لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د پوليس افسر د وژنې ذمه واري داعش منلې


د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې پرون په وسله وال بريد کې د پوليس افسر د وژلو زمه واري داعش منلې ده.

پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (19 مې) د پېښور پوليسو مرکزي دفتر وي او اې ډيوه ته ویلي وو، د شاپور تاڼې اېس اېچ او شکيل خان په خپل ګاډي کې ډیوټۍ ته روان وو، په هونډا سېوک موټر کې پسې کسان راغلي او ډزې يې پرې کړي دي.

داعش د دغه پېښې زمه واري منلې ده.

دا بريد په داسې وخت کې شوی چې په پېښور کې په وروستيو کې په پوليسو او لږکيو باندې دنورو بريدونو زمه وارۍ هم داعش منلي دي.

په 15 مې د پېښور د سربند تاڼې په حدودو کې داعش د دوه سيکانو د وژلو زمه واري هم منلې وه.

پاکستان وخت په وخت دعوه کړې چې داعش په پاکستان کې په منظم ډول شتون نه لري.

خو خبريال او څيړونکی افتخار فردوس وايي، پاکستان چې څومره دا دعوې کړي دي چې داعش خراسان په پاکستان کې وجود نه لري نو اوس هغه تاثر بدل شوی دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، اوس پاکستان نه يواځې د داعش وجود مني، بلکې پرضد يې د عملياتو دپاره تګلاره هم جوړوي.

هغه زياته کړه، په وروستیو کې د داعش بريدونه سېوا شوي دي، د مذهبي ګوند جمعيت علما اسلام کسان يې په هدف کړه، پرونۍ د پېښور پېښه چې پوليس افسر په سړک دپاسه وژل شوی دی، دا د اندېښنې وړ خبره ده، ځکه چې وړاندې داسې بريدونه به په پټ مخ موټر سايکل سورو کول، ناين اېم اېم تماچه به یې کاروله، خو په دغه پېښه کې کسان په ګاډي کې راغلي او په سب مشین ګن يې ويشتي دي او په سي سي ټي وي کېمره کې هر څه ښکاري.

افتخار فردوس وايي، د تحریک طالبان پاکستان سره خبرې د پاکستان د حکومت روانې دي نو دا اندېښنه موجوده ده چې نورې ډلې او په ځانګړي ډول داعش به اوس دلته فعاله کيږي او د ټي ټي پي کسان به هم پکې شاملیږي.

په اسلام اباد کې د پاکستان انسټیټیوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز د شمېرو ترمخه د روان کال (2022) په لومړيو څلورو مياشتو کې د ترهګرو فعاليتونه سېوا شوي او په دې دوران کې د ترهګرۍ 97 پېښې رامنځ ته شوي چې پکې ګڼ شمېر امنيتي عسکر، عام وګړي او وسله وال وژلی شوي دي.

د يادې ادارې ترمخه د ترهګرۍ په 97 پېښو کې د امنيتې ځواکونو په ګډون 474 عام وګړي او وسله وال وژل شوي دي او نور 422 کسان ژوبل شوي دي.

او د پاکستان پوځ د اپريل په 14 مه ويلي وو چې د روان کال په لومړیو درېو مياشتو کې د وسله والو پرضد عملياتو کې 128 وسله وال وژل شوي او 270 نور نيولی شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG