلیمان اؤ ولس بې خبره ساتل شوي،دڅېړونکو نیوکې


TTP
TTP

د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان تر منځه اور بند د روانې میاشتې ترپائ یعنې 30مې نیټې پورې غځول شوی او طالبانو منلې چې د سوات او وزیرستان د مختلفو جرګو سره یې خبرې شوې دي خو څېړونکو اؤ دټولنیزو رسنیو فعالینو بیا په دې مذاکراتو پوښتنې هم راولاړې کړې دي.

په پیښور پوهنتون کې د جرنلزم د څانګې استاذ پروفیسر ډاکټر عرفان اشرف وي او اې ډیوه ته وایي داسې څرګندیږي چې دا مذاکرات د پوځ او طالبانو تر منځه کیږي ځکه چې د پاکستان پارلیمان او ولس ددې څخه بې خبره ساتل شوی دی.

هغه وایي پارلیمان اؤ ولس ته هیڅ نه دي ویل شوي چې په کومو شرطونو دغه مذاکرات روان دي؟

د ډاکټر عرفان اشرف په وینا تر دې وړاندې هم د پاکستان دپوځ او تحریک طالبان تر منځه پټ مذاکرات شوي او د لوظنامو وروسته هغه نه دي کامیاب شوي.

دنوموړي په وینا د لاقانونه ګرځول شوی ډلې تحریک طالبان غوښتنې سختې دي او دا چې د ټي ټي پي ترڅنګ نورې هم وسله والې ډلې هم ددې نه ګټې ترلاسه کولی شي او وسله والې ډلې مخالفې ډلې داعش یا دولت اسلامیه خراسان ته هم تللی شي او نقصان به یې زیات وي.

"وړومبۍ خبره داده چې ټي ټي پې په دې سیمه کې اختیار غواړي او بله دا چې ټي ټي پي کې مسید قبایل دي، دهغوي‌د افغانستان پولی ته لاس رسی نشته، هغوی پولې ته لاس رسی غواړي او دریمه دا چې په دې کې د پارلیمان نمایندګي نشته مونږه ته به څنګه پته لګي چې په کومو شرطونو دغه مذاکرات کیږي"


دمیډیا رپورټونه وایي چی دپاکستان د استخباراتي ادارې ایي ایس ایي پخوانی مشر او د پیښور د پوځ کور کمانډر جنرال فیض حمید په کابل کې دی او د پاکستان د پلاوي مشري کوی خو د پاکستان دپوځ له لوري په رسمی ډول ددې پخلی نه دی شوی .

د افغانستان حکومت هم دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ د خبرو اترو او اور بند پخلی کړی اؤ د افغانستان د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر د لارې وایي د اسلامی امارت په منځګړتوب د پاکستان او تحریک طالبانو تر منځ په کابل کې مذاکرات شوي او په اړونده موضوعاتو د خبرو نه ترڅنګ په لنډ مهاله اوربند هم سلا شوي دي.

هغه پخپل ټویټ کې ددغو مذاکراتو کامیابیدو ته هیله مندي ښودلې ده.

د سوشل میډیا د لارې هم په دغه مذاکراتو غبرګون ښودل کیږي اؤ څیړونکي پروفیسر خادم حسین په ټویټر لیکلي د حکومت له خوا څوک د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات کوی؟

هغه پوښتنه کړې چې په کومو شرطونو دغه مذاکرات کیږې او په دې اړه د پاکستان پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی که نه؟

د پاکستان دملي غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ قامی اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي د مذاکراتو خبرې کیږي او دا هم په اوریدو کې راځي چې د تحریک طالبان دوه مرکزي غړي خوشې کړی شوي دي او داسې پلان هم روان دی چی دغه خوشی کړل شوؤ کسانو ته د پاکستان د صدر له خوا معافي هم ورکړی شي او بيا ددې نه د پاکستان پارلیمان خبر هم نه دی چې په کومو شرطونو دغه مذاکرات کیږي.

وتلی خبریال مشتاق يوسفزی وایې دا اوربند د پاکستانی طالبانو دپاره هم یو چیلنج دی ځکه چی یو اړخ ته اور بند شوی او بل لوري ته په مختلفو سیمو کۍ تشدد او هدفي وژنې هم روانې دي او د پوځ له خوا عملیات هم کیږي.

"د پاکستانی طالبانو دپاره دا یو امتحان دی ،دوي وړاندې هم جنګ بندي کړې وه خو تیره ورځ په شمالي وزیرستان میر علي کې ځانمرګي برید شوی او د پوځ درې ځوانان پکی وژل شوي، په پولیس هم حملې کیږي"

هغه وایي وړاندې به چې اور بند وشو نو هر ځائ کې به هغه عملي کیدو خو اوس ځائ په ځائ حملې روانې دي او پاکستاني ځواکونه هم عملیات کوي او د ترهګرو د نیولو دعوې یې هم کړې دي.

د پاکستان حکومت طالبانو سره په تیرو وختونو کی هم امن لوظ نامې کړي دي ،په کال 2004م کې د وسله والو مشر نیک محمد سره پوځ لوطنامه کړې وه ، په کال 2005م کې د بیت الله محسود سره معاهده شوې وه خو په کال 2007م کې دغه لوظنامه ماته شوې وه .

په کال 2007م د حافط ګل بهادر، او په کال 2009م کې د مولوي فضل الله سره هم معاهدې شوی وې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG