واشنګټن ــــ د طالبانو حکومت د وچکالۍ له کبله د غنمو د فصلونو د اغېزمنېدو په خاطر پخپل هېواد کې زیاتېدونکې اړتیا ته په پام له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته د غنمو پر لېږلو رسمي بندیز ولګاوه.
د طالبانو د مالیې نګران وزیر ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یوه پیغام کې د افغانستان د ټولونو ولایتونو د کسټم یا ګمرک چارواکو ته امر کړی چې ګاونډیو هېوادونو ته د غنمو برآمدات یا صادرات او قاچاک ودروي.
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد هم پر ټویټر لیکلي چې حکومت یې دا کار په هېواد کې د غنمو د کمښت د مخنیوي لپاره کړی دی:
"د هېواد ټولو ګمرکاتو ته د مالې وزارت له خوا لارښوونه شوې چې له هېواد څخه د غنمو بهرته انتقالول او ایستل په مطلق ډول بند کړي".
د وي او اې د رپوټ له مخې د افغانستان په تر 2.7 میلینه ایکړه زیاته مځکه باندې هر کال غنم کرل کېږي، خو له تېرو درو کلونو راهیسې وچکالۍ دغه فصل زیانمن کړی دی.
د طالبانو د کرهنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وینا افغانستان هر کال د شپږ او اووه میلینه ټنو تر منځ خوراکي توکیو ته اړتیا لري او د یونیم او درې میلینه ټنه تر منځ خوراکي توکي له هېواده بهر ته لېږي.
د خوراک د نړیوال پروګرام د شمېر له مخې د افغانستان د ابادۍ نیمایي برخه خلک د جګړې، کرونا وایرس، وچکالۍ او بې کورۍ له کبله د غربت تر کرښه لاندې ژوند کوي او له زښته زیات خوراکي کمښت سره مخ دي.
که څه هم افغانستان د کښت کروندو هیواد ګڼل کېږي خو د رپوټونو له مخې د سختې وچکالۍ او د اوبو د کمېدو له کبله اوس د خپلې اړتیا غنم نه شي پوره کولای او اوړه له هند، قزاقستان، پاکستان او ځنیو نورو هیوادونو ور غواړي.
طالبانو په داسې وخت کې له هېواده بهر د غنمو پر قانوني او غیرقانوني لېږلو سمدستي بندیز لګولی چې د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا د دې هېواد 22.8 میلینه خلک د خوراک له زښته زیات کمښت سره مخ دي.
وایي په دغو کې 8.7 میلینه خلک په بیړنۍ توګه د خوراک له کمښت سره مخ دي او دا هېواد د اقتصادي بدحالۍ پر څنډه ولاړ دی چې کرنسي یې افغانۍ تر بل هر وخت لوېدلې او د خوراکي توکیو بیې زیاتې شوې دي.
هندوستان هم تېره اوونۍ اعلان کړی وو چې بهر ته د غنمو پر لېږلو یې بندیز لګولی خو حکومت یې ویلي وو، هغه ژمنه به پر ځای کړي چې له افغانستان سره یې د بشري مرستو په برخه کې کړې او تر جولای میاشتې پورې به ټولې کړې ژمنې پوره کړي.
د مې پر شپاړسمه هندوستان د پاکستان د واهګا پولې له لارې په څلوېښتو لاریو کې شاوخوا دوه زره تڼه غنم افغانستان ته د مرستې لپاره ولېږل.
هند له افغانستان سره د پینځوس زره ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې ده چې د خوړو د نړیوال پروګرام له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.
طالبانو د مې پر 16مه د خپل حکومت د روان مالي کال لپاره ټول231 اربه افغانۍ بجټ اعلان کړ، چې وایي203 اربه افغانۍ یې عادي او 27.9 اربه افغانۍ یې پراختیایي [ترقیاتي] بجټ دی.
د طالبانو چارواکو د خپلې کالنۍ بودیجې د اعلانولو په وخت ویلي وو چې د بجټ خساره یا کسر یې 44 اربه یا 50 کروړه لس لکه افغانۍ دی چې501 میلینه ډالر کېږي او وایي د کال تر اخره به دا خساره پوره کړي.