لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میرانشاه:پوځي عملیاتو کې د ړنګونو دوکانونو مالکان د دوؤ اوونیو راهسې په احتجاجي پرلت بوخت دي


شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو پرمهال د ړنګ کړل شوؤ دوکانونو دمالکانو یا دوکاندارانو احتجاجي پرلت له تیرو دو اوونیو راهسې دوام لري او دوئ غوښتنه کوي چې دعملیاتو پرمهال وران دتباه کړل شوؤ کاروباري سامانونو تاوان یا مرستې دې ور کړل شي .

بل لوري ته انتظامیه وایي ځپل شوؤ دوکاندارانو ته دمرستو ورکولو لړی روانه ده او نیزدې 1600 نه زیاتو تصدیق شوؤ دوکاندرانو ته د مرستو چیکونو ورکړل شوي دي.

د صوبې حکومت په کال 2020 کې منلې وؤ چې په شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې د ضرب عضب عملیاتو پرمهال 6969 دوکانونه وران کړی شوي دي .

د دواندارانو د اتحادیې مرستیال مشر امشاد الله وایي دضرب عضب عملیاتو پرمهال یوازې میرانشاه بازار کې
د دوئ 12 زرو نه زیات دسامان ډک دوکانونه له مینځه تللي او نیزدې 21 اربه روپۍ تاوان دوی ته اوښتی دی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي په کال 2020م کې د صوبې اوسني دپاکستان تحریک انصاف حکومت په خپله له جاج اخستو وروسته د 7000 دوکانو تاوان منلی خو انتظامیه دوئ ته دا مرستې په فوري توګه نه ورکوي او د تصدیق په نوم د ځنډ نه کار اخلي.

نوموړي وویل تجاران بې کچه ځپل شوي، په قرضونو یې سامانونه راوړي او د ضرب عضب اته کاله پوره شوي خو د اوښتي تاوان له امله دوئ خپل کاروبارونه بیا نه دي روان کړي .

هغه زیاته کړه تر اوسه دوئ سره د غوښتو منلو لپاره چا رابطه نه ده کړې او غوښتنه کوي چې ځايي انتظاميه دې د پيسو په ورکولو کې خنډونه نه جوړوي.

هغه وویل که دغلته یې غوښتنې نه منل کیږي بیا به د مئ په 25مه نوې تګلاره جوړوي.

خو د شمالي وزیرستان دانتظامیې چارواکي وایي نیزدې د 6969 ړنګو شوو دوکانو د سامان د تاوان پیسې منل شوي او دحکومت په لارښونه په ځپل شوؤ تجارانو د مرستو دچیکونه ویشلو لړۍ روانه ده .

د دوی په وینا تر دې مهاله د 1600 نه زیاتو دوکاندارنو ته د مرستو چیکونه ورکړل شوي دي.

یو بل دوکاندار احمد الدین وایي په میرانشاه کې یې د دوایې د هول سیل یا پرچون د کرړونو روپو کاروبار ؤ خو دا کاروبار یې د عملیاتو پرمهال تباه شوی دی.

هغه وویل حکومت یې یوازې شل لکه روپې تاوان منلی خو تر اوسه دا تاوان یا مرستې نه دې ورکړل شوې.

ډیوه سره خبرو کې هغه زیاته کړه دوایانې یې د کراچۍ،لاهور او پیښور نه په قرضونو راوړې وې، اوس ترې نور سوداګر د هغې پور غواړي او د دوي سره هيڅ نشته.

هغه وویل اوس مجبور شوي چې په احتجاجي پرلت ناست دي .

وایس اف امریکا ډیوه دچارواکو دنظر معلومولو په غرض د صوبې د اباد کارۍ او بیا ودانۍ د وزیر اقبال وزیر او د انتظامیه مشر شاهد علي خان سره د واټس ایپ د لارې رابطه کړې خو څه ځواب یې ترلاسه نه کړو.

خو د انتظامیې د دفتر دچارواکو په خبره دې ځپل شوؤ کسانو سره د مرستو کولو لړۍ روانه ده او د تصدیق کولو وروسته دوئ ته د مرستو چیکونه ورکړل کیږي.

د صوبې اوسني حکومت 2020م کې داحتجاجي پرلتونو وروسته د دوئ تاوان منلی ؤ او د خېبرپښتونخوا صوبې دهغه وخت حکومتي ویاند اجمل وزير په خبري غونډه کې ويلي وؤ چې د شمالي وزيرستان هغه ځمکې چې ورانې شوي او بيا پرې سرکاري ودانۍ جوړې شوي د هغه ځای د يوې مرلې تاوان به 15لکه روپۍ او د غورځول شوو دوکانونو د يوې ودانۍ تاوان به درې لکه روپۍ ورکولی شي او دا پېسې صوبايي حکومت منظورې کړي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG