لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په زوره ودؤلو سره په مخالفت کولو پنجاب کې دوه هسپانوي تبعه پاکستانۍ نجونه وژل شوي


دپنجاب پولیس وایي دهغو دوؤ پاکستاني نژاده هسپانوي خویندو په وژنه کې ککړ شپږ تورن کسان یې نیولي چې کورنۍ یې دهغوئ له خوښې پرته خپل خاندان کې واده کړې وې اؤ دوئ ددغو ودونو پرضد ولاړې وې.

دمبشر زیدي په نوم پاکستاني خبریال دخالي په ورځ په ټویټر ددغو وژل شوؤ خویندو دناویتوب په جامو کې عکس خپور کړی اؤ لیکلي یې دي ورته دوه هسپانوي تبعه پاکستانۍ نجونې عروج او انیسه په ګجرات کې د خپلو خسرانو له خوا په دې خاطر ووژل شوې چې له جبري واده وروسته یې له خپلو خاوندانو څخه د طلاق غوښتنه کوله.

دمبشر زیدي دغه ټویټ ته خپل غبرګون کې دپنجاب پولیس د رسمي ټویټر له لارې ولیکل شول چې دپنجاب صوبې دپولیسو مشر دګجرات دپولیسو ضلعي مشر ته دې پېښه کې دککړو کسانو زرترزه دنیول امر کړی دی.

دپنجاب‌ پولیسو په وینا دګجرات ډي پي او پخپله ددې قضیې په څارنه مامور دی اؤ زر به پکې ککړ کسان ونیولی اؤ سخته سزا ورکړل شي.

خو داتوار په ورځ بیا دپنجاب پولیس په ټویټر دعوه کړې ده چې دې افسوسناکه پېښه کې ککړ شپږ کسان یې نیولي دي چې پکې ددې وژنو پلان جوړونکی هم شامل دی.

پولیس وایي له لمړیو پلټنو ورته معلومه شوې ده چې دغه دواړه خویندې پخپل خاندان کې په زوره واده کړل شوې وې چې دوئ په دې واده نه وې خوشحاله اؤ مخالفت یې ورسره لرلو.

دپولیسو په وینا دپیغلو لخوا خپلو ودونو سره دمخالفت کولو له امله په مرموز ډول د دوئ ورور اؤ تره دا پیغلې وژلې دي.

په دې وروستیو کلونو کې دپاکستان په بیلابیلو سیمو اؤ‌ په ځانکړي ډول پنجاب صوبه کې دښځو په ضد دتاؤ تریخوالي پېښې سیوا شوي دي اؤ په زیاتره سیمو کې د رشتو څخه په انکار د زیاتره جینکو د وژل کیدو رپورټونه مخې ته راغلي دي.

دخپلې خوښې په ودونو کولو هم پاکستان کې تر دې مهاله ګڼ شمیر میرمنې دهغوئ دکورنیو دغړو لخوا وژل شوي دي.

همدا شان پاکستان کې دمیشتو لږکيو مشران هم تور لګوي چې هر کال په لويه شميره کې د دوئ زنانه ؤ سره له تښتول کیدو وروسته جبري ودونه کيږي او دې ته مجبوره کولى شي چى خپل مذهب پريږدي او اسلام قبلولى کړي.

XS
SM
MD
LG