لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنټګان: په افغانستان کې د داعش وده زمونږ ګټي ګواښلی شي


واشنګټن – د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي، داعش چې له مخکې څخه په افغانستان کې دی، مونږ نه غواړو چې د هغوی وړتیاوې دومره زیاتې شي چې زمونږ ګټې وګواښي.

ښاغلي کربي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ناوخته په یوې خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل،

"زمونږ دریځ ښکاره او کلک دی چې مونږ نه غواړو د داعش بېرته راتګ ووینو، په ځانګړي توګه په افغانستان کې داعش خراسان ډله. دوی هلته لا له مخکې شته خو زما هدف دا دی چې وړتیاوې یې دومره زیاتې نه شي چې زمونږ ګټې وګواښي. او څومره چې امکان لري مونږ د دې څارنه کوو. "

کله چې له ښاغلي کربي څخه پوښتنه وشوه چې د القاعدې په اړه څه نظر لري نو هغه په ځواب کې وویل، دواړه یو ډول دي.

په واشنګټن کې مېشت د افغانستان د سولې او امنیتي چارو څېړونکي نجیب ننګیال امریکا غږ ډیوې ته وویل،

"زما په فکر باندې داعش اوس هم تهدید دی، د افغانستان لپاره ، د افغانستان د ملي ‌امنیت لپاره او ترڅنګ یې د طالبانو د رژیم لپاره. په سیمه کې هم یو داسې تهدید باندې بدلېدلی شي چې د منځني اسیا هېوادونو په شمول باندې د جنوبي اسیا د ځینو هېوادونو پاکستان او هندوستان او په لویه کې امریکا او نړۍ ته په خطر بدلېدلی شي که په افغانستان کې پراخوالی ومومي او ځای پیدای کړي."

د سولې او امنیتي چارو افغان څېړونکی نجیب ننګیال
د سولې او امنیتي چارو افغان څېړونکی نجیب ننګیال

ښاغلي ننګیال وړاندې وویل، د افغانستان د جمهوري نظام په وخت کې د داعش په وړاندې پراخ عملیات کېدل خو د طالبانو چلند له خلکو سره، د طالبانو چلند د افغانستان د ملي‌ امنیت سره، له نړیوالې ټولنې سره، په انزوا کې د افغانستان پاتې کېدل او له طالبانو څخه د خلکو پراخه ناراضایتۍ سره کېدای شي داعش نور هم پراخ شي.

طالبان په افغانستان کې د داعش شتون بې ارښته بولي او د امریکا دا اندېښنې یې رد کړې دي چې ګواکې داعش یا القاعده دې په افغانستان کې شتون ولري.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي او د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد څو ځله رسنیو ته ویلي، چې په افغانستان کې د داعش مخه نیول شوې او دا ډله نور کوم ګواښ نه دی ځکه کوم پوځي ځواک نه لري.

په کابل کې د افغانستان د سیاسي چارو څېړونکي انجینیر مطیع الله خروټي ډیوې ته وویل، چې دا مهال په هېواد کې ګڼې اقتصادي او سیاسي ستونزې دي او که طالبان دا حل نشي کړای نو د داعش ګواښ زیاتېدلی شي.

" که په افغانستان ولږه، بي کاري او فقر له منځه ولاړ نشي او یو همه شمول حکومت جوړ نشي نو د داعش ګواښ زیات دی او خلک له هغو ډلو سره یوځای کېږي چې دوی ته تنخوا ورکوي. او دا مهال په افغانستان کې داسې یوه ډله داعش ده او له همدې امله وده او پرمختګ یې حتمي ښکاري."

که څه هم طالبان داعش ډله ځان ته ګواښ نه ګڼي خو دغې ډلې په وروستیو کې په افغانستان کې په ګڼ شمېر بریدونو کړي چې په سلګونو افغانانو ته پکې په کابل، مزارشریف، کندز، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې مرګ ژوبله اوښتې.

خو دا چې په افغانستان وروستیو ټولو امنیتي پېښو پړه یواځې داعش په غاړه اخلي‌ او په دې اړه القاعده ډله ولې غلې ده.

په دې اړه، د امریکا د دفاع وزارت ګانګرس ته په یو تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې د القاعده ډلې د فعالیت محدود پاتې کېدل ښايي د طالبانو د نړیوال رسمیت پېژندنې د ترلاسه کولو لپاره وي.

له امریکا سره د ۲۰۲۰ د دوحې د تړون په بنسټ طالبان باید هېڅ یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنکړي چې د امریکا ګټو ته خطر پېښ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG