لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف سي پیک منصوبه کې د ترکیې شاملولو وړاندیز کړی


PM Shahbaz Sharif
PM Shahbaz Sharif

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د چين اؤ پاکستان په اقتصادي منصوبه سي پېک کې د ترکیې د شاملولو وړاندیز کړی خو څېړونکي وايي دا په لنډ وخت کې ممکن نه ده.

د اقتصادي او پرمختيا د چارو څېړونکي وايي د چين اقتصاد د کلونو د ترقۍ او ودې وروسته خراب شوی او د ترکیې اقتصادي حالت هم ښه نه دې. خو وايي که ترکیه په دې منصوبه کې د سټراټيجکي پارټنر په توګه شاملېدلی شي خو په دې کې به اوس مهال د ترکیې اقتصادي ګډون او سرمايه داري ممکن نه وي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د سي پېک منصوبې د درې واړه هېوادونو چين، پاکستان او ترکیې ته د غځولو وړاندیز په داسې حال کې کړی چې د چين اقتصاد اوس مهال د کرونا دبندیزونو او کم صنعتي پېداوار له کبله د ویلي کیدو په حال کې دی.

د چين وزېر اعظم شي جن پنګ د روان مالي کال لپاره د هېواد د اقتصادي ودې هدف 5.5 فيصدي ټاکلی چې دا په تېرو لسیزو کې تر ټولو ټيټ هدف دی.

د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر شاهد حسن صديقي ډيوه ته وايي ددې مطلب دا نه دی چې ګنې په دې وړاندېز به اوس نه کار پېل شي.

دی وايي دا يو وړانديز دی، هرکلی یې پکار دی خو په دې به لمړی بحث او بيا وروسته لوظنامه کېږي.

نوموړي وويل د چين اقتصاد دا وخت خراب دی او نړیوال اقتصاد هم ښه نه دی خو ددې معنا دا نه ده چې دغه اقتصاد به ټول عمر خراب وي.

د جمعې په ورځ کراچۍ کې يوې دستورې ته په وېنا کې وزیر اعظم شهباز شريف ویلي وؤ چې تجارتي او صنعتي هلوځلو ته د ودې ورکولو په ترڅ کې هېواد پرمخ تللی شي.

هغه سي پېک منصوبه د سيمه ايز تړون لپاره مهمه ګرځولې او ویلي یې دي ګوادر ددې مرکز جوړېږې.

د چين سرکاري شمېرې ښايي چې د تېر اپریل په میاشت کې ددغه هېواد دننه د بې روزګارۍ کچه هم زياته شوې او دا کچه 6.1 فيصدي ته رسېدلې چې دا کال 2020 راپدېخوا تر ټولو لوړه کچه ده.

پاکستان د 46 ارب ډالرو د سي پېک منصوبه د لوبې د بدلون په نوم یادوي خو په دې وروستو کې په پاکستان کې په مېشتو چينايي وګړو پرله پسې ترهګر بريدونو چين هم اندېښمن کړی او ځنې څېړونکي ددغه حملو وروسته په پاکستان کې د چين په سرمایه کارۍ د بدو اغېزو اټکلونه کوي.

په اسلام اباد کې د غېر دولتي څېړنېز ادارې اېس ډى پى اى اېګزګټيو ډاېرکټر عابد قيوم سلهرى ډيوه ته وايي د ترکیې په سي پېک کې د شاملولو د وزير اعظم شهباز شريف په وړاندېز په لنډ وخت کي عمل ممکن نه دې.

هغه وايي دا وخت د چين خپل اقتصاد هم د کلونو د ترقۍ او ودې وروسته خراب دی.

نوموړي وويل ترکيه په دې پروژه کې د سټراټيجکي پارټنر په توګه راتللی شي خو ترڅو چې د ترکیې د اقتصادي پارټنرشپ او سرمايه کارۍ خبره ده نو دا ممکن نه ده. وایي د ترکیې اقتصاد خراب دی، د ترکیې ليره د ډالر په مقابله کې لاندې راغلې ده او ګرانى هم زياته شوې ده.

هند هم د سي پېک په منصوبه اندېښنې لري او امریکا دا منصوبه د پاکستان لپاره د چين د قرضو يو لټ ګرځوي.

اخوا دبلوچ بېلتون غوښتونکو وسله والې ډلې د سي پېک منصوبې ته د پاکستان او چين لخوا د بلوڅانو په وسيلو د قبضې د هڅې په سترګه ګوري او وخت په وخت په چينايي وګړو حملې کوي.

د چينايي مطبوعاتو سره کار کوونکي خبريال خالد عزیز چې په پاکستان کې د چين پاکستان د راهدارۍ په منصوبه نظر لري،وایي ترکیې هم د سي پېک پشان يوه پروژه په پام کې لري.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وايي ترکیه غواړي چې ځان د اذر بايجان او قازقستان د لارې د چين او دا ډول بيا ځان د قازقستان، ازبکستان او افغانستان د لارې پاکستان سره پېوست کړي.

وزیر اعظم شهباز شريف دا وړاندیز په داسې حال کې کړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بھٹو زرداري نن څخه د چين په دوه ورځنۍ سرکاري دوره چين ته روان شوی دی.

د پاکستان دخارجه دفتر وياند وېلي چې بلاول به د خپل سفر په ترڅ کې د خپل چينايي هم منصب سره د پاکستان او چين ترمنځ په تجارتي او اقتصادي همکارۍ خبرې کوي او د دوه اړخیزه اړيکو جاج به هم اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG