لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي استازو د طالبانو خارجه وزیر په ښځو د لګول شوؤ بندیزونو په اړه د نړۍ د اندېښنو نه خبر کړی


Thomas West
Thomas West

دافغانستان دپاره دامریکې ځانګړي استازي ښاغلي ټام ویسټ اؤ دافغان ښځو لپاره امریکایي استازې رینا امیري دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره بیګاه دشپې ناوخته ټیلي فوني تماس نیولی اؤ افغانستان کې د ښځو د تعلیم، کار او بشري حقوقو په اړه یې دامریکا داندېښنو نه خبر کړی دی.

په دې ټیلي فوني تماس کې دامریکې ځانګړي استازي دطالبانو حکومت ته په ډاګه کړې ده چې دافغانستان سره د اړیکو ځائ ته د راتلو لپاره اړینه ده چې دطالبانو حکومت باید میرمنو ته دتګ راتګ اؤ کار کولو ازادي ورکړي اؤ دنجونو اؤ ښځو حقوق مراعات کړي.

ښاغلي ټام ویسټ په ټویټر لیکلي دطالبانو خارجه وزیر یې ټیلي فوني تماس کې هغه دافغانستان دننه په ښځو اؤ نجونو دلګول شوؤ پراخو محدودیتونو سره دنړیوالو دمخالفت نه خبر کړی اؤ ټولنه کې یې ورسره دښځو اؤ نجونو د رول په اړه خبرې اترې کړې دي.

په ټولنه کې د ښځو او نجونو د حقونو او رول په اړه د روانو او پراخو محدودیتونو سره متحد نړیوال مخالفت څرګند کړ.

هغه وایي دطالبانو خارجه وزیر ته یې څرګنده کړې ده چې دنجونو پرمخ ښوونځي باید بیرته پرانستل شي اؤ هم ښځو ته په ازادانه ډول دتګ راتګ اؤ کار کولو ازادي ورکړل شي.

دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم ددې ټیلي فوني تماس پخلی کړی اؤ وایي دامریکایي چارواکو اؤ مولوي امیر خان متقي ترمنځ دې ټیلي فوني تماس کې دواړو لوريو هوکړه کړې ده چې تعامل ته به ادامه ورکوي.

ښاغلي بلخي په ټویټر لیکلي دواړو لوریو هوکړه کړې ده چې د موجودو ستونزو د هواري په برخه کې به له زغم څخه کار اخيستل کېږي تر څو په ګډه ټولو ستونزو ته حل لار راوایستل شي.

دښاغلي بلخي په وینا امریکایي استازي ټام ويسټ د افغانستان له مالي سکټور، په ځانګړي ډول بانکي او پولي نظام سره يې د خپل هېواد د خبرو د پرمختګونو، او همدارنګ يو لړ نورو سیاسي او بشري موضوعاتو په هکله معلومات او نظر شریک کړو.

هغه وایي د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي دا یو ښه پرمختګ وباله چې له امریکا سره یې د افغان مالي سکتورپه برخه کي پرمختګونه شوي او زياته يې کړه چې په ډېرو برخو کې لاسته‌راوړنې لرو.

مولوي امیر خان متقي دامریکا ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړی چې افغانستان کې دطالبانو له واکمنۍ راپدیخوا امنيت تامين شوی، داعش ځپل شوی او هېچا ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي‌.

د ویاند په بیان کې ویل شوي دښځو په اړه دامریکا ځانګړې استازې اغلي رینا امیري په دې ټیلي فوني تماس کې دطالبانو دبهرنیو چارو وزیر سره دافغانستان دننه د ښځو د تعلیم، کار او بشري حقوقو په اړه خپل نظر او اندیښنه شریکه کړه او د ښه والي لپاره یې د افغان حکومت د توجه غوښتنه وکړه.

د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، چې بانکي نظام سره له ټولو ننګونو فعاله دی، افغانۍ خپل ارزښت ساتلی،

د ویاند په وینا مولوي امیر خان متقي امریکایي چارواکو ته ویلي، د ښوونې، روغتيا او پاسپورټ او ځینو نورو برخو کې افغان ښځې په خدمت بوختې دي. د حجاب په باب فرمان صادر شوی چې افغان مېرمنې ورسره ستونزه نه لري ،په مخدره توکو د بندیز فرمان هم صادر شوی او عملي شوی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دطالبانو حکومت په نجونو یو شمیر محدودیتونه لګولي اؤ نه یوازې دنجونو پرمخ یې دهغوئ ښوونځي تړلي بلکې امر یې کړی دی چې ښځې به له محرم پرته سفر هم نه شي کولی.

همدا شان تیره اوونۍ طالبانو رسنیو ته هم امر کړی دی چې دهغوئ کومې ښځینه نطاقانې د ټي وي په شیشه راښکاره کیږي دهغوئ مخونو باید پټ وي اؤ نقاب یې کړی وي.

په نجونو اؤ میرمنو دطالبانو دحکومت لخوا لګول شوؤ دې بندیزونو سره امریکا، ملګرو ملتونو دنړۍ یو شمیر نورو هیوادونو اؤ دښځو اؤ دبشري حقونو سازمانونو سخت مخالفت ښودلی اؤ طالبان یې دبشري حقونو په سرغړونه تورن کړي دي.

خو دطالبانو حکومت وایي دوئ دښځو په اړه دا حکمونه دشریعي قوانینو اؤ افغاني ټولنې دعنعناتو په اساس کړي دي.

نړیوال مطبوعاتي رپورټونه وایي دطالبانو ددې سختو اقداماتو په نتیجه کې ورځ تر بلې دافغانستان دننه دښځو ژوند ګرانیږي اؤ ګڼ شمیر لوستې میرمنې ددغه هیواد نه وتلي یا هم د وتلو په هڅه کې دي.

په کابل کې د يو سيمه یيز ټيلي ويژن خبريالې د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ډيوه ته ویلي چې د نويو محدوديتونو لګولو نه دا مالومېږي چې طالبان په رسنيو کې د مېرمنو شتون نور نه غواړي۔

هغه وايي " کله چې ماته د دفتر د لوري وويل شول چې زه بايد د ماسک څخه استفاده وکړم نو دې ماته د نااميدۍ احساس راکړو، او دې نه داسې مالومېږي چې ښځې به وروسته له دې په رسنيو کې پاتې نه شي او دا ښکاره يو داسې اعلان دی چې انجونې او ښځې دې په رسنيو کې کار نه کوي"

طالبانو تېر کال د ستمبر میاشتې پر 17مه د هلکانو ښوونځي پرانیستي، خو تر شپږم ټولګي پورته د جينکو ښوونځي يې چې د مارچ په 23 پرانستل هم په هغه ورځ يې بيا د تړلو امر وکړو او ويلي یې وؤ چې ددې لپاره شرعي تګلاره جوړولی شي،خو دغه ښوونځي لا تر دې دمه نه دي خلاص کړل شوي۔

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG