لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې حکومت اؤ مخالف ګوندونه د پوځ د ملاتړ تر لاسه کولو په زغل بوخت دي؟


دپاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزيب پخپل سياسي حريف ګوند پاکستان تحريک انصاف د پوځ او عدليې د بدنامولو تور لګولى دی خو تحريک انصاف ګوند هم دا الزمونه په واکمن ګوند مسلم ليګ نواز لګوي.

څېړونکي وايي داسى ښکاري چې دواړه سياسي حريف ګوندونه د طاقتور پوځي اسټيبليشمنټ د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره زغل کې دي.

بل اړخ ته د سپريم کوټ لخوا د پلټنو ادارو کې دحکومتي لاس وهنو دنوټس اخستو پسر د احتساب دملي ادارې مشر جسټس جاويد اقبال یاده اداره کې په تبادلو بندیز لګولى دى.

دجمعى په ورځ دقامي اسمبلۍ غونډى ته وينا کې د اطلاعات مرکزي وزيرى مريم اورنګزيب په تحريک انصاف ګوند د يو منظمې منصوبې په اساس د سوشل ميډيا دلارې دملکي ادارو د بدنامولو تورونه لګولي دي.

هغې دعوه کړې ده چې د پارليمان په وړاندې به ثابتوي چې څنګه تحريک انصاف خپل څلور کلنه واکمنۍ کې د اطلاعات وزارت او سرکاري ټويټر د مخالفينو په ضد کارولي وؤ.

مرکزي وزيرې زياته کړې چې حکومت به د پوځ او عدليې په ضد پروپيګنډه نه زغمي او په دې اړه ايف ایي اى، پيمرا اؤ نورو اړونده سرکاري ادارو ته د ککړو تنانو په ضد د ګامونو اخستو هدايت شوى دى.

تر دې وړاندې هم د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز په تحریک انصاف ګوند دغه تورونه لګولي وؤ او دې ته غبرګون کې پخواني وزير اعظم عمران خان ويلي وؤ مريم نواز او دهغې پلار نواز شريف چې څه موده وړاندې د پوځ په سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه او د ایي ايس ایي په پخواني مشر فيض حميد کوم تورونه لګولي هغه د چا هير نه دي .

د عمران په خبره مريم نواز په کومه خوله په دوي د پوځ د بدنامولو تور لګوي.

څپړونکی امتياز عالم وايي داسې ښکاري چې دواړه سياسي حريف ګوندونه د طاقتوره پوځ ملاتړ تر لاسه کولو زغل کې دي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې امتياز عالم وويل پي ايم ايل اين او تحرېک انصاف چې د اقتدار نه ووځي نو پوځ پسى راواخلي او چې کوم ګوند حکومت کې وي هغه د پوځ دفاع خپل فرض ګڼي.

د پوځ وياند میجر جنرال بابر افتخار څو،څو وارې په سياستمدارانو او ميډيا ټينګار کړى چې پوځ دې د سياسي شخړو نه لرى ساتي.

بل اړخ ته د احتساب دملي ادارې مشر جسټس جاويد اقبال یاده اداره کې په تبادلو او نوو بهرتیانو بنديز لګولى دى.

دنيب داعلاميي ترمخه د سپريم کوټ لخوا د پلټنو ادارو کې د حکومتي لاسوهنې په اړه دخپله انده داخستل شوي نوټس د اوريدني په مهال دسپریم کورټ لخوا دشوې په اساس پريکړې وړاندى نه شوى تبادلو باندى عمل هم ځنډولى شوى دى.

پخواني وزير اعظم عمران خان دا تور هم لګوي چې د واکمنې شريف کورنۍ په ضد دمالي درغليو پلټنې کوونکي د ايف ایي ای افسر ډاکټر رضوان باندې حکومت دومره فشار راوړی ؤ چې هغه خپل ژوند دلاسه ورکړو.

مرکز کې واکمن مسلم ليګ نواز ګوند او اتحادي ګوندونه د سپريم کورټ په پريکړه ټکونه کوي او دا په انتظامي معاملو کې دعدلیې لاسوهنه ګرځوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG