لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شيراني په غره لګيدلي اور له امله درې تنه مړه شوي، اور نور هم سېوا کيږي


د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو په پوله پرتې ضلعې شيراني په ځنګل (کېسه غره/ کوه سلېمان) کې له لګېدلي اور څخه شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، اور نور زيات شوی، ضلعي حکومت د 100 کورنيو خوندي کولو غوښتنه کړې ده.

د شيراني ضلعې مرستيال کمشنر اعجاز جعفر په خبره د کېسه غره د سُرلکي د شرغلي سيمې د اور په نتيجه کې درې تنه مړه شوي او درې ټپي شوي چې حالت يې له خطرې بهر دی.

وي او اې ډیوه سره په خبور کې اعجاز جعفر وويل، "دا ټول د ياده سيمې خلک دي، دوی د اور مړه کولو لپاره غره ته ختلي وو، چې پکې درې تنه مړه شوي او درې ټپيان شوي دي، اور ډېر زيات دی او نور هم زياتېږي".

په کېسه غره په نهمه مې اور لګېدلی دی، د کمشنر په خبره په غره اور د تندر لګېدو له امله لګېدلی وو.

په ځنګل کې د اور لګېدو او د درې تنو د مړه کېدو د پېښې پر ضد د ژوب او شيراني د مدني او سياسي فعالانو لخوا احتجاجونه شوي او د احتجاج په توګه يې د بلوچستان او خېبر پښتونخوا تر مينځ لوی سړک بند کړی کوم چې له ضلعي انتظاميې سره له مزاکراتو ورستو خلاص کړل شوی دی.

احتجاج کونکو له حکومت څخه غوښتي چې، په اور کې وژل شوي درې تنه دې پر سرکاري کچه شهيدان وبلل شي او د هغوی و کورنيو ته دې مالي مرستې ورکړي.

دوی غوښتنه کړې د اور د مړه کولو لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي، د اور مړه کولو لپاره دې له اوله ترتيب او اداره جوړه کړل شي، او ياد غره ته دې سړک جوړ کړل شي، او داسې نورې غوښتنې يې هم کولې.

د سرلکي شرن د سيمې ځايي مشر ملک عبدالستار شيراني وي او اې ډيوه ته وويل،

" اور ډېر زيات دی او لا نور زياتېږي، زموږ سړي پکي ووژل شو، زموږ تر مخ زموږ پلرنی ځنګل ايره کېږي، زمونږ د اربونو روپو ګټه له دې ځګل له ونو له فصل څخه وه، اور لګېدو سلګونه کورنۍ اغېزمنې کړې، 19/ 20 کلي د اور له لمبو سره مخ دي که اور وخت اور قابو نه کړل شو نو زیات انساني زيان به ورسېږي".

د اقوام متحده د خوراک او زراعت د محکمې رپورټ دی چې د شيراني د کېسې غره دا ځنګل د نړۍ تر ټولو لوی قدرتي د ځڼغوزيو ځنګل دی.

د شيراني د ځڼغوزيو پر ونو او فصل باندې د اقوام متحده خوراک او زراعت ادارې د بلوچستان مشر يحيا موسی خېل په خبره چې دا ځنګل په 26زره اېکړه پروت دی، او په يو کال کې خواوشا شپږ لکه کلو ګرامه د ځڼغوزيو فصل پيدا کوي.

موسی خېل زياتوي د اور د لګېدو له امله هلته و انسانانو، ونو، بوټو، مرغانو او ځنګلي ځناور ته په لويه کچه تاوان رسېدلی دی چې دوی به يې له اور مړه کېدو پس پوره رپورټ جوړوي.

د موسی خېل په خبره، دا ځنګل د اربونو روپو حاصل ورکوي او له دې ځنګل سره د سيمې د خلکو پوره معاشي نظام تړلی دی.

په کېسه غره د اور لګېدو په اړه د ژوب ډويژن کمشنر بشير بازي په خبره اور دخېبر پښتونخوا له لوري په غره کې د تندر د لويدلو له امله لګېدلی او بيا زيات شوی، خو په کوم اور کې چې درې تنه مړه شوي، بازی وايي دا اور دوې ورځې وړاندې لګېدلی له هغه نورو اورونو څخه بېل او زيات دی، هغه وويل د دې به پلټڼې کوي چې دا اور له کومې وجې لګېدلی.

هغه وویل" دا هم د پښتونخوا له لوري لګېدلی، او د بلوچستان و لوري ته د کلي سر لکي استشي و شرغلي سيمه ته را اوښتی، خو دا زيات اور دی او د دې شدت زيات دی، هلته چې کوم خلک بند پاتې دي مونږ ته د هغوی د ژوند فکر دی او د هغوی ژغورل زمونږ لومړی زمه واري ده".

د مرستيال کمشنر اعجاز جعفر په خبره اور نور هم په تېزۍ سره خورېږي او نزدې کليو ته د رسېدو په حال کې دی.

هغه وويل، "100 کورنۍ دې چې ښايي د اور له امله اغېزمنې شي، مونږ به دا کورنۍ خوندي سيمو ته رسوو، مونږ له پي ډي ايم اې ( صوبايي مرستندويه اداره) څخه د سل کورنيو لپاره ټېنټونه،خوراکي توکي او نور د ضرورت څيزونه غوښتي خو په اول فرصت کې مو د دې کورنيو د غړو په خوندي توګه د را ايستلو لپاره د پي ډي ايم اې د تربيت يافته ټيم غوښتنه کړې، ټيم او د ضرورت شيان را لېږل شوي دي".

د چارواکو په خبره لګېدلی اور له قابو وتلی، حکومت د اور وژنې لپاره له هيلي کاپټرو څخه کار اخيستل پېل کړی ، خو وايي چې اور زيات دی په يوه دوه هيلي کاپټره دا اور مړه کول ممکن نه دی، د کمشنر ژوب ډويژن په خبره له مرکزي حکومت څخه يې نوره مرسته غوښتې چې اور ژر او په وخت مړ کړی شي.

د ځنګلو او مرغانو د تحفظ لپاره ږغ پورته کونکي تنظيم (اشر) مشر سالمين مندوخېل تور لګوي، "حکومتي چارواکو او اړونده ادارو د اور د وژنې لپاره پر وخت ګامونه پورته نه کړل ځکه اور بې قابو شو".

په ټولنیزو رسنیو د کېسه غره د اور مړه کولو او غره او خلکو ژغورلو دپاره (زمونږ سوځېدونکي ځنګلونه بچ کړئ) په هېش ټېګ ټرېنډ هم روان کړی شوی.

د بلوچستان وزير اعلا مير قدوس بزنجو د درېو تنو پر مرګ خفګان څرګند کړی او ويلي دي، چې د اور د وژنې هڅې به نورې هم ګړندۍ کړي.

وزیراعلا ویلي چې ايالتي حکومت به د اغېزمنو کورنيو او د ځنګلونو د بيا ابادۍ لپاره هر ممکن ګام اخلي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG