لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان او پښتونخوا په ځنګلو اور، ای این پي وایي د پښتنو ځنګلونه قصداً سوځول کیږي


پښتون ملت پاله عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو په پوله د پرتې ضلعې شيراني په ځنګل (کېسه غره/ کوه سلېمان)د لګېدلی اُور د نه وژل کیدو پرضد پېښور کې کوټلی احتجاج کړی اؤ وایي دپښتنو دمعدنیاتو تباه کولو وروسته اوس د دوئ ځنګلونه هم سوځول کیږي.

شيراني ضلعې په ځنګل دغه اُور په 18 مې ماښام لګېدلی چې د 13 ورځو په تېریدو هم نه دی وژل شوی اؤ دشيراني ضلعې مرستيال کمشنر (ډي سي) اعجاز احمد جعفر تیره ورځ ډیوه ته ویلي دا اور 30 کلوميټره ساحې پورې خور شوی اؤ تراوسه پکې درې تنه مړه شوي او څلور نور معمولي ژوبل شوي دي.

عوامي نیشنل ګوند ددې اور د نه وژل کیدو پر ضد دخالي په ورځ دپېښور پریس کلب مخې ته یوه احتجاجي مظاهره کړې ده اؤ ددغه ګوند مشرانو تور لګولی چې دپښتنو وسایل دقصده له منځه وړل کیږي.

مظاهرې ته خپله وینا کې دعوامي نیشنل ګوند وتلي مشر میا افتخار حسین ویلي زمونږ معدنیات تباه کړل شول اؤ اوس مو ځنګلونه هم سوځول کیږي.

هغه ویلي دخیبر پښتونخوا د وزیراعلا تړاؤ پخپله دځنګل لرونکې سیمې سوات سره دی اؤ هلته هم ځنګلې سوځول شوي دي نو دافسوس خبره ده چې نن دپښتنو په ځنګل کوم اور لګیدلی مرکزي حکومت دهغې نوټس واخسو خو دخیبر پښتونخوا واکمنان تر اوسه اوده دي.

دې احتجاجي مظاهرې ته دعوامي نیشنل ګوند نورو مشرانو سیدعاقل شاه، ثمرهارون بلور ،یاسین خلیل اؤ شیراحمد مومند هم ویناګانې کړي اؤ حکومت یې دپښتنو دقدرتي وسیلو په تباه کولو تورن کړی دی.

دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا مشر ایمل ولي خان پخپل یو بیان کې ویلي دپښتنو ځنګلونه د زرګونو کالو زاړه دي اؤ ددې حفاظت دحکومت اؤ ریاست ذمه واري ده خو دپښتونخوا،بلوچستان اؤ مرکزي حکومت خاموشي ښایي چې دپښتنې سیمې درد هیڅوک نه محسوسوي.

هغه تور لګولی چې دپښتنو په ځنګلونو په لګیدلي اور دقصدا ځان ناجاڼه اچول شوی اؤ که حکومت ددې اور د وژنې توان نه لري نو دبهرنۍ نړۍ نه مرستې غوښتې شي خو وایي دا چې حکومت تر اوسه ددې اور د وژلو څه غم ونه کړو دوئ دپښتنو وسایل تباه کول اؤ سوځول غواړي.

دشیراني دځایي خلکو په وینا اُور په نهمه مې د خېبرپښتونخوا له لوري د کېسې په غره کې د مغل کوټ لخوا د اسماني تندر په راپریوتو لګېدلی دی.

د شيراني مرستيال کمشنر هم ډيوه ته منلې چې خېبرپښتونخوا پله دغه اُور مخکې لګېدلی او دوی پله بيا وروسته لګېدلی دی.

د مرمستیال کمشنر په وېنا، په 19 مې ځايي کسان په اُور مړه کولو پسې تللي په هغو کې درې کسان مړه شوي او څلور کسان ژوبل شوي وو د هغو علاج روان دی.

هغه وویل، د کېسې غر چې د سمندر د سطحې نه نزدې 11000 فټه لوړ دی، او دغه ځنګل چې د چلغوزې يا ځنغوزي په غټ ځنګل یاديږي، مرستیال کمشنر وايي، " تير کال په دې غره کې څلور نيم زره مېټرک ټنه چلغوزه پېدا شوې وه او سږ کال يې پروسس روان ووپه سر کې وو، خو دغه افت راغلو، او په زرګونو اېکړه ځنګل اغېزمن شو".

محمد يحيی موساخېل چې په بلوچستان صوبه کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرکيلي ادارې لخوا د چلغوزې یا ځنغوزې پروژې مشري کوي، وايي په پاکستان کې د ځنغوزې تر ټولو زیات پېداوار په شيراني ضلعه کې کيږي چې د 640 نه تر 675 مېټرک ټنه پورې ځنغوزی پېدا کوي،

د نوموړي په وېنا د شيراني نه علاوه په وزيرستان، ديامير او چترال کې ځنغوزی پېدا کيږي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه ویلي "د شيراني په غره کې په 26000 هېکټره (يو هېکټر دوه نيم اېکړه وي) باندې دغه ځنګل دی او د دوی د سروی ترمخه په يو هېکټر کې 1500 ونې وې، د دې ځنګل څخه د کال په سر يوازې د شيراني ضلعې دوه نيم اربه روپۍ کاروبار کېدو، ګټه ترلاسه کېده، او د دې سره به يو ارب روپۍ اړونده په نورو مدونو کې لکه د لرګي، ټرانسپورټ او د مزدور په برخه کې ترلاسه کېدې، د اُور له امله نزدې 35 فيصده دا ځنګل تباه شو، او که مخنيوی يې ونه شو، دا به ټول تباه شي"

حکومتي واکمن ګوند مسلم ليګ ن تیره ورځ ويلي، وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان په شيراني ضلعه کې د صنوبر په ونو د لګېدلي اُور د پېښې نوټس اخستی او مرکزي ادارو ته يې د سمدستي کارروايۍ لارښوونه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG