لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: چاودنه کې پوځي حوالدار وژل شوی


د پاکستان پوځ پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (20 مې) ناوخته ويلي، په قبايلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د پوځ په کاروان چاودنه شوې چې پکې يو پوځي حوالدار وژل شوی دی.

د پوځ په بيان کې ويل شوي پوځي کاروان د جنوبي وزیرستان په مکين علاقه کې روان وو، په ځمکه کې ښخ بم چاودنه پرې شوې ده.

ويل شوي په چاودنه کې 39 کلن حوالدار محمد سانور چې د پنجاب سيمې د جهلم سره يې تعلق وو، وژل شوی دی.

د پېښې وروسته د پلټنو کولو ويل شوي دي. په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

له دې وړاندې په وروستيو کې په وزیرستان کې په ځانګړي ډول په امنيتي سرتيرو د بريدونو زمه وارۍ لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

خو د وړوکي اختر په ورځو کې تحريک طالبان پاکستان د لسو ورځو ډز بندي کړې، بيا يې تر 16 مې يې غځولې او بيا د ډز بندۍ د 30 مې پورې غځولي ويلي دي، دا په داسې حال کې چې ويل شوي د پاکستان حکومت او تحريک طالبان په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په مينځګړيتوب خبرې کوي.

بل لور ته پوځ دعوه کړې د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې يې د استخباراتي مالوماتو په اساس عمليات کړي او د محمد الطاف په نوم ترهګر د وژلو دعوه يې کړې ده.

په شمالي وزیرستان کې په 15 مې د پوځ په ګاډي بمي چاودنه شوې او د هدفي وژنو دوه بېلا بيلې شوې وې، د درېو پوځيانو په شمول اته کسان وژل پکې شوي او نور شپږ تنه پکې ژوبل شوي چې څلور پکې پوځیان هم شامل وو.

د پاکستان پوځ ویلي وو په میرانشا کې په پوځ ځانمرګی بريد شوی وو، د دغه ځانمرګي بريد زمه واري هم چا نه وه منلې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG